په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې افغان ځوانان، د طالبانو د محدودیتونو له امله، د زده کړې، کاري فرصت او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي.
رخشانه: نوموړي دا څرګندونې نن (سه شنبه د لړم ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د «درېیمې کمېټې» غونډې په څنډه کې، د «افغان ځوانان د حقوقو، آرمانونو، ننګونو او فرصتونو په دوه لارې کې» په ناسته بیان کړې.
فایق په دې ناسته کې و ویل، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې افغان ځوانان له بې ثباتۍ او ژورې نه ډاډمنتیا سره مخ کړي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو د محدودیتونو له امله ډېری ځوانان د زده کړو د درېدو، د کاري پروګرامونو له منځه تلو او په ټولنه کې د ګډون فرصتونو د تدریجي محدودېدو شاهد دي.
فایق وايي، د دې وضعیت پایلې په ځانګړې توګه د نجونو او ځوانو ښځو لپاره لا سختې دي. یونیسف تېره میاشت راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۱ راهیسې تر اوسه پورې له ۲.۶ میلیونه زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي. همدارنګه د پوهنتونو دروازې د ښځو په مخ تړل شوې او محدودیتونه د هغوی کار، تګ راتګ، خپلواکي لا نوره محدودوي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ټینګار کړي، د دې شمېر تر شاه داسې ځوانان هم شته، چې هیله لري ډاکتر، ښوونکی، انجینر یا هم خبریال شي.
د ده په خبره هر کال محرومیت د ځوانانو لپاره د دې هیلو پوره کېدل لا ستونزمنوي او افغانستان له هغو مسلکونو محروموي، چې خورا زیاته اړتیا ورته لري.
فایق ویلي، دیني مدرسې په زیاتېدونکي ډول د رسمي زده کړو ځای نیسي او تر څنګ یې د بهرنیو ژبو او مدني زده کړو په څېر مضمونونه له درسي نصاب څخه ایستل کېږي.
نوموړي په هېواد کې د دیني مدرسیو د شمېر په زیاتوالي اندېښنه ښودلې وايي، د ۲۰۲۵ تر سپټمبر پورې د طالبانو له لوري له ۲۳ زره څخه زیات دیني بنسټونه ثبت، بدل او جوړ شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، له دې ننګونو سره سره، افغان ځوانان لا هم د زده کړو، کار او ټولنې لپاره د خدمت کولو په پار هڅې کوي.
هغه د ښځو، مدني ټولنې، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو ډلو لپاره د فرصتونو برابرولو غوښتنه کړې، چې نظرونه یې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.
فایق وايي، افغان ښځې او ځوانان باید په هغه پرېکړو کې رول ولري، چې د دوی د راتلونکې په اړه اغېز لري.
په دې ناسته کې څو تنو افغان نجونو هم ګډون او خبرې وکړې.







