د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسه: طالبانو ۲۷۴۵ کسان په دورو وهلي

25 اگست 2026
د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسه: طالبانو ۲۷۴۵ کسان په دورو وهلي

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې (AHRDO) په یوه راپور کې مستنده کړې، چې طالبانو د ۲۰۲۲ له فبرورۍ د ۲۰۲۶ تر اپرېل پورې په ۶۳۴ مورده کې د ښځو په ګډون دوه زره او ۷۴۵ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه : دې بنسټ نن (سه شنبې د وږي ۳ مه) د «ځواک ځپې، د کنټرول ښودونه، د ۲۰۲۶ -۲۰۲۲ کلونو لپاره د طالبانو د عامو دورو وهلو مستند کول» تر سرلیک لاندې خپل ۹۲ مخیزه راپور خپور کړ.

د «افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې» راپور کې راغلي، کابل ولایت په سلو کې ۸۸ سلنه او په نورستان ولایت کې تر ټولو ټیټه کچه په سلو کې یو سلنه کسان په دورو وهل شوي دي.

د دې راپور له مخې، تر ټولو ډېر کسان ۲۶۲ مورده په کال ۲۰۲۵ کې او تر ټولو لږ کسان په ۳۰ مورده کې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

راپور راوړي، ډېری دا کسان د «جنسي جرمونو، اخلاقي جرمونو، له هغې جملې اړیکو، جنسي چلند او د ښځو د تګ راتګ اړوند محدودیتونو» په تور د طالبانو له خوا په دورو وهل شوي دي.
راپور کې راځي: «په عام محضر کې په دورو وهل د سزا ډارولو او ټولنیز کنټرل یوه سیستماتیکه وسیله ګرځېدلې، چې په ټول افغانستان کې عملي کېږي او په زیاتېدونکې توګه د طالبانو د مذهبي او ټولنیزو نورونو د محدود تفسیر د پلي کولو لپاره کارول کېږي.»

د «افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې» ویلي په دې راپور کې دوی «د خپل سرو نیونو، جبري اعترافونو، مدافع وکیلانو، شواهدو او شاهدانو ته د لاسرسي څخه د انکار» قانوني پروسې جدي سرغړونې مستند کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

راپور وايي، داسې شواهد یې تر لاسه کړي، چې د «شکنجې، ځورونې، زندان، ظالمانه او غیر انساني چلند، د عادلانه محاکمې له حق څخه محرومیت او د شخصي وقار په وړاندې سپکاوي» په ګډون د روم قانون له مخې، مکمن د بشریت ضد او جنګي جرمونو سره تړاو ولري.

د «افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې» له دولتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتي، چې د خپل څار په پیاوړتیا سره، د بشري حقونو د سرغړونو په اړه پلټنې وکړي، د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره مرسته وکړي، تر څو مجرمین ځواب و وايي.

دې بنسټ ویلي، د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی باید د جنسیتي توپیر بېلګه وي او باید د «بشریت په وړاندې جنایت» وګنل شي او د «جنسیتي توپیر» جرمونه باید د بشريت په وړاندې جرمونو یو ډول وپېژندل شي.

د «افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې» د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، چې دا راپور په افغانستان کې د شځو او نجونو د حقونو او د دوی د حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو په اړه په ټولو روانو فعالیتونو او څېړنو کې وکاروي.

دې بنسټ د جرمونو ضد نړیوالې محکمې له څارنوالانو غوښتي، چې د روم قانون له مخې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو په اړه د محکمې د روان څېړنو د یوې برخې په توګه د بشریت ضد او جنګي جرمونو پورې اړوند شواهدو، چې د محکمې په واک کې راځي، بیا کتنه وکړي.

سره له دې چې په هېواد کې د طالبانو له خوا د خلکو په دورو وهل دوام لري، خو دې ډلې د روان لمریز کال له اوړي له پیل راهیسې، په عام محضر کې د خلکو په دورو وهل، نه رسنیز کوي.

د «افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې» له طالبانو غوښتي، چې د خلکو په دورو وهلو ټولې لارښوونې لغوه کړي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو او خلکو په وړاندې نورو محدودیتونو ته پای ورکړي.

اړوندې لیکنې

بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي
خبر

بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي

17 سپتمبر 2026
د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه
خبر

د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه

17 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده

17 سپتمبر 2026
فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد
خبر

فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد

17 سپتمبر 2026
ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی
خبر

ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی

16 سپتمبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي

16 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه