د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل وروستي راپور کې، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د شپږو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
رخشانه: دې بنسټ پرون سه شنبې د (تلې ۲۸ مه) په تازه راپور کې ویلي، د پولیسو درې تازه پېښې په کندهار، دوه یې په شاولي کوټ او یوه د ننګرهار په ګوشتې او یوه پېشه یې هم د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې تازه پېښو په ثبت سره، په افغانستان کې په پولیو ویروس د اخته ماشومانو شمېر د ۲۰۲۶ کال راهیسې تر اوسه پورې ۴۲ تنو ته ورسېد.
د دې بنسټ په وینا، تېر میلادي کال افغانستان کې په ټولیز ډول، په پولیو د اخته ناروغانو شمېر ۲۱ مورده ثبت شوی وو.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ راپور ورکړی وو، چې د پولیو یوه مثبته بېښه د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د دې سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د چاپېریالي ویرس ۹۳ نمونې هم ثبت شوې دي.
دا مهال په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله د پولیو واکسین کمپاین په جوماتونو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې تر سره کېږي. له دې وړاندې دا کمپاین کور په کور تر سره کېده.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې په پولیو د اخته ماشومانو تر ټولو زیاته شمېره لري.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.







