د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملالې یوسفزۍ او افغان ښځینه فعالانو د سویلي افریقا ولسمشر سره لیدنه کې د طالبانو د «جنسیت توپیري» نظام سره د مقابلې پر اړتیا ټينګار وکړ

10 اگست 2026
ملالې یوسفزۍ او افغان ښځینه فعالانو د سویلي افریقا ولسمشر سره لیدنه کې د طالبانو د «جنسیت توپیري» نظام سره د مقابلې پر اړتیا ټينګار وکړ

انځور: د سویلي افریقا دولت

د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې تر ټولو ځوانې ګټونکې ملالې یوسفزی او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو، د سویلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوزار سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د طالبانو د «جنسیتي توپیر» نظام سره د مقابلې پر اړتیا ټينګار وکړ.

رخشانه: ملالې یوسفزی، یو شمېر افغان ښځینه فعالانو او د سویلي افریقا ولسمشر پرون یکشنبې د (زمري ۱۸ مه) د اګست نهمې «سویلي افریقا کې د ښځو ورځې» په مناسبت» په «د ګائیوتنګ ولایت په تشوانه» ښار کې سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې ملالې یوسفزۍ او افغان ښځینه فعالانو، په افغانستان کې د طالبانو «د جنسیتي توپیر» نظام سره د بېړنۍ مقابلې پر اړتیا ټینګار وکړ.

دوی همدارنګه ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو غږ باید د عدالت او ځواب وینې لپاره د نړیوالو هڅو په محور کې ځای کړای شي.

د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ هم له افغان ښځینه فعالانو سره د سویلي افریقا د ولسمشر د لیدنې ستاینه وکړه او ویې ویل له « افغان ښځو سره د هغه له خواخوږۍ او درنښت» څخه منندوی یم.
یوسفزۍ پر خپله اېکس پاڼه افغان ښځې د هغه مشرانو په توګه یادې کړې، چې «د بشریت په وړاندې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر د پېژندلو لپاره د هڅو رهبري کوي.»

د ملالې بنسټ همکارۍ ګیسو یاري هم پر خپله اېکس پاڼه، د سویلي افریقا له ولسمشر سره له لیدنې خوښي څرګنده کړې او لیکلی یې دي «یوه تمه شتون لري او هغه له سویلي افریقا راځي»

هغه پر ښځو د طالبانو پراخو محدودیتونو او پر افغانستان د دې ډلې پنځه کلنۍ واکمنۍ ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د سویلي افریقا مشرتابه په نړیوالو هڅو کې د عدالت د تامین او په ټوله نړۍ کې د جنسیتي توپير د رسمیت پېژندلو په برخه کې مهم رول لري.

نوموړې یو ځل بیا په تېرو پنځو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره کړې وايي، افغان مېرمنې له دې وروسته یوازې نه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

طالبانو د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د سختو او سیستماتیکو محدودیتونو په لګولو سره، ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو بې برخې کړې دي.

دغه ډله په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو او پراخو او سیستماتیک محدودیتونو په لګولو سره، د «جنسیتي توپیر» پر بنسټ ولاړ نظام په رامنځ ته کولو او بنسټیز کولو تورنه ده.

د ښځو او بشري حقونو سازمانونه، د نړیوال جرم په توګه د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو او د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې د هغو د عاملینو د ځواب ویلو غوښتونکې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه