د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

3 نوومبر 2026
معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی.

د «برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ» غړو، د افغان ښځو او نجونو د انساني او اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره د سوله ییزو مبارزو پر دوام د ټینګار تر څنګ له ملګرو ملتونو او دولتونو غوښتي، چې د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصحلتونو قرباني نه کړي.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (سه شنبې د لړم ۱۲ مه) په یوه پرېکړه لیک کې د خپلو مبارزو پر دوام ټینګار کړی دی.

د «برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ» په پرېکړه لیک کې راغلي «مدني مبارزې، د زده کړو او ښځو د آزادۍ حق، د یوه آزاد او عادلانه افغانستان بنسټ دی.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یې تل د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د خپل اعتراض غږ پورته کړی دی.

معترضو ښځو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو د ژر تر ژره پرانستل کېدو او د طالبانو له لوري پر زده کړو د محدودیتونو پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه دوی د ښځو په وړاندې د تبعیض د پای ته رسېدو او د زده کړو، کار، سیاسي ګډون او ټولنیز ژوند د برابرو حقونو د خوندیتوب غوښتنه هم کړې ده.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو او دولتونو غوښتي، چې د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي او د عدالت، آزادۍ او انساني کرامت د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: افغان ځوانان د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری

د «برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ» غړو د افغان ښځو او نجونو د انساني حقونو د تر لاسه کولو لپاره د خپلو مبارزو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوندې لیکنې

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی
خبر

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی

2 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي
خبر

معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

2 نوومبر 2026
بدخشان کې د «ناموسي وژنې» د دوه ترخو پېښو کیسه
خبر

سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې

1 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي

1 نوومبر 2026
امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې
خبر

امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې

31 اکتوبر 2026
بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي
خبر

بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي

29 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه