د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026
د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

انځور: رخشانه رسنۍ

آزاده تران

د کابل په کارته سه سیمه کې د «آریانا» تلوېزیون د ودانۍ په دېوالونو په ډبل خط لیکل شوي دي: «خورې، ما خپله وینا ستا د حجاب لپاره تا ته امانت اېښې ده.» دا پیغام د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د افغانستان د یوې مشهورې انځوریزه رسنۍ پر دیوال لیکلی دی. د جمهوریت په دوران کې آریانا تلوېزیون په افغانستان کې د بیان د آزادۍ یو سمبول وو او ډېری ښځینه کارکوونکو د خپلې خوښې له جامو سره هلته کار کاوه.

د کابل پر واټونو د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو دیوالي پیغامونه خورا زیات دی. خو ښځې اندېښمنې دي، چې دا دیوال لیکنې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی عادي کوي.

ملالۍ روغتون ته چې ټول خدمات یې د ښځو او ماشومانو لپاره دي او ډېری کارکوونکي یې ښځې دي، په ننوتونکې دروازه لیکل شوي: «خورې مهرباني وکړه حجاب رعایت کړه.»

خو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دېوال په دوه ژبو فارسي او پښتو لیکل شوي: «بې حجابي، د بې عقلۍ نښه او د فتنو دروازه ده.»

دا ودانۍ د جموریت پر مهال د ښځو چارو وزارت اړوند وه. هغه بنسټ چې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه.

د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې طالبانو د ښځو چارو وزارت منحل کړ او ودانۍ یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته وسپارله. طالبانو د دې بنسټ له ادارسه تر نن ورځې د ښځو محدودونکي له سلو زیات فرمانونه صادر کړي دي.

د شپږمې امنیتي حوزې او د پولیسو د یوه ښوونیز مرکز پر دېوادلو په بشپړ حجاب کې د ښځو انځورونه لګول شوي دي. په هغو کې ویل شوي دي:«زما مسلمانې خورې، حجاب د پلار او مور ویاړ، د ورور او خور د عزت سرچینه، د خاوند لپاره قیمتي خزانه او خپلو اولادونو لپاره تر ټولو ښه بېلګه ده.»، «حجاب الهي فرمان او د مسلمانې ښځې عزت دی.»، «زما مسلمانې خورې حجاب ستا د پاک لمنۍ، حیا او عزت نښه ده.»

دې دیوالي تبلیغاتو د کابل بڼه بدله کړې ده. پخوا به داسې شعارونه لکه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخینوی، جنسیتي برابري، د ښځو او نجونو د زده کړو پر حق ټينګار، سوله او بشري حقونه تر ډېره په دېوالونو تر سترګو کېدل.

هغه ښځې چې رخشانې رسنۍ ورسره خبرې کړې دي وايي، دې ته اندېښمنې دي، چې دا ډول تبلیغات به د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته لمن و وهي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۱۰ میاشتې وړاندې یوناما او ملګرو ملتونو ویلي دي چې په تېرو څه کم دوه کلونو کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

سلیمه*۲۸ کلنه او د کابل د شپږمې ناحیې اوسېدونکې ده. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه د کابل پوهنتون د بیولوژي څانګې د دویم کال زده کړیاله وه. «دا تبلیغات کابو د ښار په هر ځای کې لګول شوي دي.»

سلیمه وايي، د ورور نظر یې چې له دې لوی او د طالبانو د یوه دولتي بنسټ کارکوونکی دی، د حجاب په اړه بشپړ بدل شوی او په وار وار یې له همدې وروره اورېدلي دي: «نور د جامو د غوارواي او آزادۍ حق وخت تېر شوی دی. هر څه چې طالبان او نارینه وايي، همغه باید رعایت کړو. په کور او پوهنتون کې دا خبرداری دومره بد را لګېږي، چې کله مې له کورنۍ سره د شخړې او وهلو ټکولو تر بریده رسېږي.»

سلیمه د پوهنتون د دریم کال په پای کې وه، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تر «امرثاني» پورې وتړلې. هغې دوه کاله وړاندې د کورنۍ په غوښتنه واده وکړ، مېړه یې هم د طالبانو په یوه اداره کې کار کوي. «د مېړه ذهنیت مې په اولو کې ښه وو او د وخت په ترېدو یې فکر طالباني او افراطي شو. اوس ما له لاسماغیو او حجاب پرته د باندې نه پرېږدي. کله یې چې په وړاندې درېږم په سوکانو او لغتو مې په دا سر سر (وهي) مانا دا چې د دوی ذهن د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په افراطي ښوونو بشپړ مینځل شوی دی، په وړاندې یې نه شو درېدای.»

د سلیمې په وینا، د طالبانو په ادارو کې هره ورځ کارکوونکو ته یو ساعت د امربالمعروف وزارت پورې تړلي دیني عالم له خوا دیني او شرعي زده کړې ورکول کېږي.

مېړه یې سلیمې ته په خطاب کې وايي: «حجاب د ښځې ښکلا ده. ته او خویندې مې باید هغه رعایت کړی. له هغې پرته زه او ټوله کورنۍ مې ستاسو د بې حجابۍ په خاطر په هغه دونیا کې دوزخ ته ځو.»

د سلیمې لپاره په دېوالو دا لیکنې آسانه نه دي. «کله چې دا لیکنې او شعارونه لولم، عصاب مې سخت خراب شي او په رښتیا نا هیلې کېږم.»

مهشید وايي، په دېوالونو د دې لیکنو په لیدو سره: «هغه مهال د خپلو هیلو قاتل وینم.»

۱۸ کلنه مهشید* د اووم ټولګي زده کوونکې وه، چې نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. هغه وايي، اوس پر حجاب د طالبانو د فشار او د «بې حجابۍ» په پلمه د نجونو د زنداني کول له امله، د کورنۍ له خوا اجازه نه لري، چې د زده کړې یا کوم کار لپاره له کوره بهر لاړه شي. «پلار مې ډېر خوشحاله دی، چې اوس ډېری نجونې او ښځې تور مخ بندونه او حجابونه اغوندي. زما او خویندو ته مې وايي، چې باید د طالبانو د خوښې وړ حجاب وکړو، ځکه طالبان له دیني لارښوونو پیروي کوي او موږ سمې لارې ته بولي. ورور مې چې سواد لرونکی او پوهنتوني دی هم له دې وېرې، چې طالبان موږ زنداني نه کړي، اجازه نه راکوي، چې له اوږده تور حجاب پرته او یا هم یوازې د باندې لاړې شو.»

د مهشید ۴۷ کلنه مور فاطمه* وايي: «هر ځای تبلیغات لیکل شوی او زما زوی هم وايي، چې لور ته دې پام وي، چې یوازې د باندې لاړه نه شي. حیرانه پاتې شم، چې دا څه بلا زما د مظلومې لور په سر راغلې ده.»

کابل کې یو هټۍ لرونکی ۵۴ کلن محمد* چې د دریو ۲۴،۱۶ او ۶ کلنې لور پلار دی وايي: «له وېرې، نارینه هم اړ شوي، چې خپلې ښځې او لوڼې په کور کې بندې کړي او ډېرې یې بهر پرېنږدي.»

یا ۳۲ کلن احمد ولي*، چې د کابل د شپږمې ناحیې اوسېدونکی او یوه خصوصي پوهنتون کې کارکوونکی دی وايي: «کله چې دا ټول تبلیغات د حجاب او ښځو لپاره تر سره کېږي، که ونه غواړو بیا هم په غیر مستقیمه توګه خپل اغېز لري. د بېلګې په توګه، موږ په پوهنتون کې هره ورځ یو ساعت د امربالمعروف او نهی عن المنکر درس لرو، څلور کاله کېږي، چې هره ورځ موږ ته ویل کېږي، چې د خپلو کورنیو د ښځو حجاب ته مو باید پام وي.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۱ کال د غوايي په ۱۷ مه نېټه د حجاب فرمان صادر کړ. د دې فرمان پر بنسټ ښځې باید په عمومي ځایونو کې خپل مخ او سترګې پټې کړي، په دې فرمان کې چادري او برقه تر ټولو ښه حجاب بلل شوی او ښځو ته ویل شوي، چې که مهم کار ونه لري، ښه دا ده، چې په کور پاتې شي.

په ورته وخت له دې فرمان نه د سرغړونې لپاره سزا هم تعریف شوې ده. سرپرست چې د طالبانو له نظره یو نارینه لکه پلار، ورور یا خاوند دی لومړی خبرداری تر لاسه کوي، د تکرار په صورت کې تر دریو ورځو پورې زنداني کېږي او که بیا هم تکرار شي، محکمې ته معرفي کېږي. د دولت ښځینه کارکوونکې چې فرمان رعایت نه کړي، ایستل کېږي او نارینه کار کوونکی چې د کورنۍ ښځه یې سرغړونه وکړي، کار یې ځنډول کېږي.

۳۶ کلن شهزاد* چې د کابل پوهنتون ارواپوهنه یې لوستې دا دیوال لیکنې د طالبانو یو ډول رواني جګړه بولي: «طالبان له دیوالي لیکنو او پر واټونو له تبلیغاتو د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې عملآ رواني جګړې ته دوام ورکوي. پر حجاب ټینګار د طالبانو د ځانګړ لوستلو پر بنسټ، له مذهبي حکم څخه بهر د ټولنیز کنټرول د عملي کولو او په ټولنه کې د ښځو د آزادۍ او شتون د محدودلو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې ده.»

دی وايي، د افغانستان ټول خلک مسلمان دي او ښځې د خپلو باورونو او انتخاب پر بنسټ اسلامي حجاب رعایت کوي. «په عامه ځایونو کې د اعلاناتو، دیوال لیکنو او لګول شویو محدودیتونو دوامداره څرګندېدل د ښځو په منځ کې د ناخوندیتوب او وېرې احساسات زیاتوي.»

د ښځو د حقونو فعاله کریمه اعظم وايي، خبره له څو تبلیغاتي پیغامونو لویه ده. «دا لیکنې باید د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په لویو پالیسیو کې وڅېړل شي، ځکه د دوی ریښتینی اغېز هغه وخت څرګندېږي کله چې په دېوال کې یو ساده پیغام د قانوني، ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو سره یو ځای وي او بیا هم دا ډول تلیغات په تدریج سره په کور کې نارینه او تنکي هلکان اغېزمنوي او پر خپلو مېرمنو دا ډول بندیزونه لګوي او په کورنیو کې د وېرې، نابرابرۍ او تاوتریخوالي فضا هم زیاتوي.»

د ښځو او بشري حقونو فعاله حمیرا رضايي و ویل: «کله چې د یوه شعار تر شا د پوښتنې، نیولو او سزا امکان شتون ولري، هغه شعار نور یوازې دیني لارښونه نه ده، بلکې د ټولنیز کنټرول په وسیله بدلېږي او د وېرې او ځان سانسورولو فضا ان تر کورونو پورې لېږدوي. دا فشارونه ښايي د قومي او مذهبي لږکیو پر ښځو له هغې جملې د هزاره او شیعه ښځو پر سر ښايي څو پوړه وي، ځکه د جنسیت محدودیتونه موجوده قومي او مذهبي تبعیض او زیان مننې ته زیاتوالی ورکوي.»

د ښځو او ماشومانو د حق غوښتنې او څېړنې شبکې(WCRAN) د تېر لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې په یوه راپور کې د خپلې یوې څېړنې په اړه ویلي، افغانستان کې د ښځو په وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي ۷۷.۸ سلنه د طالبانو د فرمانونو له امله دي. 

د کابل اوسېدونکې او ۲۳ کلنه زهرا* وايي، کله چې د طالبانو د حجاب له شعارونو سره مخ کېږي، د نفرت او بېچارګۍ احساس ورته پیدا کېږي. «طالبانو په دېوالونو لیکلي دي، حجاب ښځې له فتنې ژغوري. خو افغان ښځې او نجونې حجاب رعایت کوي او خپله طالبان بشپړه حجاب لرونکې ښځې او نجونې له سړکونو وړي او زنداني کوي یې او زموږ عزت داغي کوي.»

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

پر دېوالونو دا شعارونه، یوه قانوني سخت تبلیغ چوکاټ دی، چې طالبانو له ۲۰۲۱ راهیسې جوړ کړی دی.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د «امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» رسمي شو. هغه سند چې ۱۱۴ مخه او ۳۵ مادې لري. د ۱۳مې مادې اتم بند په عامه ځایونو کې د ښځو بشپړ بدن او مخ پوښل الزامي کوي او د ښځو غږ یې «عورت» بللی دی.

په دې قانون کې لویه اندېښنه، د طالبانو د محتسبینو خلاص لاس دی. په دې قانون کې څرګنده شوې، چې محتسب کولی شي ښځه یا نجلۍ، چې خپل مخ یې نه وي پټ کړی، ودروي او تعزیر یې کړي.

تعزیر په خدای ورکړي کلتور کې د ملامتولو او رټلو، ادب ورکولو او په لرګي وهلو په مانا راغلی دی. تر ډېره یې شرعي مانا هم په دې ډول کارول کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

طالبانو په وروستیو میاشتو کې په پراخه کچه په څو ولایتونو کې ښځې د «بې حجابۍ» په تور له واټونو ونیولې. هغه وضعیت چې اوس هم دوام لري. له هغې جملې په هرات ولایت کې.

په هرات ښار کې د لسګونو ښځو او نجونو د نیولو په ترڅ کې د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې ویلي دي، نیونې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو یادونه کوي او په هرات کې د حجاب نه رعایت کولو په تور د ښځو او نجونو نیول د اندېښمنونکي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر نن پورې، د ښځو د محدودولو له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د طالبانو محدودیتونه «جنسیتي توپیر» بللی دی.

طالبان وايي، د ښځو حقونه یې له شریعت او افغانستان له کلتور څخه د خپل تفسیر له مخې رعایتوي او دا حکومونه او نیوکې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

په کارته سه کې، د آریانا تلوېزیون په دېوال هغه جمله لا هم شته ده. هغه ښځې چې هره ورځ په ترې په لوستې یا نالوستې توګه تېرېږي، خو په وینا یې اغېز یې په کور د ننه احساسوي.

یادونه: په دې نښه* نومونه مستعار راغلي او ځینې جزئیات یې د هغوی د هویت پټ ساتلو په موخه بدل یا لرې کړای شوي دي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام
دسته‌بندی نشده

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه