د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لیندسي: له طالبانو مې وغوښتل چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي

15 اگست 2026
لیندسي: له طالبانو مې وغوښتل چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي

انځور: د ریچارد لیندسي له اېکس پاڼې

د اګست پنځلسمې، پر هېود د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله، د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو یې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

رخشانه: لیندسي نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان د خلکو راتلونکې د برېتانیا لپاره اهمیت لري.

هغه ویلي، افغانستان ته د څو سفرونو په ترڅ کې یې له طالبانو سره د افغانستان لپاره د برېتانیا د مهمو لومړیتوبونو په اړه خبرې کړې دي.

لیندسي له دې ډلې غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې او د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي، افغانستان ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې یې «له صنعت کارانو، متشبثینو، د راډیو چلوونکو او مدني ټولنې له شخصیتونو» زده کړه کړې ده.

ریچارد لیندسي، د افغانانو مېلمه پالنه وستایله او د راتلونکې لپاره یې د «افغان وګړو هوډ او اراده» خورا مهمه وبلله.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

هغه ټينګار وکړ، چې لندن کې یې هم په وار وار له افغان فعالانو، د مرسته کوونکو بنسټونو له کارکوونکو او د افغانستان د کرکټ له ښځینه پناه غوښتونکو سره لیدلي او خبرې اترې یې ورسره کړې دي.

لیندسي وايي، افغانستان له لویو ننګونو سره مخ دی. هغه ټینګار وکړ، چې برېتانیا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت او غوړېدلې راتلونکې لپاره هڅې کوي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه