اووه کلن محمد رضا یو له هغو لسګونو ماشومانو وو، چې د ۱۰۰ ورځې «منډه وهه ولوله» په ۱۰۰ ورځنۍ ننګونه کې یې ګډون وکړ. محمد رضا د لومړي ټولګي زده کوونکی او په یوه بېوزله کورنۍ کې ژوند کوي. دې پروګرام هغه ته چې هره ورځ به یې مېږې د څرولو لپاره غره ته بېولې، دا فرصت په لاس ورکړو چې د شپنۍ تر څنګ کتاب هم ولولي. «هره ورځ به مې مېږې غره ته راوستې تر څو کتاب ولولم. تر اوسه مې لس کتابونه لوستي او غواړم تل کتاب ولولم.»
«منډه وهه ولوله» یوه ۱۰۰ ورځنۍ ننګونه وه، چې د لمړ ختو مخکې، د کابل لوېدیځ ته د غرو په لمن کې پیلېده. دا پروګرام چې په کابل کې د زده کړو حوزې د یوه فعال له خوا په لار اچول شوی وو، پای ته ورسېد.
د ادبیاتو راوجوونکی او د زده کړو فعال حسین بینش وايي، د دې پروګرام موخه دا وه، چې ورزش او کتاب لوستلو ته سره تړاو ورکړي او ماشومان فزیکي، فکري، د خبرو اترو او پوښتنو فعالیتونو ته وهڅوي.
بینش وايي، له ۲۰۰ زیاتو ماشومانو په دې ننګونه کې ګډون وکړ: «د ماشومانو لېوالتیا له هغه څه زیاته ده، چې ما یې په اړه فکر کاوه. موږ هره ورځ په دریو ډلو کې له ۱۵ تر ۲۰ کسانو پورې منډې وهلې او د کیسو کتابونه مو په لوړ غږ ورته ویل.»
د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور له مخې، د افغانستان ښوونیز نظام له بې مخینې ننګونو سره مخ دی او له ۲.۱۳ میلیونه څخه زیات د لومړنیو زده کړو وړ ماشومان ښوونځیو ته له لاسرسي محروم دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې جوړوي.
خو «منډه وهه ولوله» له همغه پیله د نن ورځې په شان شتون نه درلود. د حسین بینش په وینا، دا فکر په لومړیو کې د نجونو لپاره د انلاین زده کړو یو فرصت وو. وروسته د ۱۴۰۱ کال په ژمي کې یې خپل فعالیت ته د یوه حضوري ټولګي تر کچې پراختیا ورکړه او د پسرلي په رارسېدو سره، د لېواله ماشومانو شېمر ۱۰۰ او وروسته ۳۰۰ تنو ته ورسېد. دې هرکلي بینش لا زیات د ماشومانه ادابیاتو او د ژوند د مهارتونو زده کړې ته راکاږه.
هغه وروسته د تردید ښوونیز مرکز د خپل یوه ملګري، چې ځوانه لور یې د سیدالشهدا په ښوونځي په چاودنه کې له لاسه ورکړې وه، په همکاری جوړ کړ. دې سړي د خپل کور یوه کوټه د زده کړو لپاره د ماشومانو په واک کې ورکړه.
په کال ۱۴۰۲ کې د «تردید» ښوونیز مرکز د فعالیتونو په رسمي کېدو سره، دا بنسټ د انګلیسي ژبې د زده کړې او کتاب لوستلو د ترویج په ځای بدل شو. هغه لار چې په پای کې د ۱۰۰ ورځنۍ «منډه وهه او ولوله» په ننګونه تمام شو. موږ لومړی د تنکیو نجونو لپاره په لوړ غږ لوستلو زده کړه پیل کړه او یو څه وخت وروسته، دوی د پام وړ وده وکړه او د کتابونو لپاره د ماشومانو قوي لېوالتیا مو ولیده. پام مو شو، چې د دې ښوونیزې تشې د ډکولو لپاره باید یو لوی غورځنګ په لار واچوو. له بل لوري په ښوونځیو کې د ورزش کم رنګوالي او د ځوان نسل تر منځ د روغتیايي ستونزو زیاتوالی زموږ بله اندېښنه وه. همدا وو چې پرېکړه مو وکړه چې سپورت او پوهاوی سره ترکیب کړو او «منډه وهه ولوله» جوړ شو.»
د کابل په پوهنتونو کې د ټولنپوهنې پخوانی استاد حسین بینش د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه د طالبانو په لاس د کابل تر نسکورېدو وروسته او په هغه ورځو کې چې د ګډوالۍ سترې څپې له هېواده پیل شوې وې. پاتې کېدل د بدلون لپاره په یوه فرصت بدل کړ.
دا مهال اووه نور اسانچاري، چې ټولې یې له ښوونځي پاتې نجونې دي، په خپله خوښه، له حسین بینش سره همکاري کوي. هغوی د دیارلسمې ناحیې په ځینو خصوصي ښوونځیو کې، د ماشومانو د ادبیاتو دودولو لپاره رضاکاره فعالیت لري.
۲۰ کلنه یَسرا او یو له دې اسانچارو و ویل: «په تېرو کلونو کې موږ د کار ماشومان د کابل له کوڅو او پس کوڅو موندل او له دوی سره مو په لوږ کتابونه لوستل، کارتونه مو غږول، سندرې مو ویلې او د الفبا تمرین مو کاوه، هغه که په مرکز کې وو او که په خصوصي ښوونځي کې.»
نوموړې زیاتوي: «درې کاله مو له ماشومانو سره کار وکړ او په دې موده مو زیات څه زده کړل. په واقعیت کې مو له ښوونځي لرې ترخې ورځې په ماشومانو سره په کار او تمرین تېر کړ. کله مو چې لیدل لوستل او لیکل زده کوي، کتاب لولي، خپلې اقتصادي ستونزې نه پټوي او له ځان څرګندولو نه وېرېږي، ما ته به یې انګېزه رکوله. همدا د دې لامل شو، چې د هغوی د زده کولو تر څنګ خپله هم وتوانېږم دولسم ټولګی پای ته ورسوم.»
۱۰۰ ورځې به هر سهار ماشومان په لېوالتیا سره راتلل، ځینې په ورزشي بوټانو او ځینې په ساده جامو او څپلکو کې، ډلې به لومړی یوه واټن منډې وهلې، وروسته به د غره به لمن کې سره غونډ شول او د کتاب کیسو ته به غوږ وو.
۱۱ کلنه صابره یوه بله ماشومه زده کوونکې ده، چې په دې ننګونه کې یې ګډون کړی دی. هغه وايي، له دې وړاندې چا ورته د کتاب کیسه نه ده لوستې. خو اوس کولی شي خپله کتاب وټاکي او د هغه په اړه له خپلو ملګرو سره خبرې اترې وکړي.
نوموړې و ویل: «تر اوسه مې ګڼ کتابونه لوستي او له هغو مې زیات څه زده کړي دي. زما په اند مطالعه زما د ذهن له ودې سره مرسته کوي او د دې لامل کېږي، هغه څه چې زما شاوخوا شتون لري، ښه ترا وپېژنم او درک یې کړم.»
۱۰ کلنې نازنین هم په دې ننګونه کې ګډون کړی او وايي: «وروستی کتاب چې ما ولوست، د «تیارو بابا» وو. له دې کیسې مې زده کړل، چې باید هم شپه او هم ورځ خوښه ولرو او تل یې له لوبو وروسته ولولو تر څو مو بدن استراحت وکړي.»
د بینش په وینا، د ځینو ماشومانو د چلند بدلون د دې پروګرام په جریان کې په تدریج سره ښکاره شو. هغه له دریو ورڼو یادونه کوي، چې په لومړیو ورځو کې یې کم د ماشومانو په منځ کې حاضرېدل او په بحثونو کې یې ګډون نه کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره یو له هغو د دې پروګرام په یوه له تر ټولو فعالو ماشومانو بدل شوی دی. هغه اوس د کتاب په لوړ غږ لوستلو پر مهال، د کیسې د خلاصه کولو یا د خپل برداشت ویلو لپاره په خپله خوښه لاس پورته کوي.
نوموړی تشریح ورکوي: «له ننګونې ښه هرکلی وشو، هم د کورنیو له خوا او هم د ماشومانو او ځوانانو. په پای ورځو کې ښايي د لا ډېرو هلکانو، نجونو او ان د میندو د شتون شاهد وو. نن ورځ د هلکانو په چلند کې، چې په لومړیو ورځو کې ان دا جرات یې نه کاوه، چې ځان معرفي کړي، د ډېرو بدلونونو شاهدان یو، خو اوس همغه ماشوم، چې آیسکریم پلوري، د خپلو آیسکریمو له رېړۍ سره یو ځای کتابتون ته راځي او د مطاللعې لپاره کتاب ورسره وړي او د ټولو په وړاندې خپل برداشت بیانوي.»
په دې ننګونه کې ماشومانو په بېلا بېلو شرایطو سره فرصت پیدا کړ، چې ګډون وکړي، لکه د کار او لاس پلورونکي ماشومان.
د ماشومانو او کورنیو د هرکلي سره سره، د دې پروګرام تر سره کول بې ستونزو نه وو. بینش و ویل: «دا چې موږ له ماشومانو سره، سر و کار درلود او لرو یې، زموږ یوه لویه ننګونه د هغوی د امنیت خوندیتوب وو.»
د ماشومانو د امکاناتو کمښت هم د دې پروګرام یوه ستونزه وه. ډېری ماشومان په کمو امکاناتو په ننګونه کې ګډون کاوه او ځینې په څپلکو کې غره ته راتلل. بینش وايي، خپله یې هم د هغوی د ورزش لپاره د جامو او مناسبو بوټانو د برابرولو توان نه درلود.
د پروګرام د لګښتونو برابرولو هم د حسین بینش او د هغه د لس کسیزه ډلې لپاره یوه بله ستونزه وه. هغه لګښت چې د کتاب د پېرودولو او د کتابتون د کرایې د ورکړې لپاره یې ورته اړتیا درلوده. بینش و ویل: «زموږ د کتابونو شمېر کم دی او ماشومان زیاد دي. له بل لوري د ډېر کارولو له امله کتابونه خرابېږي او د هغو بیا اخیستل ستونزه زېږوونکی دی، زه خپله هم عاید نه لرم و تر نن ورځې مې ټول لګښتونه، د خپلو څو تنو نېږدې ملګرو پر مټ ورکړي دي.»
۱۰۰ ورځې تمامې شوې، خو ټاکل شوې نه وه، چې له کتاب سره د ماشومانو او دې ټولګې سره اړیکې تمامې شي.
حسین بینش وايي، دی خپله او ماشومان له دې پروګرام سره روږدي شوي وو او د هغو پای ورته آسانه نه وو. اوس د «منډه وهه ولوله» د جوړېدو ځای ته نېږدې، د یوه بل کتابتون جوړولو لپاره ځای پیدا شوی دی، هغه ځای چې ماشومان وکولی شي، بیا هم کتاب ولولي او سره راغونډ شي.
د زده کړو او ماشومانو د ادبیاتو دا فعال وايي، د دې ننګونې په اوږدو کې یې، تر ډېره هغه کتابونه، چې د ماشومانو د عمر سره سم د دوستۍ، کورنۍ، طبعیت، احساساتو او ژوند د تجربو په منځپانګه اوډول شوي وو، غوره کول.
د هغه په وینا، د دې پروګرام موخه، د ورزش دودول، کتاب ته د ماشومانو لاسرسی آسانه کول، د ماشومانو د خبرو اترو د کلتور پیاوړتیا او په کورنیو کې د ماشومانو غږ اورېدل دي. «یو تن یو جلد کتاب، که چېرې څو تنه دغه کار تر سره کړي، کولی شوی زرګونه او ان میلیونونه کتابونه د ماشومانو تر لاسونو ورورسو. مسوولیت یوازې زما پر غاړه نه دی او په دې لار کې باید سره موږ شو.»







