یونسکو او یونیسف سازمانونو په یوه ګډ راپور کې لیکلي، هر تحصیلي کال کې شاوخوا ۳۹۷ زره افغان نجونې، د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو پاتې کېږي.
رخشانه: په دې راپور کې چې تازه «په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د زده کړو ضعیت» تر عنوان لاندې خپور شوی راغلي، ۵۳ سلنه افغان ماشومان چې د لومړنیو زده کړو په عمر کې دي، زده کړو ته لاسرسی نه لري.
دواړو سازمانونو په دې ګډ راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د نجونو په زده کړو د محدودیتونو لګولو له امله، شاوخوا ۲۶ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.
د دې بنسټونو په راپور کې راغلي، ۹۳ سلنه افغان ماشوومان د لومړنیو زده کړو د پای ته رسولو وروسته، د خپل عمر سره سم د یوه ساده متن د لوستلو توان نه لري.
راپور راوړي، د مسلکي ښوونځو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت، د درسي توکو کمښت، د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه او د پانګونې کموالی، په افغانستان کې د زده کړو د بحران یو له اصلي لاملونو څخه دی.
د یونسکو او یونیسف په ګډ راپور کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې منځنۍ زده کړې «له زده کړو د نجونو د محرومیت له دوام او د هلکانو د ګډون د کموالي» له ستونزو سره مخ دي.
یونسکو او یونیسف په خپل راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دیني زده کړو ته هم اشاره کړې وايي، د دیني مدرسو د زده کوونکو شمېر ۲.۶ میلیونه ته رسېدلی دی.
د دې دواړو بنسټونو په وینا، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د دیني مدرسو شمېر د پام وړ زیاتوالی کړی دی.
د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د دیني زده کړو بنسټونو شمېر په کابل ۲۰۱۹ کې له هرو یو زر او ۱۲۷ بنسټونو، په کال ۲۰۲۳ کې ۱۷ زره او ۸۳۲ ته او په کال ۲۰۲۵ کې ۲۰ زره او۷۰۰ ته رسېدلی دی.
د دې شمېرو له مخې د زده کوونکو شمېر هم په کال ۲۰۱۰ کې له ۳۶۱ زره او ۶۸۷ څخه په ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۲.۴۶ میلیونه تنو ته رسېدلی دی. نجونې شاوخوا ۷۱۶ زره دي، چې د ټولو راجستر شویو زده کوونکو ۲۹ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې «په ۲۰۲۶ کې د افغانستان د زده کړو وضعیت» راپور خپور کړی دی، چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د دیني مدرسو زیاتېدو د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې له ځان سره درلودې.
دې دواړو بنسټونو په خپل راپور کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د زده کوونکو ګډون ته اشاره کړې وايي، د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په پوهنتونو کې د نارینه محصلینو شمېر د پام وړ کم شوی، په داسې حال کې، چې د نجونو ګډون په کې صفر دی.
راپور کې راوړل شوي، له طالبانو مخکې په ۲۰۲۱ کال کې د محصلو نجونو هلکانو شمېر شاوخوا ۴۲۵ زرو ته رسېده.
د راپور له مخې، د زده کوونکو نجونو شمېر په ۲۰۱۹ کې له شاوخوا ۱۱۹ زره تنو څخه په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۸۹ زره تنو ته راټیټ شوی، وروسته په ۲۰۲۳ کې کابو صفر ته ورسېد او له ۲۰۲۴ راپدېخوا صفر شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي«د لوړو زده کړو تر لاسه کولو لپاره د کورنیو د مالي وړتیا کموالی، د فارغانو لپاره د کار کمزوري امکانات او په خوصوصي بنسټونو باندې مالي فشارونه هغه عوامل دی، چې د زده کوونکو له کمښت سره مرسته کوي.»
یونیسف او یونسکو په خپل راپور کې اټکل کړی، چې په افغانستان کې لوړو زده کړو ته د ښځو د لاسرسي د ځنډ په دوام سره، د هغې اقتصادي زیان ښايي تر ۲۰۲۶ پورې شاوخوا ۹.۶ میلیارد امریکايي ډالرو ته ورسېږي.
دې بنسټونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په پوهنتونو کې د استادانو او کادري غړو ټولیز کمښت ته اشاره کړې وايي، د استادانو او تدریسي کاردو د غړو ټولیز شمېر له یو په درېیمې کمښت سره مخ دی، یعنې په ۲۰۱۹ کې له شاوخوا ۱۸ زره او ۹۰۰ تنو، په کال ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۱۲ زره او ۷۰۰ ته راټیټ شوی دی.
په راپور کې ټینګار شوی، چې د افغانستان په پوهنتونو کې د ښځینه اکاډمیک کارمندانو شمېر په ۲۰۲۹ کې له شاوخوا دوه زره او ۶۰۰ څخه په ۲۰۲۳ کې شاوخوا یو زر او ۱۰۰ تنو، په کال ۲۰۲۴ کې ۸۰۰ تنو او په ۲۰۲۵ کې لږ ډېر له ۱۰۰ تنو څخه کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د افغانستان په پوهنتونو کې د درسي پروګرامونو بدلون ته هم اشاره کړې وايي، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو ته امر کړي، چې له ښوونیز نصاب نه ۶۷۰ کتابونه او دري مواد لرې کړي.
همدارنګه دې ډلې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۱۸ اکاډمیکو څانګو تدریس وځنډاوه، چې په کې د بشري حقونو، دیموکراسۍ، جنسیت، حکومتولۍ او د ټولنیزو علومو نورو برخو پورې اړوند مضمونونه شامل وو.







