د «د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» غړو د نوامبر۲۵ مه د «ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو» نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی.
رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (جمعه د لړم ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې د تاوتریخوالي او تبعیض د قرباني ښځو او نجونو سره پیوستون اعلان کړ.
د «افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» په اعلامیه کې راغلي، د دې اعتراضي غورځنګ غړې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځي کمپاین کې ګډون کوي.
د دې اعتراضي غورځنګ غړو زیاته کړې «هېڅ باور، رسم یا سیاسي مصلحت نه شي کولی، د ښځو د حقونو او انساني کرامت نقض توجیه کړي.»
دوی د طالبانو د محدودیتونو په دلیل له «زده کړو، کار څخه د ښځو او نجونو محرومیت او له عمومي ژوند څخه د هغوی ایستل» د «تاوتریخوالي یو ډول» بیان کړ.
معترضو ښځو د هېواد له ټولو وګړو او مدني فعالانو وغوښتل، چې «په سوله ییزه اعتراضونو کې په پیوستون او ګډون سره، د طالبانو له تاوتریخوالي ډګ او ظالم نظام له ننګونو سره مخ کړي.»
دوی د افغان ښخو او نجونو له حقونو، آزادۍ او کرامت څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه ویې ویل، تاوتریخوالي او ظلم ته د پای ورکول د ټولو ګډ مسوولیت دی.
معترضو ښځو د طالبانو له تبعیض څخه ډکو محدودیتونو لرې کولو، د معترضو ښځو د ځپلو درونه او د دې ډلې له زندانونو د نیولو شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
دوی له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو حقونه په خپلو پرېکدو او تعاملاتو کې ځای کړي او د هغوی د مستقیم او مانا لرونګي ګډون لپاره اقدام وکړي.
د «افغانستان د ځواکنو ښځو غورځنګ» غړو ټینګار کړي، چې د ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې مبارزه باید د برابرۍ، آزادۍ او عدالت د تامین لپاره دوام وکړي.







