د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

غزال محمدي

په آس سپرېدل، په ځانګړې توګه په افغانستان کې بزکشي تل د نارینه وو کار دی. د طالبانو په واکمنېدو سره ښځو ان د دې لوبې نندارې ته د ورتګ اجازه هم له لاسه ورکړه، خو افغان ۲۸ کلنې نجلۍ مریم علي یاور دا دود مات کړ.

مریم لومړنۍ افغان نجلۍ ده، چې په آس سپرېدل یې په مسلکي ډول په قزاقستان کې مخ ته یوړه او خپلې ویډیوګانې په خپلو ټولنیزو شبکو، افغان نجونو ته د هیلې بښلو په موخه خپروي. «غواړم د یوې ښې راتلونکې لپاره هیله و واسم او په دې کار سره و وایم، چې هېڅ کله تسلیم نه شۍ. واړه ګامونه پورته کړی او مخ ته خپله لار پرانیزۍ.»

مریم پنځه کلنه وه، چې له کورنۍ سره یې افغانستان پرېښود. لومړی ازبکستان او وروسته قزاقستان ته ولاړه. مریم په قزاقستان کې لویه شوه او د غاښونو د ډاکترۍ په برخه کې یې زده کړې وکړې.

مریم رخشانې رسنۍ ته وايي، پر آس سپرېدو سره یې له ماشومتوبه لېوالتیا درلوده: «له ماشومتوبه مې له آس او پر آس سپرېدو سره مینه درلوده، تل به یې ور کاږلم او په زړه ورتیا سره یې خوا ته ورنېږدې کېدم.»

د دې کار پر اهمیت د پوهېدو لپاره چې مریم یې تر سره کوي، باید په افغانستان کې پر آس سپرېدو ورزش مقام ته کتنه وکړو. افغانستان په نړۍ کې د آس سپرېدنې پخوانی کلتور لري او «بزکشي» یې یوه ملي لوبه ده.

د بزکشۍ لوبه کابو ۱۰ کاله وړاندې په رسمي ډول د افغانستان د ملي لوبو په نوملړ کې ثبت شوه.

هغه ورزش چې مریم یې تر سره کوي، په هغې یو آس او یو پرې سپرېدونکی د خنډونو یوه لار د لږو تېروتنو سره او په ټاکلي وخت بشپړوي. «کله چې و ویل شي دا لوبه یوازې د نارینه وو لپاره ده، دا د خلکو په ذهن هم اغېز کوي او د دې لامل کېږي او ښځې په دې سپورت کې د کډون خپلواکي نه لري او ځان سانسور کړي. مینه او لېوالتیا جنسیت نه غواړي. موږ نه غواړو ثابته کړو، چې له نارینه وو ښې یو، یوازې غواړو برابر درناوی او ارزښت ولرو.»

نوموړې په آس سپرېدنه په جدي توګه د ۱۴۰۴ کال له وږي میاشتې پیل کړه او شاوخوا ۹ میاشتې وروسته یې د خپل تمرین لومړنۍ ویډیو خپره کړه. هغه اقدام چې د مینوالو ستاینه یې راپورته کړه. «تر هغې ویډیو لاندې، ډېری کسانو له ما ملاتړ وکړ او همدا د دې لامل شو، چې یو وېب پاڼه جوړه شي، تر څو د ډېرو افغان نجونو لپاره وکولی شم یوه هیله و اوسم.»

مریم لا هم شخصي آس نه لري. په قزاقستان کې پر آس سپرېدنې کلبونه د هغې او د هغې د څلورو ټولګیوالو په دې هڅه کې ملاتړ کوي.

مریم اوس په مسلکي ډول پر آس سپرېدنه تر سره کوي. هغه وايي، په سیالیو کې د ګډون قصد لري.

پر آس سپرېدنه له خطره ډکه لوبه ده. مریم په وار وار له آس نه رالوېدلې او هډوکي یې مات شوي دي. «دا پېښې ما هېڅ کله نه راګرځوي.»

د آسونو د سوو غږ په خارو کې لګي او دوړې یې هوا ته پورته کېږي. هغه د سپرلیو په منځ کې هغه چې سپینې جامې یې پر تن دي په سپین آس سپرېږي، په داسې حال کې، چې څلور نورې نجونې په یووالي سره خپل لاسونه پورته کوي. دا دا د مریم د آس سپرېدو تمرین یوه حیرانوونکې شېبه ده، کوم چې هغې په انسټاګرام خپره کړې ده.

د هغې د انسټاګرام پاڼه له ۱۴ زره زیات څاروونکي لري او یوې ویډیو یې نېږدې یو میلیون ځله لیدل شوې ده.

خو د مریم په ټاټوبي کې انځور پرعکس دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو کابو یوه میاشت وروسته، د دې ډلې د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې استرالیايي شبکې «SBS» ته و ویل، ښځې به اجازه ونه لري، چې کرکټ یا «په بله هر ډول لوبه چې چې بدن یې ښکاره شي» لوبې وکړي.

له هغه وخت راهیسې د لوبو بندیز یوازې له یو له سلو زیاتو فرمانونو څخه دی، چې افغان ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو، کلبونو، کار او تګ راتګ څخه بې برخې کړې او په کور کېناستو ته یې اړ کړې دي.

د طالبانو د دې محدودیتونو په ترڅ کې یوازې د ورزش په برخه کې زرګونه افغان ښځینه لوبغاړې په کور کېناستو یا له هېواده وتو ته اړ شوې دي.

مریم چې کلونه کېږي له افغانستان نه د باندې ژوند کوي وايي، د افغان ښځو او نجونو وضعیت د ټولنیزو شبکو له لارې څاري. هغه زیاتوي، څه چې پر افغان مېرمنو تېرېږي، د نه منلو او غیر انساني دي. «له پرمختګ څخه د ځوان نسل راګرځول یوه لویه تېروتنه ده… موږ نن تر بل هر وخت د ښځو پیاوړتیا ته اړتیا لرو.»

خو د طالبانو غوږ د دې نیوکو منلو ته چمتو نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په هغه راپور کې، چې د دې سازمان د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشت کې یې عمومي آسامبلې ته وړاندې کړ ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ان د ښځو د حقونو د محدودونکو فرمانونو څخه یو هم نه دی لغوه شوی. هغه دا محدودیتونه «جنسیتي توپیر» وباله.

په دې اړه نور ولولئ...

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

مریم په ۲۰۱۷ کال کې واده وکړ او د یوې لور او دوه زامنو مور ده. د کورني ژوند او غاښونو د ډاکترۍ د مسلک تر څنګ، هره اوونۍ کلب ته هم ځي او د سوارۍ ورزش تر سره کوي.

هغه وايي، هیله لري یوه ورځ خپل آس ولري، خو لویه هیله یې دا ده، چې په کابل، مزارشریف او د افغانستان په هر بل ګوټ کې یې نجونې ویډیوګانې وګوري او هیله پیدا کړي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026
د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو
دسته‌بندی نشده

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه