په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، طالبان د بشري حقونو مدافعین، په ځانګړې توګه ښځې او د هغوی کورنۍ د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي.
رخشانه: ښاغلي فایق نن (چهارشنبې د تلې ۲۹ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمابلې د درېیمې کمېټې په ۸۱ مه غونډه کې ویلي، هېڅ ښځه نه باید د خپلو حقونو د غوښتنې په اساس د ځورولو سره مخ شي.
هغه په خپله بیانیه کې زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، له بشري حقونو دفاع کولی شي، د انسان د خپلواکۍ، امنیت او ژوند په بیه پرېوځي.
فایق لیکلي دی، معترضو ښځو او د بشري حقونو مدافعینو، د طالبانو په بند کې له جنسي ځورونې، جنسي تاوتریخوالي او جنسي تېریو راپور ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، څوک چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو او د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ کوي، د خپل امنیت او ژوند لپاره د جدي خطرونو په منلو سره خپل کار ته دوام ورکوي، تر څو د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیته کړې، طالبان د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو او د هغوی د کورنیو په ګواښلو سره «د هغوی زیان مننه شدیده کړې» او هڅه کوي، چې نور خلک د غږ له اوچتولو راوګرځوي.
هغه د خپلواکې څېړنې، د قربانیانو د خوندیتوب او حساب ورکولو غوښتنه کړې وايي، هېڅ ښځه باید د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر ونه ځورول شي او هېڅ مجرم باید له سزا معاف نه شي.
فایق ټینګار وکړ، هغه افغان مدافعین چې په پټه یا جلاوطنۍ کې ژوند کوي، سمدستي عملي ملاتړ ته اړتیا لري او «له افغانستان څخه وتل د امنیت تر لاسه کولو په مانا نه دي.»
هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې نورو هېوادونو ته د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو د لېږد لپاره دې خوندي لارې برابرې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیاته کړې، د بشري حقونو افغان ښځینه مدافعین باید د خپل هېواد پورې اړوند پرېکړو کې مانا لرونکی او خوندي ګډون ولري.
فایق په پای کې ټینګار کړی، له طالبانو سره تعامل نه باید هېڅ وخت د ښځو خوندیتوب یا د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې ځواب وینه له خطر سره مخ کړي.







