د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: تېرو پنځو کلونو کې کابو ۱.۴ میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې

12 اگست 2026
یونسکو: تېرو پنځو کلونو کې کابو ۱.۴ میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې

UNESCO/Haroon Safi

د اګست پنځلسمه، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) ویلي، په دې موده کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې، په هېواد کې له زده کړو بې برخې کړای شوې دي.

رخشانه: یونسکو پرون ناوخته سه شنبې د (زمري ۲۰ مه) په یوه راپور کې لیکلي، افغان ښځې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پوهنتونونو کې له زده کړو راګرځول شوې او همدارنګه د کار او ټولنیز ژوند کې د ګډون لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د یونسکو په راپور کې راغلي، په هېواد کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونه د ښځونیزو فرصتونو د پراخولو په برخه کې د کلونو پرمختګونه درولي دي.

دې بنسټ زیاته کړې: «په ۲۰۰۱ کال کې د ګوتو په شمار نجونو په لومړنیو زده کړو کې شتون درلود، خو تر ۲۰۲۱ پورې کابو یو میلیون نجونو په منځنیو ښوونځیو کې زده کړې کولې.»

یونسکو لیکلي دي «د دې فرصتونو له لاسه تلو پراخې پایلې درلودې، نه یوازې د افرادو په راتلونکې، بلکې د افغانستان په ټولنیزه او اقتصادي پراختیا یې هم اغېز کړی دی.»

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان، په هېواد کې د ښخو او نجونو د زده کړو ملاتړ ته ځان ژمن وباله وايي، «له دې محدودیتونو سره سره، لا هم هڅه کوي، چې زده کړې هېڅ وخت ونه درېږي.»

دې بنسټ ویلي، د سوادي زده کړو پروګرامونو، مهارتونو پراختیا او د ټولنې پر بنسټ د رواني – ټولنیز ملاتړ له لارې بديل ښوونیز فرصتونه چمتو کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

یونسکو ویلي، دوی به د افغان نجونو او ښځو ملاتړ او دغه راز د دوی د زده کړې حق د بېرته تر لاسه کولو حق هڅو ته دوام ورکړي او په ورته وخت به، د شته محدودیتونو سره سره د دوی د زده کړې د دوام لپاره هرې ممکنه لارې ته پراختیا ورکړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه