د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

انځور:2014 Razaawais141/Wikimedia Via HRW

د بشري حقونو څار ډلې د پاکستان د طبي شورا دې پرېکړې ته په غبرګون کې، چې افغان زده کوونکي د طب او ستوماتولوژۍ څخه باسي، ویلي، دا پرېکړه افغان د زده کوونکو نجونو زده کړې او امنیت ګواښي.

رخشانه: دې سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي دا اقدام د ټولو افغان محصلینو په ځانګړې توګه د محصلو نجونو لپاره د هغوی د ډاکتر کېدو فرصت د پای ته رسېدو په مانا دی.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، د پاکستان دولت دغه راز د پاکستان د طبي زده کړو بنسټونو ته امر کړی، چې د افغان زده کوونکو د جذب لړۍ ودروي.

د دې بنسټ په وینا، د لاهور «کېنګ ادوارډ» طبي پوهنتون، ۲۰ افغان زده کوونکو، له هغې جملې څلورو نجونو او د وروستي کال اوو زده کوونکو ته امر کړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې د خپل خروج د مراحلو بشپړولو لپاره ورشي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم اټکل کړی، چې د طب او ستوماتولوژۍ شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلین د لاهور، له هغې جملې ۲۰ تر ۴۰ نجونې، ښايي د دې پرېکړې تر مستقیم اغېز لاندې راشي.
د بشري حقونو څار ډله وايي، پاکستان د «نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري نړیوالو حقونو د تړون» غړو هېوادونو په توګه، مکلف دی، چې لوړو زده کړو ته لاسرسی د وړتیا او له تبیعض پرته تضمین کړي.

دې بنسټ ویلي، پاکستان د «جبري نه بېرته ستنولو» نړیوال اصل رعایت کولو ته باید ژمن وي، هغه اصل، چې هغو سیمو ته د افرادو په جبري توګه د بېرته ستنولو مخنیوی کوي، چېرې چې دوی د ځورونې، ربړونې یا نورو جدي مستند خطر سره مخ کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستاني چارواکي باید، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د دې زده کوونکو د ستنولو امر لغوه کړي، د هغوی نوم لیکنه پیل کړي او د افغان زده کوونکو سره له تبعیض نه ډک د ممنوعیت چلند لغوه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

دې بنسټ ټينګار کړي، چې د [پاکستان دولت مکلف دی] د هر زده کوونکي د خوندیتوب اړتیاوې په انفرادي ډول وارزوي او هغو کسانو ته خوندي سرپناه چمتو کړي، چې ورته اړتیا لري، په ځانګړې توګه هغه ښځینه زده کوونکو ته، چې د طالبانو د ځورونې له لوړ خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو څار ډله وايي، د پاکستان دولت باید اجازه ورکړي، چې دا زده کوونکي خپل تحصیلات پای ته ورسوي.

د پاکستان طبي شورا په دې وروستیو کې امر کړی، چې د طب او غاښونو د څانګو ډول افغان زده کوونکي باید دا هېواد نور پرېږدي.
دا پرېکړه «د پاکستان له دولت سره د طالبانو د جګړې» له امله شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې پاکستان کې د طب او غاښونو برخې د زده کوونکو برخلیک به څنګه شي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه