د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

انځور: Instagram/zakia_khudadadi

فرانسه کې افغان پاراتکواندو لوبغاړې زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو کې د برونز مډال ګټونکې شوه.

رخشانه: دا سیالۍ پرون جمعه (د وږي ۱۳ مه) د سویلي کوریا «موجو» ښار کې ترسره شوې.

خدادادي په خپله انسټاګرام پاڼه د څو انځورونو په خپرولو سره د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو کې د ګډون او برونز مډال د ګټلو خبر ورکړی دی.

زکیه خدادادي د منفي ۴۷ کیلوګرامه وزن کې د دې سیالیو ډګر ته ښکته شوې وه.

هغې نیمه پایلوبه کې په یوې بریا او دوه ماتو له یوې بلې ترکي لوبغاړې سره، د دې سیالیو په درېیم پلاټفورم کې ودرېده او د برونز مډال یې وګاټه.

زکیه خدادادي څو میاشتې وړاندې د اروپا د ۲۰۲۶ کال په پاراتکواندو سیالیو کې د دویم ځل لپاره اتله شوه او د دې سیالیو د سروزرو مډال یې تر غاړه کړ.

خدادادي د تېر کال په پسرلي کې د برازیل د (Rio Open G2 2025) پاراتکواندوی آزدو سیالیو کې د برونز مډال ګټونکې شوې وه.

هغه لومړنۍ افغان لوبغاړې ده، چې د توکیو د ۲۰۲۰ په پارالمپیک سیالیو کې یې ګډون وکړ او د دې سیالیو د زړورې ښځې لقب یې خپل کړ.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

خدادادي له دې مخکې د اروپا د پاراتکواندو سیالیو د اتلولۍ د سروزرو، د ۲۰۲۲ کال د نړیوالو لوبو د نړیوالې لویې جایزې په سیالیو کې د برونزو، په البانیا کې په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال او په ۲۰۱۶ کال کې د مصر په پاراتکواندو سیالیو کې د برونزو مډال په غاړه کړی دی.

دې لوبغاړې په افغانستان کې د ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو او سپورت د حقونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې پارالمپیک کمېټې د ۲۰۲۵ کال د ښځو نړیوالې ورځې د نوې راټوکېدونکې مشرې جایزه وګټله.

طالبانو په افغانستان کې د نورو محدودیتونو سربېره، ښځې له سپورت نه هم محرومې کړې دي. دا ډله ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني او د هېواد ټول ښځینه ملي لوبډلې یې منحل کړې دي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه