د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د بیارغونې او نړیواله ټولنه کې د افغانستان د منلو په وړاندې خنډ دی

13 اگست 2026
یوناما: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د بیارغونې او نړیواله ټولنه کې د افغانستان د منلو په وړاندې خنډ دی

انځور: رخشانه رسنۍ

پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر وايي، پر ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه د بیارغونې او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د منل کېدو په وړاندې خنډ دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د زمري ۲۲ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو سربېره، له ترهګرۍ دوامداره اندېښنې او له ګاونډیوهېوادونو سره د دې ډلې نښتې «په نړیواله ټولنه کې د مدغم کېدو او نړیوالو تړونونو ته د ژمن پاتې کېدو په وړاندې خنډ دي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزلۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۱ له اګست را په دېخوا یې له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی او د بشري مرستو، اساسي خدماتو، په سیاسي حوزو کې د فعالیت اوبشري حقونو په وړاندې کولو سره د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست جورجیټ ګانیون وايي، تېرو پنځو کلونو وښوده، چې د افغانستان خلک له لسیزو جګړو وروسته، سولې او ثبات ته ډېر ارزښت ورکوي.

هغه زیاته کړې «خو تل پاتې سوله او هوساینه یوازې د جګړې په نشتوالي نه رامنځ ته کېږي، د افغانستان راتلونکې د یوې داسې ټولنې په رامنځ ته کولو تړلې، چې په کې د ټولو وګړو حقونه او وړتیاوې تحقق ومومي او بنسټونه مسوول او ځواب ویوونکي وي.»

افغانستان کې د یوناما سرپرست ویلي، طالبان باید پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي، تر څو هغوی وکولی شي، په زده کړو، کار او ژوند کې بشپړ ګډون ورلري، خپل بنسټیز حقونه او اساسي خپلواکۍ وساتلی شي.

یوناما لیکلي د ښخو او نجونو پر حقونو د طالبانو پراخو محدودیتونو لا هم ژورې ټولنیزې او اقتصادي پایلې له ځان سره لري او د افغانستان خلکو ته بېړني او اوږدمهالي زیانونه اړوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دغه بنسټ ویلي، د طالبانو پر مدني فضا، د بیان آزادۍ، په نړیوالو بنسټونو کې د ښځو فعالیت محدودیتونه، د افغانستان هغه فرصتونه محدودوي، چې له نړیوال ملاتړ او همکارۍ څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

یوناما وايي، ترهګرۍ پورې تړلو اندېښنو له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې پېچلې کړې او تل پاتي ثبات ته رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې پراخې ښکېلتیا ته اړتیا ده، تر څو هغه بنسټیز خطرونه په نښه کړي، چې افغانستان او سیمې اوږدمهاله ثبات ګواښي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «خپل اصول محوره او عملي تعامل» وساتي او د افغانستان د اودږمهاله پرمختګ او ادغام لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره مخ ته یوسي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه