د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

انځور: رخشانې رسنۍ

زحل آزاد

علي محضې په ټوکه خپلې ۱۴ کلنې لور ته و ویل: «سږ کال به فارغه شې» د لور په سترګو کې یې اوښکې ډنډې شوې. هغه په شپږم ټولګي کې ده. خو د دې ټوکې تریخوالي ته تم نه شوه او سر یې ښکته واچاوه ویې ویل: «هو پلار فارغه به شم.» له کوټې ووته.

په عادي شرایطو کې له شپږم ټولګي فارغېدل د لمانځنې وړ ده. خو په افغانستان کې د یوې زده کوونکې نجلۍ لپاره نه. د نجونو کورنۍ پوهېږي، ښايي دا ټوکه په رښتیا بدله شي. علي وايي: «له ځنډ پرته له خپلې ټوکې پښېمانه شوم.»

۳۹ کلن علي* هغه پلار دی، چې لور یې سږ کال د شپږم ټولګي زده کوونکې ده. هغه پړاو کې چې کېدای شي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو  د لارې پای وي. خو هغه نه غواړي، چې ټوکه یې په واقعیت بدله شي. وايي هڅه کوي، لور یې داسې رالویه کړي، چې سره له محدودیتونو، له خپلو هیلو لاس په سر نه شي او باور ولري، چې شپږم ټولګی د هغې د زده کړو پای لاره نه ده.

کابو درې میاشتې وروسته له هغې، چې طالبانو افغانستان ولکه کړ، په یوه امر یې له شپږم ټولګي بره نجونې په کور کېنولې. پنځه کاله تېر شول او دا بندیز پر ځای دی.

د نجونو نړیواله ورځ چې هر کال د اکتوبر په یوولسمه جوړېږي، په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۶/۱۷۰ پرېکړه لیک له مخې ونومول شوه. د هغې د سږ کال شعار «د ماشومتوب ودونه پای ته رسول او د نجونو پر حقونو پانګونه» ده. د یونیسف معلومات ښيي، چې په نړۍ کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ژوندیو ښځو ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې ودونه کړي دي او هر کال کابو ۱۲ میلیونه نجونې بلوغ ته تر رسېدو وړاندې واده ته اړ ویستل کېږی.

د دې ورځې په درشل کې د علي تجربه په افغانستان کې یوه ټولیزه اندېښنه ده. د نجونو د راتلونکې په اړه اندېښنه او دا پوښتنه، چې دا اندېښنه څه ډول د کورنیو پرېکړې بدلوي. له دې کورنیو سره د رخشانې رسنۍ خبرې اترې بېلا بېل ځوابونه څرګندوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونه زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي او افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې د نجونو او ښځو په وړاندې یې د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې تړل شوې دي.

د یونیسف اجرائیوي مدیر کاترین راسل ویلي دي: «پنځه کاله د یوه هېواد په تاریخ کې لنډه موده ده، خو د یوې نجلۍ په ژوند کې یو برخلیک ټاکوونکی پړاو دی.»

علي خپله لور له ټيټو ټولګیو څخه د انګلسي ژبې کورسونو ته لېږلې ده، تر څو که کومه ورځ د هغې لپاره حضوري زده کړې پای ته ورسېږي، وکولی شي د زده کړو له انلاین فرصتونو ګټه واخلي. وايي: «هر ځل مې چې لور ناهیلې شوې، ډاډ مې ورکړی او هڅولې مې ده، چې یوازې خپلو زده کړو ته پام وکړي. د خپل ځان او زامنو له جامو مې وهلې تر څو هغه تر ټولو ښو کورسونو ته ولېږم. درې کاله کېږي، چې د ښوونځي د درسونو تر څنګ انګلیسي ژبه هم لولي. ډاډیم هغې د بهرنیو ښوونیزو بنسټونو د آنلاین ټولګيو د تعقیبولو او له افغانستان نه بهر د تحصیلي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا موندلې ده.»

خو د علي د لور ۱۴ کلنې نګین* لپاره د خپل پلار هڅې لا هم نه توانېږي، د هغې د راتلونکې په اړه ندېښنې په بشپړه توګه له منځه یوسي. هغه غواړي ډاکتره شي. وايي: «زیاتې هیلې لرم او وېرېږم یوه داسې ورځ رانشي چې ونه شم کولی هغو هیلو ته ورسېږم. پلار او مور مې ډېرې هڅې کوي تر څو دا احساس ونه کړم، چې محدودیتونه به مې هیلو ته د رسېدو مخنیوی وکړي، خو موږ په یوه داسې جغرافیه کې ژوند کوو، چې میلیونه نجونې یې د جنسیت په خاطر اړ شوې له خپلو موخو لاس په سر شي.»

۵۴ کلنه مور فرخ* هر سهار خپلې اندېښنې له خپلو دوه ۱۰ او ۱۴ کلنو زامنو سره وېشي. له هغوی غواړي، چې خور یې په د جامو پلورنځي کې یوازې پرېنږدي. اوس یې یو له غرمې مخکې او یو له غرمې وروسته د خور تر څنګ پاتې کېږي تر څو هغه اړ نه شي، هغه کار چې خوښ یې دی پرېږدي.

هغه وايي: «لور مې یوازې یوه اوونۍ په کور ناسته وه. دوه کاله وړاندې یې طالبان هټۍ ته ورغلل او ویلي وو، محرم نه لرې، دوکان دې وتړه. هغه دومره غمجنه او بې وسه شوې وه، چې ګواکي کلونه یې زندان تېر کړی دی. تل یې د باندې کار کړی دی. نه شي کولی له کاره لاس واخلي او زه یې هم نه شم کولی چې د سترګو په وړاندې مې له منځه لاړه شي.»

د فرخ په وینا، د طالبانو له واکمنۍ مخکې، د ژوند د ستونزو سره سره یې، اولادونو کولی شوای هغه کارونه چې د دوی خوښېدل تر سره کړي. خو اوس یې زامن د خپلې خوښې پر عکس په نوبت سره دوکان ته لېږي تر څو یې خور یوازې پاتې نه شي. وايي: «ماشومان دي، په دوکان کې په تنګ کېږي او هره ورځ پلمه کوي، چې له خور سره یې لاړ نه شي. هر سره زموږ په کور کې یو حال وي، چې پوښتنه یې مه کوه. ژړا او دعوې، خو څه وکړم؟ بله چاره نشته. که مې لور کار ونه کړي، زموږ ژوند هم نه چلېږي. پلار یې بې کاره دی. زه هم سواد نه لرم او څه مې له لاسه نه کېږي.»

۲۶ کلنه سمین د فرخ لور ده. هغه له اوو کلونو زیاته موده کېږي، چې په کابل کې د یوې پلورنکې په توګه کار کوي او د کورنۍ په لګښتونو کې یې لویه ونډه لري. د پوهنتون په لومړي کال کې وه، چې له تحصیل څخه محرومه شوه، خو خپل کار ته یې دوام ورکړ او د کورنۍ د بار یوه برخه یې په خپلو اوږو یووړه.

سمین و ویل: «که کار ونه کړم، نور نو ژوند په رښتیا راته مانا نه لري. همدا کار دی، چې په دې پنځو کلونو کې یې زما ژوند ته ارزښت ورکړی دی. ډېرې هیلې مې درلودې او د خپلې راتلونکې لپاره مې ګڼل پروګرامونه جوړ کړي وو، خو له ما واخستل شول. اوس مې دا هټۍ یوازې د زړه ښه والی دی.»

سمین زیاتوي: «له بل لوري که کار ونه کړم، د کور لګښت له کومه شي؟ د وروڼو ښوونځی به مې څه شي؟ که زه کار ونه کړم دا دواړه به اړ شي، چې زده کړې پرېږدي یا لاسي توکي وپلوري. نور نو کوم کار موږ ته راپاتې دی؟»

د نجونو د راتلونکې په اړه اندېښنې د ډېری کورنیو ګډه خبره ده. خو د ځینو میندو او پلرونو لپاره یوازې زده کړه او کار اندېښنه نه ده. هغوی وايي، کله چې ټولې لارې د نجونو پر مخ تړل شوې دي، واده ته د ژغورنې د یوازینۍ لارې په سترګه فکر کوي.

۶۳ کلنه فرخنده* وايي: «تېر کال مې مشره لور په مېړه کړه او سږ کال مې هم یوه لور کوژدن کړه. د دویمې اصلآ زړه نه وو، خو چاره څه ده؟ د کوڅې تر سره چې په سودا پسې ځي، په زړه مې سل خبرې راتېرېږي او په اندېښنه کې شم، چې کومه بده پرې رانشي.»

هغه چې د پنځو لوڼو مور ده وايي، زړه یې غواړي هغوی ټولې زده کړو ته دوام ورکړي او یو داسې ژوند جوړ کړي، چې دوی یې غواړي، خو اوس هغه راتلونکې چې د دوی لپاره یې انځوروله، لرې تر سترګو کېږي. «دویمې لور مې تر نهم ټولګي پورې درس ویلی، خو پنځه کاله کېږي، چې ښوونځي ته نه ځي او په کور کې د مریو ګنډلو کار کاوي. درې میاشتې وړاندې د غوښتلو لپاره مرکه راغله، مثبت ځواب مو ورکړ، خو خپله تر اوسه وايي، چې واده نه کوي.»

د نجونو د نړیوالې ورځې سږنی شعار هم همدا دی. یعنې د ماشومتوب ودونو ته پای ورکول، یونیسف وايي، ښوونځی له زده کړې ډېر ارزښت لري. دا کار نجلۍ ته غږ او خپلې وړتیا ته د رسېدو توان ورکوي.

۳۴ کلنه عادله او د یوې لور مور وايي، مخکې یې دا تمه درلوده، چې لور به یې د ښوونځي په پای ته رسولو سره پوهنتون ته لاړه شي او خپلو هیلو ته به ورسېږي. خو اوس، د هېواد نامعلوم وضعیت او د کورنۍ تش لاس ته په کتو، په بهر کې ښوونیزو ټولګیو یا تحصیل ته د هغې د لېږلو لپاره نه پوهېږي په څه ډول د خپلې راتلونکې ته زړه ښه کړي. «د لور مې دېر خوښېږي، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، څو میاشتې یې په یوه انلاین ښوونځي کې درس ولوست، خو تلېفون او انټرنېت یې نه درلود، چې خپل درسونه تعقیب کړي. کابو کال کېږي، چې په کور ده او یوازې د دیني درسونو لپاره جومات ته ځي.»

د عادلې لور ۱۶ کلنه فاطمه* وايي، له هر څه زیات دې ته اندېښمنه ده، چې و به نه شي کولی خپل تحصیل او موخو ته ورسېږي او هغه فرصتونه چې کولی شي راتلونکې یې جوړه کړي له لاسه ورکړي. وايي: «که دا محدودیتونه نه وای، پنځه کاله وروسته به مې پوهنتون کې درس ویلو یا به مې ښه دنده درلودای او د خپلې راتلونکې جوړولو او کورنۍ لپاره به مې هڅه کولای.»

فاطمه وايي د زده کړو دوام او خپلو هیلو ته رسېدل یې ستونزمن شوي دي. هغه غواړي تحصیل وکړي. د عادلې په وینا، لور یې هیله لري ډاکتره شي، خو په اوسنیو شرایطو کې دې هدف ته د رسېدو لار نه ویني. هغه وايي، لور یې هره ورځ د ښوونځي کتابونه پرانیزي، یوازې درس وايي او تمرینونه حل کوي، خو د خپل تحصیل د دوام د روښانه راتلونکې لید لوري لپاره دا هڅې هڅې له ناهیلۍ سره مل دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

عادلې و ویل: «هره ورځ یې د ښوونځي کتابونه راخلاص کړي، له ځان سره درس وايي او تمرین حل کوي. کله کله ورته مې ورته پام شي سوړ آسوېلی وکاږي او کتابونه یې راټول کړي. که رښتیا درته و وایم چې دا شېبې مې نه ځوروي، دورغ مې و ویل، خو خدای شاهد دی، هېڅ کار زما په لاس کې نه دی. کله یې چې د راتلونکې په اړه فکر کوم، هېڅ پایلې ته نه رسېږم او بشپړه ناهیلې شم.»

د دغو کورنیو کیسې سره له دې، چې د دوی په پرېکړو او شرایطو  کې توپیر لري، خو له ګډو اندېښنو خبرې کوي: د هغو نجونو لپاره چې غواړي زده کړې وکړي، کار وکړي او د خپل ژوند لپاره پرېکړې وکړي، یوه نامعلومه راتلونکې ده. په دې منځ کې ځینې کورنۍ لا هم هڅې کوي، د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره لار ومومي او نور بیا د محدودیتونو او راتلونکې په اړه د اندېښنو تر فشار لاندې داسې تصمیمونه نیولي، چې هېڅ کله یې فکر هم نه کاوه.

د نګین پلار علي دا وضعیت څه داسې خلاصه کوي: «لور درلودل خوا سخت دي، دا هم هغه وخت چې د نړۍ په تر ټولو بده ځای او په تر ټولو بده وخت کې واست، داسې کارونو ته اړ شوي یو، چې که چېرې شرایط عادی وای، هېڅ کله به مو نه وای تر سره کړي.»

یادونه: په دې نښه* نومونه مستعار راغلي

اړوندې لیکنې

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام
دسته‌بندی نشده

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026
د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو
دسته‌بندی نشده

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه