د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د سویلي افریقا د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمیت پېزندنې په پار کمپاین وکړ

7 اگست 2026
د سویلي افریقا د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمیت پېزندنې په پار کمپاین وکړ

د سویلي افریقا د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو په موخه کمپاین تر سره کړ.

رخشانه: دا کمپاین تازه او د اګست د نهمې په درشل «په سویلي افریقا کې د ښځو د ورځې» په مناسبت د Gauteng ANC» women’s league» له خوا د «جنسیتي توپیر ته پای ورکړی» کمپاین سره په همغږۍ تر سره شوی دی.

د سویلي افریقا د ښځو د حقونو فعالانو ویلي «د افغان ښځو او نجونو، چې په نړۍ کې د یوازیني جنسیتي توپیري نظام په وړاندې مقاومت کوي، تر څنګ په درېدو سره، د هغوی میراث ته درناوی کوي.»

دوی لیکلي، د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې لباره د افغان ښځو او نجونو مبارزه، د ټولو ګډه ده او د سویلي افریقا ښځې د افغان ښځو تر څنګ درېږي.

د سویلي افریقا د ښځو حقونو فعالانو زیاته کړې «له نژادي توکمپالنې تر جنیستي توپیر پالنې پورې، پیوستون زموږ تر ټولو لوی ځواک پاتې دی.» دوی د آزادۍ، برابرۍ او عدالت غوښتنه کړې ده.

د ۱۹۲۶ میلادي کال د اګست نهمه، د سویلي افریقا پلازمېنه پرتوریا کې له ۲۰ زره څخه زیاتو ښځو د اپارتاید د دورې د تبعیضي ترافیکي قوانینو پر ضد لاریون وکړ. له همدې ورځې راهیسې د اګست ۹ مه په سویلي افریقا کې د ښځو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

طالبانو پر هېواد په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې، د ښځو د اساسي آزادیو او حقونو په وړاندې لسګونه فرمانونه صادر کړي او هغوی یې کار، زده کړې او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري او ښځو د حقونو فعالانو، افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه «جنستي توپیر» بللی او د هغې په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه