د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

9 سپتمبر 2026
یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

انځور: X/@NRC_Egeland

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اګلنډ وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خپل هر سفر په ترڅ کې، د افغانانو د ژوند شرایطو او اساسي حقونو د ورځې تر بلې د خرابېدو شاهد وي.

رخشانه: اګلنډ پرون ناوخته (سه شنبې د وږي ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼهد ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو راهیسې، افغانستان ته د خپل پنځم سفر کولو خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي، هر ځل چې افغانستان ته سفر کوي، د خلکو د ژوند شرایطو او اساسي حقونو دوامداره تخریب او خرابوالی ګوري.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ویلي، سره له دې، چې د بشري مرستو لپاره د خلکو پراې اړتیاوې شتون لري، دې ته اړتیاوو ته ځواب ویل، د بودیجې د سخت کمښت له امله خورا کمزوری شوی دی.

اګلنډ زیاته کړې، افغانستان ته یې په خپل وروستي سفر کې له داسې میندو سره لیدلي، چې د اولادونو د ورکولو لپاره یو شی نه لري.

هغه لیکلي: «له داسې کورنیو سره مې لیدلي، چې په زور له پاکستان څخه له هېڅ شي پرته داسې یوه هېواد ته راستانه کړای شوي، چې په اصل کې د ملیونونو نورو خلکو د ملاتړ توان نه لري.»

یان اګلنډ ویلي دي، سره له دې، چې خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، افغان میندې او پلرونه «په شدت سره غواړي، د دوی لوڼې د زده کړو فرصت ولري.»

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

دی وايي، په افغانستان کې د ناروې د کډوالو په شورا کې د ده همکاران ښه کار کوي، خو د بودیجې د نشتوالي له امله یې فعالیتونه ډېر محدود دي.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ویلي، د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان څخه په «بیړني» ډول د همکارۍ له ژمنې سره و وتل، اوس اوس دا ژمنې هېرې شوې او خلک په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه