په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، «هېڅ دین او کلتور، تبعیض، آزار او ځورول له زده کړو او په عمومي ژوند کې د ښځو او نجونو له شتون نه محرومول نه توجیه کوي.»
رخشانه: ښاغلي فایق دغه څرګندونې پرون (جمعه د لړم اوله) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په ۸۱ مه غونډه کې بیان کړې دي.
نوموړي د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک تبعیض د توجیه کولو لپاره، له هغې جملې له زده کړو، کار او په عمومي ژوند کې د ګډون محرومولو د دیني تعبیرونو د وسیلې په توګه کارولو باندې اندېښنه وښوده.
فایق ویلي دي: «د طالبانو له تبعیض نه ډک سیاستونه نه باید له اسلام او افغاني کلتور سره یو رنګ وبلل شي. د دې ډلې له خوا د خلکو له اساسي حقونو انکار، د اسلامي اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دین او فکري آزادي له جدي او مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د طالبانو په نظام کې شیعه او هزاره ټولنه او اسماعیلیان، لا هم د تبعیض، او په دیني مراسمو کې له محدودیت او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
نوموړې زیاته کړې چې طالبانو «په مذهبي مراسمو د محدودیتونو لګولو، د مذهبي بنسټونو په چارو کې د لاسوهنې او په نورو باندې د خپل نظر په تحمیلولو سره د افغانستان اوږدمهاله مذهبي او کلتوري تنوع کمزورې کړې ده.»







