د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي

29 اکتوبر 2026
بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ په یوه راپور وايي، افغان ټولنه نه باید اجازه ورکړي، چې د طالبانو ځپوونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز کړای شوی تبعیض عادي کړای شي.

رخشانه: دا راپور نن (پنشنبې د لړم ۷ مه) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۰۲۵ د نوامبر څخه د ۲۰۲۶ تر اګست پورې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور شوی دی. ټاکل شوې ښاغلی بنټ خپل راپور نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

بنټ په دې راپور کې لیکلي، طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته، په افغانستان کې د شځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ په تدریج سره له تبیعض نه ډک سیاسي اقدامات لګولي او پلي کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو د تېرو څه باندې کلونو په جریان کې د ښځو او نجونو د ژوند د بنسټیزو اړخونو، له هغې جملې د تګ راتګ په خپلواکۍ، زده کړو، کار، د بیان آزادۍ او په عمومي ژوند کې د ګډون کابو کولو لپاره اقدامات کړي دي.

د بنټ په وینا، په ښوونځیو او پوهنتونونو په ځانګړې توګه په طبي انستېتیوتونو کې د نجونو پر زده کړه د طالبانو محدودیتونو، په روغتیايي سکتور، چې له وړاندې د زیاتو ستونزو سره مخ وو، جدي اغېز کړی دی.

نوموړي د طالبانو د محدودونونکو قوانینو توشېح ته په اشارې سره ویلي، د دې ډلې د امربالمعروف قانون، د نارینه وو، هلکانو، د جنسي تنوع لرونکو کسانوو قومي او مذهبي لږکیو، له ټولنې څنډې ته کړای شویو کسانو د عمومي ژوند ټول اړخونه او خپلواکه رسنی تر اغېز لاندې نیسي او د ښځو او نجونو ژوند محدودوي.

په راپور کې راغلي، د دې قانون تر توشېح وروسته، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه په ټولو ولایتونو کې له پراخو اجرايي واکونو برخمن شوي او د دې قانون د پلي کولو لپاره په ټول هېواد کې منسجم او سیستماتیک اقدامات تر سره کوي.

بنټ ویلي، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د مخکني نظام تقنیني او قضايي جوړښتونه، چې د بشري حقونو د ملاتړ او له بشري سرغړونو د مخنیوي برخه کې یې اساسي رول درلود، منحل کړي یا یې په اساسي ډول بدل کړي دي.

هغه په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست وروسته، د اعدام او بدني سزاو علني احکام، له هغې جملې د خلکو په وړاندې په دورو وهلو بیا پیل کړي. دې ډلې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

بنټ زیاته کړې، دا سزاوې په دې وروستیو کلونو کې د پام وړ زیاتې شوې، په داسې ډول چې په ۲۰۲۵ کال کې د صادر شويو احکامو شمېر، د تېرو څلورو کلونو څخه زیات وو.

دی وايي، طالبانو پرته له دې چې «عمومي بښنې» ته ژمن و اوسي، د ۲۰۲۱ څخه د ۲۰۲۵ تر سپټمبر پورې د پخوانیو امنیتي ځواکونو ۲۶۱ غړي وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل راپور کې ویلي، طالبانو په مذهبي آزادیو محدودیتونه لګولي او دې ډلې ان حنفي مذهب د خپلو ټولو قوانینو د بنسټ په توګه غوره کړی دی.

بنټ د بشري حقونو په توګه د مذهب او عقیدې پر آزادۍ ټینګار کړی وايي، د مذهب یا عقیدې آزادي هېڅکله نه باید د ټولنې د یوې ځانګړې ډلې، له هغې جملې د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض د توکو په توګه وکارول شي.

همدارنګه هغه په خپل راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۱ له اګست نه تر نن پورې، د ټولنیزو کیسو او خبرو د کابو کولو لپاره بېلا بېل اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

د هغه په وینا، دې ډلې د بیان پر آزادۍ په ځانګړې توګه د خپراوي په آزادۍ او د اطلاعاتو تر لاسه کولو باندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

بنسټ ویلي، د طالبانو د امربالمعروف قانون له مخې په رسنیو کې د ساه کښو موجوداتو انځور خپرول بند دي. دې ډلې د ژوندۍ سیاسي خپرونې هم بندې کړې او رسنۍ یې ملزمې کړې، چې مخکې له مخکې ثبت او تایید شوي پرواګرامونه خپاره کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

فایق: افغان ځوانان د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي

نوموړي زیاته کړې، دغه ډلې همدارنګه په رسنیو کې د ښځو شتون د تدریجي محدودلو لپاره اقدامات تر سره کړي، چې دا اقدامات ښځینه خبریالانې د خپل مسلکي مسوولیتونو په برخه کې له نورو محدودیتونو سره مخ کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، طالبانو د کلتوري تنوع او د افغانستان د غني دودونو د ځپلو لپاره اقدامات تر سره کړي، د نورز د اختر او د یلدا د شپې لمانځل یې بند کړي دي.

نوموړي په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال نه وروسته، د ښځو لپاره ورزش ممنوع اعلان کړی او ټولې ښځینه لوبډلې یې منحل کړې دي.

اړوندې لیکنې

ګلالۍ کریمي، د زابل له لومړنۍ رسنیزې نجلۍ د فرانسوي سیمنا تر لوبغاړې پورې
دسته‌بندی نشده

ګلالۍ کریمي، د زابل له لومړنۍ رسنیزې نجلۍ د فرانسوي سیمنا تر لوبغاړې پورې

3 نوومبر 2026
افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری
خبر

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری

2 نوومبر 2026
د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی
خبر

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی

2 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي
خبر

معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

2 نوومبر 2026
بدخشان کې د «ناموسي وژنې» د دوه ترخو پېښو کیسه
خبر

سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې

1 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي

1 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه