سرپل کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت په مرکز سرپل ښار کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
رخشانه: لږ تر لږه درې تنو عیني شاهدانو ویلي، دا چاودنه نن سهار ۸ بجې (سه شنبې د تلې ۲۸ مه) د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «لیلامي سابق» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، دا پېښه د یوه «چسپکي» ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د چاودنې په ترڅ کې یو ۱۲ کلن ماشوم او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د دې پېښې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.
معلومه نه ده، چې دا «چسپکي» ماین د چا یا کومې ډلې له خوا اېښودل شوی دی.
سرپل کې طالب چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.







