د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو محدودیتونو او د بودجه کمښت افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته روغیتايي خدمات له خنډ سره مخ کړي

30 جولای 2026
د طالبانو محدودیتونو او د بودجه کمښت افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته روغیتايي خدمات له خنډ سره مخ کړي

انځور: WHO in Afghanistan

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې وايي، پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو سختو محدودیتونو، د بودجې کمښت او د هممهاله بحرانونو فشارونو، افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

رخشانه: دې سازمان نن (پنشنبې د زمري ۸ مه) په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو او د بودجې کمښت، ناروغانو ته د خدماتو رسولو پروسه کمزورې کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، پر سفر، زده کړو او د ښځینه روغتیايي کارکونکو پر فعالیت د طالبانو محدودیتونه، د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ډاکتر او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شدید کمښت، په ځانګړې توګه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې، د روغتیايي خدماتو کیفیت او حیاتي څارنو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی سخت کمزوری کړی دی.

راپور کې راوړل شوي، د بودجې کمښت په افغانستان کې د ۲۷ لومړنیو روغتیايي مرکزو د بندېدو سبب شوي او روغتیايي خدماتو ته یې د ۲۹۴ زره کسانو لاسرسی محدود کړی دی.
د راپور له مخې، د ښځینه کارکونکو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو او د بودیجې کمښت سربېره، د زلزلو رامنځ ته کېدو، وچکالۍ، سېلابونو، د ناروغیو خورېدو او له ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو راستنېدو، د روغتیايي خدماتو د رسولو پروسه اغېزمنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، دې محدودیتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په کمزوري روغتیايي سیستم فوق العاده فشار راوستی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دا بنسټ وايي، د بودیجې کمښت د هغو ماشومانو لپاره چې د سختې خوارځواکۍ او پېچلتیاوو سره مخ دي، د داخل بستر واحدونو باندې هم سخت فشار راوړی دی.

راپور کې راوړل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان، سره له دې چې عملیاتي چاپېریال چټک بدلون کړی او د ټولنې اړتیاوې زیاتې شوې، بیا یې هم د دې هېواد په ۳۴ ولایتونو کې اړین او ژوند ژغورنکي روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، د لومړنی روغتیا ساتنې خوندیتوب د دې سازمان د فعالیتونو اصلي تمرکز پاتې شوی، ځکه چې کلېنیکونه، روغتونونه، بېړنۍ څانګې او ګرځنده ټیمونه، د ناروغانو د شمېر له زیاتوالي او د روغتیايي خدماتو ورځ تر بلې زیاتېدونکو غوښتنو سره مخ دي.

دې سازمان ویلي، چې د حادې خوراځواکۍ د درملنې ۱۴۱ بستر لرونکې څانګو په خوارځواکۍ د اخته او له روغتیايي اختلالاتو سره مخ ۵۶ زره او ۴۰۰ ماشومانو درملنه کړې او د رواني روغتیا خدماتو هم خپلې پراختیا ته دوام ورکړی دی، په داسې توګه چې د رواني روغتیا ملي روغتون او د ولایتونو په کچه د ناروغانو پنځو نویو څانګو له ۱۰۷ زره او ۵۳۳ زیاتو کسانو ته ځانګړي خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې په فغانستان کې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو د طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو او د دوامداره بودیجې برابرولو ته اړتیا ده.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه