د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: نړۍ کې هره ورځ کابو ۲۵ ښځې او نجونې جګړو کې وژل کېږي

26 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې هره ورځ کابو ۲۵ ښځې او نجونې جګړو کې وژل کېږي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو، سولې او امنیت په اړه یوه راپور کې وايي، ټوله نړۍ کې هره ورځ لږ تر لږه ۲۵ ښځې او نجونې په وسله والو جګړو کې وژل کېږي.

رخشانه: دې راپور کې چې نن (دوشنبې د لړم ۴ مه) خپور شوی راغلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په وسله والو جګړو کې د ښځو او نجونو د وژل کېدو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي، په تېر میلادي کال کې له ۳۷ زیاته ملکي وګړي په نښتو کې وژل شوي. ښځې او نجونې د دې پېښو د قربانیانو یو په څلورمه برخه جوړوي.

د راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۵۰ میلیون ښځې او نجونې د په جګړه کې د ښکېلو سیمو په ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي. دا شمېره د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۰ میلیونه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اجرائیوي برخې مدیره سیما باهوس وايي، دا مهال ګڼ شمېر ښځې او نجونې، د بل هر وخت په پرتله په تېرو څو لسیزو کې د جګړې په دام کې ښکېل شوې دي.
ملګرو ملتونو لیکلي، د هغو ښځو او نجونو لپاره چې د جګړې په دام کې نښتې، ګواښونه یوازې تر بمباریو پورې نه محدودېږي. په جګړو پورې تړلې د جنسي تاوتریخوالې پېښې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ پورې څلور برابره زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، همدارنګه جګړه ډېرې ښځې د بېوزلۍ خوا ته کاږي او له ګټې پرته د څارنې کارونه د دوی پر اوږو درانده دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

فایق: افغان ځوانان د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۱۷۰ میلیونه ښځې او نجونې هممهاله د جګړې په سیمو او شدیدې بېوزلۍ کې ژوند کوي. دا شمېر په ټوله نړۍ کې د ټولو هغو ښځو او نجونو ۴۰ سلنه جوړوي، چې په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو لیکلي، له جګړو د زیان لیدونکو هېوادونو ښځې او نجونې له سړیو او هلکانو پنځه چند زیات وخت د کور په کارونو او بې مزده څارنو کې تېروي.

راپور کې راوړل شوي، په ګڼ مېشتو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو او اوږد واټن ویشتونکو وسلو ورځ تر بلې زیاتې کارونې، له هغې جملې په ښوونځیو، بازارونو او روغتونو قصدي بریدونو د ښځو د خوندیتوب په اړه اندېښنې رامنځ ته کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د دې ننګونو سره سره، ښځې لا هم د خپلو ټولنو څخه د ساتنې او سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې زیاته کړې، ښځې هره ورځ په ټوله نړۍ کې، د جګړو د پای ته رسولو او سولې رامنځ ته کولو لپاره هڅې کوي.
ملګري ملتونه وايي، د سولې له خبرو اترو د ښځو محرومیت، د دوی د فعالیتونو د ملاتړ لپاره د پانګونې کمښت سخت شوی دی.

دې بنسټ د ټولو ښځو او نجونو او د هغوی د حقونو د ساتنې، د سولې او امنیت په پروسو کې د هغوی د مانا لرونکي ګډون، د ښځو په مشرۍ د شخړو د مخنیوي او د سولې د ټینګښت په پروګرامو کې د دوامداره پانګونې غوښتنه کړې ده.

همدارنګه ملګرو ملتونو د نړیوالو قوانینو د رعایت کولو له سزاو مصونیت ته د پای ورکولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

ګلالۍ کریمي، د زابل له لومړنۍ رسنیزې نجلۍ د فرانسوي سیمنا تر لوبغاړې پورې
دسته‌بندی نشده

ګلالۍ کریمي، د زابل له لومړنۍ رسنیزې نجلۍ د فرانسوي سیمنا تر لوبغاړې پورې

3 نوومبر 2026
افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری
خبر

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری

2 نوومبر 2026
د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی
خبر

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی

2 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي
خبر

معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

2 نوومبر 2026
بدخشان کې د «ناموسي وژنې» د دوه ترخو پېښو کیسه
خبر

سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې

1 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي

1 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه