د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالان د طالبانو له لوري د ښځو جنسیتي ځورونې په اړه خپلواکه څېړنې پیلوي

9 اگست 2026
د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالان د طالبانو له لوري د ښځو جنسیتي ځورونې په اړه خپلواکه څېړنې پیلوي

انځور: ICC

له لندن نه خپرېدونکې «میډل ایست آی» رسنۍ په یوه مطلب کې لیکلي، نړیوالې جنايي محکمې (ICC) د دې بنسټ څارنوالو ته امر کړي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د جنسیتي ځورونې په اړه خپلواکې څېړنې پیل کړي.

رخشانه: په دې مطلب کې چې تازه خپور شوی راغلي، د «دویمې محکمې» د قاضیانو درې کسیزه پلاوي د جولای میاشتې په نیمايي کې د څارنوالۍ له دفتره غوښتي، چې دغه پلټنې تر سره کړي.

«میډل ایست آی« لیکلي، که څارنوالان پلټنې پیل کړي، د طالبانو قضیه به په اغېژمنه توګه، د افغانستان له پراخو تحقیقاتو څخه جلا، چې په خرسان کې د داعش، طالبانو، ناټو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې له ۲۰۰۳ کال راهیسې د جنګي جرمونو تورونه څېړي. دا دوسیه د ۲۰۲۱ اګست کې واک ته له رسېدو وروسته، د طالبانو د چلند سره تړاو لري.

په دې اساس، که د جرمونو د نړیوالې محکمې مشرتابه موافقه وکړي، د طالبانو پر ضدد دې ادارې نورې څېړنې به د افغانستان د وضعیت په اړه، د محکمې له پخوانیو او پراخو څېړنو څخه، چې په ۲۰۲۰ کال کې وړاندیز شوې وه، جلا وي.

په دې مطلب کې راغلي، د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسه، لوکزامبورګ او مکزیک هېوادونو په ګډه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو په وړاندې د جرمونو اړوند تورونه محکمې ته راجع کړل او له څارنوالانو یې وغوښتل، چې د افغانستان په اړه شته څېړنو کې دغه تورونه ځای کړي.

د جرمنو نړیوالې محکمې قاضیانو ویلي، په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، د طالبانو چلند په بنسټیز ډول «د واقعیت، جوړښت او د کمېسیون د طریقې له مخې» د جګړې پورې اړوند تاوتریخوالي څخه توپیر لري، چې د ۲۰۲۰ کال د تحقیقاتو اساس وو.

د دې خونې قاضیانو، روزاریو سالواټوره آیتالا، د پلاوي مشر، سرخیو خراردو، اوګالده ګودېنس او هایکل بن محفوظ، څارنوالانو ته امر کړی، چې په دې اړه بشپړ خپلواکه پلټنې پیل کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دوی ویلي: «دا حواله د طالبانو د فرمانونو، پالیسیو او محدودیتونو د تصویب، پلي کولو او تپلو له لارې د جنسیتي او سیاسي تبعیضي ځورونې تورونو پورې اړوند کېږي.»

د جرمنو نړیوالې محکمې (ICC) یو کال وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له لارې د انسانیت پر ضد د جرمونو د ترسره کولو په تور، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی وو.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه