د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې

31 اکتوبر 2026
امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې

انځور: جلا وطنه هزاره شبکه

افغان زده کړیاله او د امریکا د «فولبرایټ» بورسیې درلودونکې بېنظیر نورزاد، د خپل پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې، د دې هېواد د کډوالو ادارې (ICE) د مامورینو له خوا نیول شوې ده.

رخشانه: د بېنظیر خپلوانو ویلي هغه پنشنبې د (تلې ۳۰ مه) ویرجینا ته د تګ پر مهال له «دیټرویټ» هوايي ډګر څخه د الوتنې په وخت کې، په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.

دغه ۳۲ کلنه افغان زده کړیاله په ۲۰۲۱ کال کې په فولبرایټ بورسیه امریکا متحده ایالاتو ته تللې او په همغه کال یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړی وو.

د هغې د خپلوانو په وینا، د بېنظیر د پناه غوښتنې درخواست رد شوی نه و او د پناه غوښتنې مرکه یې په راتلونکو اونیو کې ټاکل شوې وه.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه د مشیګان ایالت د بتل کریک ښار کې، کانټي کالاهون اصلاحي او روزنیز مرکز ته لېږدول شوې ده.

تر اوسه د بېنظیر نورزاد د برخلیک او د ساتلو د کره ځای په اړه کوم خبر نشته.
په ورته وخت جلاوطنه هزاره شبکې د امریکا د کډوالو ادارې له خوا د نورزاد په نیونه اندېښنه ښودلې او د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

فایق: افغان ځوانان د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي

دې بنسټ د امریکا له کډوالو ادارې غوښتي، چې د نورزاد د پناه غوښتنې دوسیه دې له پناه غوښتونکو د ملاتړ په برخه کې، د امریکا د نړیوالو ژمنو او محکمې د عادلانه او بشپړو اصولو سره سمه وڅېړي.

هزاره جلا وطنه شبکې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته، چې د بشري حقونو له سخت بحران سره مخ دی، د نورزاد ستنول کولی شي هغه له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری
خبر

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری

2 نوومبر 2026
د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی
خبر

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی

2 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي
خبر

معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

2 نوومبر 2026
بدخشان کې د «ناموسي وژنې» د دوه ترخو پېښو کیسه
خبر

سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې

1 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي

1 نوومبر 2026
بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي
خبر

بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي

29 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه