د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو له خوا د ښځو نیول د ځپنې عادي کول او د هغوی غږ غلي کول دي

16 سپتمبر 2026
معترضې ښځې: د طالبانو له خوا د ښځو نیول د ځپنې عادي کول او د هغوی غږ غلي کول دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «ښځو د حرکت شبکې» غړو په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو وروستیو نیونو ته په غبرګون کې ویلي، نیول د ځپلو د عادي کولو، وېرې او ښځو د غږ د غلي کولو بیانوونکې ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د ښځو نیول تر ټولو په سختو ټکو غندلي دي.

د «ښځو د حرکت شبکې» غړو په پرېکړه لیک کې راغلي، د ښځو نیول که په هر نامه وي «یو غیر انساني او اندېښمنوونکی عمل دی او ښيي، چې د ځپلو د سیاست پر وړاندې ان تر ټولو اساسي انساني نظرونه هم په پام کې نه نیول کېږي.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو لیکلي: «موږ له دې ډېر اندېښمن یو، چې د [طالبانو له خوا] د ښځو نیول د ډېرو خلکو لپاره اوس په ورځني خبر بدل شوی دی.»

دوی د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو پر دوام اندېښنه وښوده ویې ویل: «ټولنه ورو ورو له دې جرم سره روږدي کېږي. دا د ځپلو عادي کول په خپله یو ناورین دی.»
معترضو ښځو ټینګار کړی: «د ظلم په وړاندې چوپتیا امنیت نه راوړي، بلکې په ځپلو سره دا پیغام ورکوي، چې کولی شي ورځ له بلې ناوړه عمل وکړي.»

دوی له هېوادوالو غوښتي، چې د ښځو، د نیولو، ربړونې، ګواښلو، لادرکه کولو او ځپلو په وړاندې غلي نه شي.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د ښځو نیونې ژر او په بې پرې توګه وڅېړي.

د «ښځو د حرکت شبکې» د طالبانو له خوا د نیول شویو ښځو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې له ټولنې د ښځو د حذفولو سیستماتیک سیاست په وړاندې روښانه، جدي او عملي دریځ ونیسي.

معترضې ښځې وايي، د طالبانو له خوا د افغان ښځو نیول کېدل نه باید په یوه «ورځنۍ عادي موضوع» باندې بدله شي، ځکه د طالبانو د دې عمل په وړاندې چوپتیا به د ځپلو زمینه لار برابره کړي.

د روانۍ اوونۍ په لومړیو کې ځینو رسنیو په کابل کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ځوانو ښځو د نیولو خبرونه خپاره کړل.
د راپورنو له مخې، طالبانو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې امیندواره ښځې په ګډون شاوخوا اته ښځې ونیوې او له ځان سره یې بوتلې.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه