د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

انځور: ټولنیزې شبکې

د طالبانو له لوري د کابل له امید سبز ښارګوټي، د زرګونه هزاره کورنیو د جبري کډه کولو وروسته د «هزاره ګانو د نسل وژنې بندولو د نړیوال کمپاین بنسټ» د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندلو او جبري کډه کولو د مخنیوي نړیواله غوښتنه پیل کړې ده.

رخشانه: دا غوښتنه په دې وروستیو کې د انلاین لاسلیکونو راټولولو او په افغانستان کې د هزاره ګانو د خوندیتوب او ملاتړ د بېړني اقدام په موخه په لار اچول شوې ده.

د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د هزاره وګړو د ځان خوندیتوب، د جنایتونو بندولو، له جبري کډه کولو د مخنیوي، عدالت د برابرولو او د هزاره ګانو د نسل وژنې د څېړنې او په رسمیت پېژندنې لپاره، بېړني، همغږي او ګټور ګاونه پورته کړي.

د دې کمپاین فعالانو ویلي، هزاره وګړو په تېره څه باندې یوه پېړۍ کې، د وژنو، ځپلو، جبري کډه کولو، مالکیت د سلب، جوړښتي تبیعض او له خپلو اساسي حقونو د محرومیت ګڼ پړاونه تجربه کړي دي.

د دوی په وینا، هزاره ګان د عبدالرحمان له وخته وروسته، د هدفمنده تاوتریخوالي، په ملکیانو د خونړیو بریدونو، پر قومي او مذهبي، امنیت او حقوقي بنسټ ولاړو تبعیضونو موخه ګرځېدلي دي.

هغوی په افغانستان کې د هزاره ګانو په وړاندې خونړیو بریدونو ته په اشارې، د دې ټولنې د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او او جبري بې ځایه کول، د ځمکو غصیب او په اساسي حقونو محدودیتونه یې د هزاره ګانو امنیت، ملکیت او راتلونکې ته جدي ګواښ ګڼلی.

د دې غوښتنې فعالانو ویلي، هزاره ښځې او نجونې هم له قومي او مذهبي تبعیض او جنستیي محدودیتونو خورو خطرونو ته په پام سره، ځانګړي ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی له ملګرو ملتونو، د دې سازمان د بشري حقونو له شورا، له دولتونو، ملي پارلمانونو، د نړیوال عدالت واک لرونکو بنسټونو او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو له مدافع فعالانو غوښتي، چې چې د انسانانو د ژوند خوندیتوب لپاره نه باید د حقوقي څېړنو تر پایلو پورې صبر وکړي.

د هزاره ټولنې فعالانو له ملګرو ملتونو، دولتونو او اړونده بنسټونو غوښتي، چې هزاره ګانو ته متوجه ګواښونه په جدي توګه وڅېړي او د ملکیانو د خوندیتوب او د نسل وژنې او نورو ټولو جنایتونو د مخینوي لپاره عملي اقدامات تر سره کړي.

هغوی د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه د هزاره ګانو د جبري بې ځایه کولو، له خپلو کورونو د هغوی د غیر قانوني ایستلو، د ځمکو د نیولو او د هغوی ملکیتونو د سلب د مخینوي لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

د دې غوښتنې فعالانو همداره د هزاره ګانو په وړاندې د تاریخي او اوسنیو جنایتونو اړوند شواهدو د څېړنې غوښتنه او د هزاره ګانو د نسل وژنې د حقوقًي بهیر په څار او ارزونې ټینګار کړی دی.

دوی د وژنو، هدفي بریدونو، جبري بې ځایه کولو، مالکیت د سلب او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو د هر اړخیزه او بې پرې څېړنو لپاره د یوه خپلواک میکانېزم د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.

د هزاره ټولنې فعالانو د هزاره ګانو په وړاندې د نړیوالو جنایتونو د عاملانو پر ځواب وینې ټینګار کړی او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو له حقونو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

دوی له دولتونو، پوهنتونو، څېړنیزو مرکزونو او د بشري حقونو له مدافع سازمانونو غوښتي، چې د هزاره ګانو د تاریخي اسنادو، قربانیانو د شهادتونو او کلتوري میراثونو څخه ملاتړ وکړي.

د دې غوښتنې فعالانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خلکو، د مدني ټولنې سازمانونو او د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي، چې د دې غوښتنې په لاسلیک کولو سره د ژوند ساتنې، د جرونو د بندولو، د جبري بې ځایه کېدو د مخنیوي، عدالت او د نه تکرار د تضمین لپاره د هزاره ګانو د غوښتنو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه