د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو برخې مسوولې هدر بار په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو زیاتوالي، د امیندوارۍ او د سقط جنین د مخنیوي څخه د ښځو د محرومیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
رخشانه: هغې نن (دوشنبې د لړم ۱۱ مه) د افغانستان د شنوونکو شبکې د راپور په بیا خپرولو سره په خپله اېکس پاڼه، په افغانستان کې د زېږون د لوړې کچې او په دې برخه کې د خطر د زنګ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو برخې مسوولې، «د ښځو د اقتصادي خپلواکمۍ کمزوري کول، د نرواکه نظام بیا پیاوړتیا او جبري امیندواري» د دې اندېښنو له شیدیدو عواملو څخه ګڼلي دي.
د هغې په وینا، دا تحولات په داسې شرایطو کې رامنځ ته کېږي، چې په افغانستان کې امیندواري ورځ تر بلې خطرناکه کېږي.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل راپور کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د زېږون نهمه کچه لري.
د دې بنسټ په خبره، د زېږون لوړه کچه د کم عمره ودونو، د کورنۍ پلان کولو پروګرامونو ته محدود لاسرسی او د ښځو د تعلیمي او مسلکي محدودیتونو پورې اړه لري.
د افغانستان د شنونکو شبکې ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د هغو نجونو شمېر، چې د زده کړې د محرومیت له امله یې ودونه کړي او امیندواره شوې دي، زیات شوی دی.







