د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کابل لوېدیځ کې د لسګونو تنو مسمومېدل، خلک یې لامل د څښاک اوبه بولي

23 اگست 2026
د کابل لوېدیځ کې د لسګونو تنو مسمومېدل، خلک یې لامل د څښاک اوبه بولي

انځور: رخشانه رسنۍ

د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې ځايي سرچینې وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې، لسګونه تنه، چې ډېری یې ماشومان دي، په دې سیمه کې مسموم شوي دي.

رخشانه: دشت برچي کې لږ تر لږه شپږو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د «عرفاني ښارګوټي، ولیعصر ښارګوټي، بیست متره او قلعه نو» سیمو اوسېدونکو د سردردۍ، تبې، اسهال او کانګو له نښو سره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د سیمې یو تن اوسېدونکي رخشانې رسنۍ ته ویلي، ناروغۍ یې لومړی مشره لور او ورپسې دوه زامن ونیول.

هغه زیاته کړې، درې واړه اولادونه یې څلور ورځې کېږي، چې نارغان دي او سره له دې، چې ډاکتر ته ورغلې او درمل یې خوړلي خو تر اوسه نه دي ښه شوي.

د دشت برچي قلعه نو کې یوې بلې سرچینې ویلي، له څو ورځو راهیسې یې درې اولادونه او پلار یې مسموم شوي دي.

د ده په وینا، د کورنۍ غړو یې مخکې معدني اوبه کارولې، خو څو ورځې وړاندې یې یوه ماشوم د ټانکر اوبه څښلې او وروسته له هغې یې اولادونه ناروغان شول.

هغه د خپلو اولادونو د مسمومېدو لامل د ټانکر اوبه وبللې.
د دشت برچي عرفاني ښارګوټي کې یوې بلې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، د کورنۍ درې تنه غړي یې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ناروغ شوي دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» لسګونه افغان زده کړیالانې وباسي

د ښځو حقونو فعالانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د افغانستان په اړه څه و ویل؟

د هغه په وینا، دوی تبه، زړه بدوالی، اسهال او کانګې لري او سره له دې، چې ډاکتر ته ورغلي او درمل یې اخیستي، خو تر اوسه نه دي ښه شوي.

دشت برچي کې څلورو نورو سرچینو د دې سیمې د اوسېدونکو د مسمومیت لامل د څښاک اوبه بللې دي.

د سرچینو په وینا، د عرفاني ښارګوټي، ولیعصر ښارګوټي او بیست متره سیمې اوسېدونکي د اوبو رسولو له ګډې شبکې کار اخلي.

خو تر اوسه هېڅ رسمي روغتیايي بنسټ دا نه ده تایید کړې، چې د څښاک اوبه دې د مسمومیت لامل وي.

سرچینو زیاته کړې، نن له غرمې مخکې د دشت برچي له عرفاني ښارګوټي، ولیعصر ښارګوټي، بیست متره او قلعه نو څخه له ۱۰ زیات امبولانسونه د تګ راتګ په حال کې و او ناروغان چې ډېری یې ماشومان دي، روغتونونو ته لېږدوي.

د سرچینو په وینا، روغتیايي ډلې د ناروغانو د وضعیت د څېړلو او د مسمومیت د د علت د تشخص لپاره د دې سیمو جوماتونو ته ورغلي او هغه ناروغان چې وضعیت یې نازک دی، په ګوته کوي او روغتونونو ته یې لېږدوي.
یوه روغتیاپال چې ناروغان یې معاینه کړي وايي، د مراجعینو تر منځ د غذايي مسمومیت نښې لیدل کېږي. هغه زیاته کړې، د مسمومیت د علت معلومولو لپاره دقیقې څېړنې روانې دي.

تر اوسه د مسموم شویو کسانو شمېر او د دې پېښې علت نه دی معلوم. د طالبانو روغتیايي مسوولینو هم تر اوسه د دشت برچي سیمې د اوسېدونکو د مسمومیت او د هغه د احتمالي علت په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

بایسکل چلوونکې فرېبا هاشمي د «ناګویا آسیايي لوبو» د نقرې مډال ګټوونکې شوه
خبر

بایسکل چلوونکې فرېبا هاشمي د «ناګویا آسیايي لوبو» د نقرې مډال ګټوونکې شوه

22 سپتمبر 2026
بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي
خبر

بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي

21 سپتمبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري
خبر

معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري

21 سپتمبر 2026
یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي
خبر

یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي

21 سپتمبر 2026
د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه
خبر

د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه

21 سپتمبر 2026
کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي
خبر

کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي

21 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه