د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال لپاره د «رسنیو د دښمنانو» کلنی نوملړ خپور کړ، چې په کې د طالبانو د ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده نوم لیدل کېږي.
رخشانه: دې سازمان نن (دوشنبې د لړم ۱۱ مه) د «خبریالانو په وړندې د تر سره شویو جرمونو د سزاو څخه د خوندیتوب پای ته رسولو نړیوالې ورځې» په مناسبت، د ۳۳ تنو او بنسټونو نوملړ د «رسنیو د آزادۍ د دښمنانو» په توګه خپور کړی دی.
په دې نوملړ کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اېکس خاوند او مټا شرکت مشر ایلان ماسک نومونه هم لیدل کېږي.
بې پولې خبریالانو ویلي، په دې نوملړ کې ثبت شوي کسانو او بنسټونو د ۲۰۲۶ کال په جریان کې د خبریالانو په ګواښلو او نیولو، تاوتریخوالي، حقوقي او اقتصادي فشارونو او تبلیغاتو، د رسنیو خپلواکي او د خپلواکه خبریالانو فعالیتونه محدود کړي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د دوی د نومونو په خپرولو سره، د هغوی اقداماتو ته اشاره کړې او د دوی د ځواب ویلو غوښتنه یې کړې ده.
دې سازمان ویلي دي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کړنلارو په صادرولو سره، د مطبوعاتو آزدي په هدفي ډول محدوده کړې ده.
بې پولې خبریالان وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر حکومت نیوکه بنده ده، ښځینه خبریالانې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، سیاسي بحثونه ځپل کېږي او د ساه کښو انځور خپرول هم بند دي.
دې بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې پر رسنیزو فعالانو د طالبانو فشارونه نور هم زیات شوي او د دې فشارونو په ترڅ کې په دې هېواد کې ګڼې رسنۍ تړل شوې یا هم د یوې مودې لپاره له فعالیته لوېدلې دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، د دې بنسټ د مطبوعاتو د نړیوالې آزدۍ په درجه بندۍ کې، د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ مقام کې ځای لري.
د دې سازمان په وینا، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسي، له ۷۴ زیات رسنیز فعالان نیول شوي، چې شپږم تنه د هغو په کال ۲۰۲۶ کې نیول شوي دي. له دې کسانو یو شمېر یې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي هم دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د امربالمعروف قانون له مخې، د ساه کښو انځور نه خپرول د رسنیو د «خپلو توکي» بیان کړي وايي، دا بندیز اوس هم د هېواد درې په څلورمه برخه ولایتونو کې عملي کېږي.







