قیام لغماني (مستعار)
د محکمې د غونډو تالار کابو ډک وو، خو پر فضا درنه چوپتیا خوره وه. خلک په څو صفونو کې پر ځمکه ناست وو او د کېناستو لپاره تش ځای نه وو پاتې. هغه کسان چې په صفونو کې نه وو ځای شوي، د تالار دواړو خواو ته ولاړ وو، زما په څېر ډېری کسان د یوې ښځې د دورو وهلو نندارې ته نه، بلکې محکمې ته د قضايي کارونو د تر سره کولو لپاره ته راغلي، خو اړ وو چې د دې حکم د پلي کېدو ننداره وکړي.
د تالار منځ کې یوه ځوانه نجلۍ، چې ظاهرآ ۲۱ کلنه او په وړونکي او کمزروی بدن په دواړو ګونډو ناسته وه. د نجلۍ شا خلکو ته وه او مخ ته یې قاضیان ناست وو. ښي او کیڼ لور او شا ته یې خلک ناست او ولاړ وو او ټولو سترګې ورته نیولې وې.
زه په هغه ورځ د بلخ ښاري محکمې ته د خپل کار تر سره کولو لپاره تللی وم. هېڅ کله مې دا فکر نه کاوه، داسې یوه پېښه و وینم چې مودې وروسته هم ونه شم کولی له ذهنه یې وباسم.
طالب ځواکونو ټول خلک که عام کسان و او که مدافع وکیلان چې په هغه ورځ د خپلو کارونو لپاره محکمې ته راغلي وو د غونډو تالار ته بوتلل. هېچا دا حق نه درلود، غوره کړي، آیا پاتې شي که نه. یو یو اړ شو چې تالار ته د ننه شي.
ځینې یې په زور او ګواښلو بوتلل. په کېبل، د ټوپک په کنداغ او کمچینو یې خلک وهل تر څو تالار ته لاړ شي، هېچا د اعتراض او یا له محکمې د وتلو حق نه درلود. کله چې تالار ته د ننه شوو، د طالبانو سرتېري د تالار شاوخوا ولاړ او چا ته یې اجازه نه ورکوله، چې له تالاره د باندې ووځي.
خلک یې لومړی په ځمکه په منظمه توګه په لیکه کېنول، څوکۍ نه وې او ټول په ځمکه ناست وو. کله چې صفونه ډک شول نور د کېناستو ځای نه وو پاتې. څوک چې په صفونو کې نه وو ځای شوي، د تالار دواړو غاړو ته و درېدل. په پای کې تلار له خلکو ډک شوی وو.
د حکم له پلي کېدو مخکې، د ښاري محکمې مرستیال رییس ناستو خلکو ته په نجلۍ لګېدلی تور او حکم بیان کړ. و ویل شول، دا ځوانه نجلۍ په «نامشروع ګرځېدو» تورنه شوې او د امربالمعروف ځواکونو هغه له یوه ځوان هلک سره په ښار کې نیولې ده.
د قاضي د خبرو پر بنسټ، دا حکم په لومړي سر کې په ابتدایه محکمه کې صادر شوی، وروسته دوسیې درې پړاوه وهلي او په پای کې د سترې محکمې له خوا تایید او د پلي کېدو لپاره ښاري محکمې ته رسېدلې وه.
نجلۍ یې په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي وو، تالار ته راوسته. له پیله داسې ښکارېده، چې ګواکي پوهېږي څه پېښه رامنځ ته کېږي. هغې د دې لپاره چې د دورو وهلو درد کم احساس کړي، تالار ته له ننوتو مخکې ډېرې جامې اغوستې وې. دا یې هم له حجاب څخه پوهېدای شوای او هم دا چې طالبان ورته ځیر شول. د طالبانو ښځینه ځواکونو هغه بېرته کوټې ته بوتله، کرتۍ او جمپر یې ترې و ایستل او یوازې په حجاب کې یې تالار ته راوسته.
کله یې چې نجلۍ د تالار په منځ کې کېنوله، هر څه د حکم د پلي کولو لپاره چمتو وو. نجلۍ پوهېده ټاکل شوې په دورو و وهل شي، له زیاتې وېرې لړزېده. د جزیايي محکمې له دیوان څخه دوه مفتیان، د حکم پلي کولو مسوول وو.
زه هغه ځای ته نېږدې وم، چا ته د انځور اخیستو اجازه نه ورکول کېده. کېدای شوای ډېر جزیات مو لیدلي وای. د یوه مفتي په لاس کې چرمي وسیله وه، هغې ته یې د «محکمې دوره» یا «شرعي دوره» ویله، شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ ساتني اوږدولی او کابو ۱۰ ساتني پلنه وه. ډېره کلکه وه. ځینو خلکو هملته تبصره کوله، چې ښايي د ننه یې د سرپو په شان شی وي تر څو زیات وزن پیدا کړي. د وهلو غږ ډېر لوړ وو. د هغې د «درب او دروب» غږ په ټول تالار کې انګازې کولې.
لومړی وار یې چې وخوړ، نجلۍ د درد له شدته خپلې اوږې شا ته ورټولې کړې، دویمه او درېیمه ضربه هم یو په بل پسې د نرۍ او ډنګرې نجلۍ په بدن ولګېدې. ګوزارونه د اوږو له برخې پیل او د ملا تر وروستۍ برخې او پورته تر غاړې پورې دوام درلود.
دوو تنو حکم پلی کړ، یوه یې ۲۰ ګوازه او بل یې ۱۵ ګوزاره. په ټولیزه توګه یې نجلۍ ۳۹ دورې و وهله. ګوازرونه ډېر چټک، بې رحمه او پرلپسې وو. په پیل کې نجلۍ نه ژړل او چیغې یې نه وهلې یوازې ځان یې راټول کړی وو، زما په فکر ډېره وېرېدلې وه. ښايي ډارېده به که شور وکړي، جرم به یې زیات شي.
خو کله چې ګوزارونه زیات شول، نور یې ونه شوای زغملی. غږ یې لږ لږ پورته شو. ژړل یې، چیغې یې وهلې او «اوف» او «وای» یې کول. هر ځل یې چې دوره پر بدن لګېده، د ګوزار غږ په تالار کې انګازې کولې او وروسته د هغې د چیغو او ژړا غږ پورته کېده.
ما ورته کتل، اوښکې یې تویولې، زړه مې درد کاوه او دا احساس مې کولو چې د دې شېبې د لیدو توان نه لرم. خو نه مې شوای کولی له هغه ځایه ووځم. ښايي زما لپاره یو تر ټولو سخت شی همدا وو. همدا چې د یوه انسان د کړولو نندارچي وم. نه یوازې له هغې مې دفاع نه شوای کولی، بلکې ان اجازه مې نه درلوده له هغه ځایه لرې شم او د هغې شېبې لیدونکی نه وم.
نجلۍ د دورو خوړلو په جریان کې خپل توازن له لاسه ورکړ. بدن یې وړوکی او کمزوری وو او پرلپسې ګوزارونه د دې لامل شوي وو چې نور یې نه شوای کولی ځان سم وساتي. کله به چې یوې خوا او بلې خوا ته شوه او توازن به یې له لاسه ورکولو، بیا هم دورې وهل نه درېدل. هر وار به چې نجلۍ له درده چیغې وهلې او شور به یې کاوه، د وهلو مامور به دوره په لا زیاته لېوالتیا سره د نجلۍ بدن ته کش کړه او قضیانو به هم په لېوالتیا سره ورته کتل.
په وروستیو ګوزارونو کې یې وضعیت خورا خراب شوی وو، تر حجاب لاندې مې یې څه شی په ډاډ سره نه شوای لیدای. خو د ګوازونو شدت او د نجلۍ غبرګون تر دې کچې وو، چې ما فکر کاوه ښايي تر حجاب لاندې یې بدن ټپي شوی او خونریزي یې درلوده.
کله به مې سترګې پټې کړې، چې د دورې خوړولو شېبه ونه وینم، خو د نجلۍ په چیغو به مې سترګې په خپل سر خلاصې شوې. هغه شېبه مې له هر څه زیات بې وسي احساسوله. شاوخوا مې له خلکو ډکه وه، خو ټول چپ وو. ځینو اوښکې تویولې. ځینو سرونه ښکته اچولي وو. ځینو یوازې نجلۍ ته کتل او ځینو هم زما په شان د دې لپاره چې د دورو وهلو شېبه ونه ګوري، خپلې سترګې پټې کړې وې.
د نجلۍ پر بدن د هرې دورې په لګېدو سره مې داسې احساس کاوه، چې زما پر بدن ګوزار کېږي، همدومره درد مې احساساوه او په ژوره توګه ناارامه وم. ان تر ټولو ظالم کسان هم نه شي کولی، له یوې نجلۍ سره داسې بې رحمه چلند وکړي. خو نه پوهېږم دا ډله څه ډول موجودات دي، چې د هغې نجلۍ د درد په لیدو یې په زړه کې رحم نه راتله.
کله چې نهه دېرشمه دوره و وهل شوه او د حکم پلي کېدل تمام شول. نور نجلۍ ونه شوای کولی یوازې په خپلو پښو ودرېږي. ورور یې له یوې ښځینه پولیسې سره رامخکې شو. هغه یې له اوږو ونیوه او د باندې یې یوړه. د نجلۍ ورور د خپلې خور د وضعیت په لیدو غوتۍ غوټۍ اوښکې تویولې او ژړل یې.
زړه مې په رښتیا کباب شو. هغه ورځ شاوخوا ۹۰ تر ۱۰۰ پورې کسان په تالار کې وو. چې په کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې قاضیان، مدافع وکیلان، د محکمې کارکوونکي او مراجعین وو.
له دې پېښې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په همدې محکمه کې په یوې بلې نجلۍ د دورو وهلو د حکم پلي کېدو شاهد هم وم. هغې شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلود او هغه هم «به نامشروع ګشت ګام» تورنه شوې وه. په غونډه کې و ویل شول، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو هغه له یوه هوټل څخه د یوه هلک سره یو ځای نیولې ده. د هغې حکم هم ۳۹ دورې وو.
په هغه ورځ هم خلک اړ وو چې د حکم د پلي کېدو ننداره وکړي. کابو ۸۰ تنه په تالار کې وو. نجلۍ د تالار په منځ کې وه. د مخکنۍ دورې په شان، قاضیان ورته مخامخ او خلک یې شاوخوا.
دا ځل یوه مفتي د حکم پلي کول تر سره کول او د محکمې رییس د دورو شمېر حسابولو، لومړی ګوزار یې چې وخوړ، له دویم ګوزار سره نجلۍ په ژړا او چیغو پیل وکړ، دورې ډېرې کلکې، چټکې او پرلپسې او په بې رحمه توګه وهل کېدې.
ما خپله د هغې په هره چیغه احساس کاوه، چې څه شی مې د بدن د ننه کېږي. زړه مې غوښتل ورته ونه ګورم، خو نه مې شوای کولی له هغه ځایه د باندې ووځم. اوس هم کله چې د هغو دوو نجونو د ژړا په اړه فکر کوم، د ناارامۍ احساس کوم.
لا هم کله چې هغه صحنه یاد ته راوړم، د ګوزارونو او نجونو د ژړا غږ مې په ذهن کې را ژوندی کېږي. د وېرې او بې وسۍ احساس کوم او اوښکې تویوم.







