د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

UN Photo/Rick Bajornas via un.org

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند اسټفان دوجاریک ویلي، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو له تبعیضه ډکو سیاستونو داوم اندېښمنوونکی دی.

رخشانه: ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې لیکلي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له تبعیض نه ډکو سیاستونو د هغوی د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کوي.

د دې بنسټ ویاند ویلي، په عمومي ژوند، زده کړو او دېری کاري حوزو کې د ښځو او نجونو په بشپړ ګډون محدودیتونه د هغوی له اساسي حقونو سرغړونه ده.

دوجازیک ټينګار کړی، چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، د اقتصادي پراختیا، ثبات او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام په وړاندې ستر خنډونه شمېرل کېږي.

نوموړي ویلي، یو کال کېږي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې د دې بنسټ اړوند دفترونو او ودانیو ته له لاسرسي بې برخې دي.

دوجاریک وايي، دا محدودیتونه له نړیوالو حقونو له هغې جملې د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي او د خپل ماموریت د تر سره کولو لپاره یې د دې سازمان وړتیا، د ژغورونکو مرستو وړاندې کول او د افغانستان خلکو ته د نورو مرستو، په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم پراخه دي، کمزوري کوي.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو لپاره زموږ د ماموریت تر سره کولو په پار، د دوی کار ځایونو ته بې خنډه لاسرسی او زیانمنو خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د رسیدګۍ او ساتنې لپاره خوار مهم دي، په داسې حال کې، چې کلتوري ملاحظاتو ته درناوی کېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي، دا ډاډ تر لاسه کول چې ښځې کولی شي، ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کړي، د اغېژمن او اصولو پر بنسټ غبرګون اړتیا ده.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د دوی اړوند ښځینه کارکوونکو باندې لګول شوي بندیزونه لرې او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو او ودانیو ته د دوی خوندي او بې خنډه لاسرسی ډاډمن کړي.

یاد بنسټ پر طالبانو دا غږ هم کړیو چې پر ښځو او نجونو ټول لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د افغان ټولنې په ټولو اړخونو کې د دوی د بشپړ، برابر او مانا لرونکي ګډون حق ته درناوی وکړي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه