د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

انځور: UN web TV

د بشري حقونو افغان فعاله حمیرا رضايي وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د هزاره ګانو تاریخي او دوامداره ځورونه او آزارول د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژني.

رخشانه: رضايي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د (وږي ۱۶ مه) جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونوشورا په غونډه کې مطرح کړې دي.

د بشري حقونو دې فعالې «د هزاره ټولنې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو له خوا فاحشې او منظمې سرغړونې» په کلکو ټکو غندلې دي.

حمیرا رضايي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هزاره ګان لا هم له هدفي بریدونو، مذهبي ځورونې او آذیت کولو، تبعیض، جبري کډوالۍ او د دوی د نیکونو د ځمکو لاندې کولو سره مخ دي.

هغې زیاته کړې، دې ناوړه ګټې اخیستنې ډېری دې ته هڅولي، تر څو له خطرناکو لارو ګاونډیو او اروپايي هېوادونو کې د ملاتړ او پناه اخیستو په لټه کې شي.
رضايي وايي، تېره میاشت د کابل لوېدیځ تر ډېره په هزاره مېشتې سیمې په «شمع هدایت» ښوونځي کې چاودنې لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان کړل. هرات کې هم لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب نه مراعت کولو په تور ونیول شوې او له هغې وروسته، په جبرییل سیمه کې چې تر ډېره هزاره او شیعه مېشتې سیمه ده، د معترضانو په وړاندې له زیات زور څخه کار واخیست.

د بشري حقونو دې فعالې ویلي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته باید دا دنده ورکړل شي، تر څو د هزاره ګانو په اړه ځانګړی موضوعي راپور چمتو کړي.

نوموړې ټینګار کړی « ډاډ دې تر لاسه شي، چې د افغانستان لپاره نوی جوړ شوی خپلواک تحقیقاتي میکانېزم د هزاره ګانو په وړاندې د تر سره شوې نسل وژنې او نورو ظالمانه جرمونو ته لومړیتوب ورکړي او د دې جرمنو لپاره ټول عاملین مسوول وګڼي.»

رضايي ویلي: « د ټولو کړنلارو په کارولو سره، په افغانستان کې د هزاره ګانو په زور کډه کولو، د هغوی د ځمکو نیولو، خپل سرو نیونو او هدفي وژنو ته باید پای ورکړل شي او د هغوی دیني خپلواکي یا باور هم باید تضمین کړای شي.»

هغې له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو د ملاتړ پناه ورکولو لپاره خوندي لارې وساتي او د کډوالو د جبري نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د بشري حقونو دې فعالې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سپټمبر د ۲۵ مې د نسل وژنې د یاد ورځې په مناسبت، د هزاره ګانو تاریخي او روان ظلمونه د نسل وژنې په توګه وپېژني.

نوموړې ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې عاملین ځواب ویوونکي کړي او د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره عدالت او تاوان ورکړي.

رضايي ویلي، نړیواله ټولنه باید مخکې له دې، چې ډېر خلک او د هزاره ګانو ډېری ټولنې له لاسه ورکړي، عملي او جدي اقدام وکړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه