د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

انځور: ټولنیزې شبکې

د هرات جبرییل ښارګوټي کې ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو په دې ښارګوټي کې د ښځو لپاره د ځانګړي شوي «نګین» بازارګوټي لسګونه هټۍ د «هغوی خاوندانو په ګواښلو» سره مهرولاک کړې.

رخشانه:د هرات جبرییل ښارګوټي کې دریو سرچینو ویلي، په دې بازارګوټي کې شاوخوا دېرش هټۍ، چې د ښځو اړوندې وې، پرون شنبې د (وږي ۱۳ مه) ماسپښین مهال کابو دوه بجې مهرولاک شوې دي.

د سرچینو په وینا، دا هټۍ وروسته له هغې د طالبانو له خوا وتړل شوې، چې یوه کس د دغه بازارګوټي د ځمکې د ملکیت دعوا کړې ده.

سرچینو زیاته کړې، دغه کس د طالبانو له لسو زیاتو غړو سره دې بازارګوټي ته راغلی و او ښځینه پلورونکو ته یې امر وکړ، چې هټۍ یې بندې قلف کړي.

د سرچینو د خبرو له مخې، طالبانو هغه پلورونکې چې د خپلو هټیو د مهرولاک کولو په غبرګون کې یې مقاومت کاوه وګواښلې او ویې ویل، د سرغړونې په صورت کې به یې ونیسي.

سرچینو ټینګار کړی، طالبانو له ځان سره قلفونه هم راوړي و او پلورونکو مېرمنو ته یې و ویل، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې د هټیو د پرانستو حق نه لري.

طالبانو ښځینه پلورونکو ته ویلي، وروسته به معلومه شي، چې هټۍ نړول کېږي او یا به یې وروسته، د هټیو اجارې دغه کس ته، چې د ملکیت دعوا یې کړې ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې د «سیدحبیب» په نوم یو کس د جبرییل ښارګوټي د مرکز د ځینو برخو د ملکیت دعوا کړې ده. دا کس د هرات د پخواني والي سید حسین انوري له خپلوانو دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

سرچینو زیاته کړې، دې کس له کوم معتبر سند پرته ادعا کړې، چې نه یوازې د دې بازارګوټي ځمکه، بلکې د جبرییل ښارګوټي ډېره سیمه، چې له ۵۰ جرېبه څخه زیاته ده، د ده اړوند ده.

تر اوسه ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه