د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

انځور: رخشانه رسنۍ

اروپايي ټولنې ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه د هغوی د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د تلې ۲۸ مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره، افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه په کلکه غندلي دي.

اروپايي ټولنې په خپله اعلامیه کې لیکلي «له بشري حقونو سرغړونې او د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو شدید جنسیتي توپیر او له خپلو اساسي حقونو، له هغې جملې له زده کړې، کار او آزاد تګ راتګ د هغوی محرومول، د هغوی د کلي وضعیت په خرابېدو تمام شوی دی.»

دې دفتر په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خرابېدل او له شپږم ټولګي بره نجونو له زده کړو د محرومیت پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

اروپايي ټولنې ویلي، له شپږم ټولګي بره نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو له ۲.۲ میلیونه زیاتې نجونې اغېزمنې کړې او افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې نجونې په کې د زده کړو حق نه لري.
دې ټولنې په فوري او له قید شرط پرته د تبعیض ډک سیاسیتونو او په افغانستان کې د شځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د پراخو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې د افغانستان له خپلواکو رسنیو، مدني سازمانونو، د بشري او ښځو په حقونو کې له فعالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافعینو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دې ټولنې لیکلي، د افغانستان خپلواکه رسنۍ او د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالین «له تړلې او خطره ډکې فضا سره سره» فعالیت کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

اروپايي ټولنې «کلتوري میراثونو ته د ګواښونو، د کلتوري آثارو او ملکیتونو د غیر قانوني کیندنو او قاچاق دوام، د کلتوري فعالیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو خوندیتوب او د دوی د ژوند محدودیتونو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه