د فرانسې د «پاریس ښار شورا» په یوه تاریخي اقدام کې، افغان ښځو او نجونو ته د پاریس ښار افتخاري تابعیت ورکړ.
رخشانه: د «اېکولوژېس او سوسیال» ډلې ګډې مشرې ماري پیر مارشان نن (پنشنبې د لړم ۲۸ مه) د پاریس ښار شورا په مرکزي دفتر کې په یوه غونډه کې افغان ښځو ته د پاریس افتخاري تابعیت ورکړ.
نوموړې په خپله وینا کې و ویل: «[طالبانو] غوښتل تاسو له تاریخ څخه پاتې کړي، خو تاسو همدارنګه تاریخ لیکلۍ. غږ مو له زندان، غره او پولې تېر شو.»
مارشان د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي آزادیو د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې و ویل، چې دوی د «آزادۍ قمیت د خپل سر په بیه ورکوي.»
د «اکولوژېست او سوسیال» د ګډې ډلې مشرې زیاته کړه، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځه توب د «هغوی د ورځنۍ ځورونې دلیل» دی.
د هغې په وینا، افغانستان کې ښځې او نجونې «یوازې د یو موټی وېښتانو، د یوه رنګه ټکري او کم سینګار په وجه» د طالبانو له خوا نیول کېږي.
مېرمن مارشان ټينګار وکړ، هېڅ نظام نه شي کولی له ښځو ازادي واخلي. هغې د افغان ښځو د ملاتړ ژمنه وکړه.
د پاریس ښاروالۍ په خپله اعلامیه کې لیکلي دي، د پاریس ښار شورا افغان ښځو ته د افتخاري تابعیت په ورکړې سره غواړي د آزادۍ لپاره د هغوی مبارزې څخه بې قید و شرطه ملاتړ او پیوستون څرګند کړي.
په اعلامیه کې راغلي، د زده کړې محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ۱۲ کلنۍ څخه وروسته د نجونو پر زده کړې بندیز د ۲.۲ میلیونه څخه زیاتو نجونو راتلونکې، چې نور ثانوي او لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري له خطر سره مخ کړې.
پاریس ښاروالۍ ویلي دي: «د پاریس ښار د فرانسې د حکومت، اروپايی ټولنې او نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو له رژیم سره د اړیکو د هر ډول جوړجاړي یا عادي کولو په پرېکنده توګه مخالفت کوي.» دا په داسې حال کې ده، چې تازه په تازه له طالبانو سره د فراسنې د تعامل راپورونه خپاره شوي دي.
د ښځو د حقونو فعالې مرسل سیاس هم په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي، افغان ښځو ته د پاریس ښار د افتخاري تابعیت ورکړه، له رایې اچولو وروسته تر سره شوه.
افتخاري تابعیت د پاریس تر ټولو لوړ سمبولیکه جایزه ده او هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو او آزدۍ لپاره درېږي.
د هغې په وینا، افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنه او پاریس ته د طالبانو د استازو د سفر مخنیوی د پاریس د ښاري شورا د غړو له مهمو غوښتنوڅخه وو.







