هانیه فروتن
د کاناډا په ارام پارک کې، د کابل له دوړو او خاورو لرې او تر داسې اسمان لاندې چې نور په ځان کې د طالبانو د محدویتونو سیورۍ نه لري، دوه ځوانې خویندې، فروهر او فرنګیس ممتاز په چوپتیا کې د یوګا ورزش تمرین کوي، خو دا یوازې د ارامتیا او سلامتۍ لپاره ورزش نه دی، بلکې د هغه څه په وړاندې یو ډول اعتراض دی، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان دي.
د ۲۳ کلنې فروهر او ۱۵ کلنې فرنګیس په وینا دغه حرکات له بدني تمرین ورپورته، د ښځو پت خو رسا غږ دی، چې په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې له خپلو لومړنیو انساني حقونو څخه بې برخې او د هېرېدو په درشل کې دي.
طالبانو په افغانستان کې پر ښځو لسګونه سخت محدویتونه پلي کړي دي، د بشري حقونو فعالان دغه وضعیت «جنسیتي توپیر» بولي.
فروهر له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو کې وايي«زه د کابل د یادونو د هغه ښځو د چوپ شویو خوبونو چې په خپلو کورنو کې بندیانې شوي دي په یادونو ناڅم. زما هر حرکت د هېرېدو او ځپل کېدو پر وړاندې یو غږ دی.»
فروهر له ماشومتوبه له یوګاه سره بلده وه، هغې په هغه ورځو کې چې کابل د طالبانو د چاودنو او جګړو لاندې ملا ماته کړې وه، یوازې د یوګاه د تمرینونو ننداره کوونکې وه، هغه ځای چې مور به یې د کابل نجونو ته په کې د یوګا تمرین کاوه، هغه په تدریج سره دغه ورزش ته لېواله شوه او هغه یې د خپل ژوند په یوه نه شلېدونکې برخې باندې واړوله.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو په لاس د کابل له پاشل کېدو مخکې فروهر د خپلې مور په مرسته د افغانستان په پلازمېنه کې د یوګا د ورزش یو مرکز اداره کاوه.
خو د طالبانو په بیا راتګ او د ښځو پر وړاندې د محدویتونو له پلي کېدو، له تحصیل او کار څخه د مخنیوي، په عمومي چاپېریال کې د حضور له محرومیت وروسته هغې پرېکړه وکړه، چې یوګا د افغانستان د ښځو د ملاتړ د اعتراض په توکي واړوي.
فروهار د ۱۷ کلنۍ راهیسې په مسلکي توګه یوګا مخ ته وړله، او د نڅا سره په یوځای کولو یې، هغې د احتجاج یو سټایل رامنځته کړ چې د هغې د احساساتو څرګندونه او د ښځو د مقاومت لپاره پیغام و.
د کابل له سقوط وروسته هغه او کورنۍ یې لومړۍ پاکستان او بیا کاناډا ته کډوال شول، خو فروهر نه شوای کولی په اسانۍ سره د خپلو هېوادوالو له رنځونو سترګې پتې کړي، د کابل د نجونو په اړه فکر، هغه نجونې، چې له زده کړو او تفرېح څخه بې برخې شوې دي، له لارې یې د مبارزې د پیل لپاره بڅرکی وو.
هغه وايي:«ځان ژغورل مې کافي نه وو، باید د هغو لپاره چې په افغانستان کې د طالبانو تر سلطې لاندې لاس او ګرېوان دي کار مې کړی وای.»
فروهر تر اوسه پورې په پنځو له هغې ډلې د کابل د سقوط کلیزه، د ښځو نړیوالې ورځې« د مارچ اتمه» په ایران کې د «ښځې، ژوند او آزادۍ» له خوځښت سره د همغږۍ، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ښځو څخه د ملاتړ په مناسبتونو کې اعتراضي نندارې وړاندې کړې دي.
د هغه او فرنګیس وروستۍ ننداره د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۱مه، په کاناډا کې د یوګا د نړیوالې ورځې په مناسبت وه، چې د دوو مخ پټو افغان نجونو لخوا د یوې ترانې سره یو ځای:«اوه، ستا ساه د وخت له ساه څخه ډېره سوځونکې ده، ستا مبارزه د یوې ښځې په ژړا کې ښکلې ده. وه»
دا سندره چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې خپره شوه، په چټکۍ سره د افغان ښځو د احتجاجي سرودونو څخه یوه شوه.
فروهر تشرېح کوي:«دوی د حجابونو او پټو مخونو سره احتجاج وکړ، مګر موږ غوښتل چې د دوی غږونو ته هویت او حرکت ورکړو او د محدودیتونو قلف مات کړو.»
د یوګا سره د فرنګیس د تړاو کیسه د هغې د مشرې خور سره ورته ده. هغه هم په ماشومتوب کې یوګا ته مخه کړه، په پیل کې د هغې د مور او خور لخوا اغېزمنه شوه، مګر اوس هغه وايي، یوګا د هغې لپاره ژوره مانا لري: «د یوګا سره، زه نه یوازې د ذهن او بدن سکون مومم، بلکې زه کولی شم د ښځو د حقونو لپاره هم مبارزه وکړم.»
فرنګیس په دې باور ده چې د طالبانو د ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې کېدل د افغان ښځو سره خیانت دی: «موږ باید اجازه ورنه کړو چې د ښځو غږونه چوپ کړای شي. یوګا ماته ځواک راکوي چې د دوی لپاره چیغې ووهم.»
د فروهر، فرنګیس، د دوی مور او د دوی سره د نورو نجونو لپاره د یوګا تمرین کول ان د جمهوريت دورې په جریان کې چې د ښځو لپاره نسبي آزادي وه اسانه کار نه وو.
دوی په دودیز، پلارواکه ټولنه کې له ډېرو خنډونو سره مخ وې سپکاوی، رټنه او ګواښونه د دوی د ورځنيو تجربو برخه وه.
فروهر وايي:«هر کله چې موږ په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو فعالیتونو ویډیو خپره کړه، موږ د منفي تبصرو او ویجاړونکي انرژۍ څپې سره مخ کېدو. د دې پر ځای چې موږ وهڅوي، موږ به یې په دې دلیل چې ښځې یو او د یوګا تمرین کوو ځپلو او نیوکې به یې راباندې کولې.»
په ۲۰۲۰ کال کې، د یوګا د نړیوالې ورځې په مناسبت، فروهر او د هغې همکارانو د کابل د شپږمې ناحیې د حاجي نبي ښارګوټي په غونډیو کې یو پروګرام ترسره کړ، خو دا کلتوري غورځنګ د مذهبي بنسټپالو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
هغه حسابونه چې په عمده توګه د مذهبي شخصیتونو سره یې تړاو درلود، د دې عمل پر وړاندې ولاړ وو.
دې ګواښونو د فروهر او د هغې ملګرو فعالیت خورا ستونزمن کړ، تر دې چې دوی اړ شوې چې د دریو میاشتو لپاره خپل د یوګا مرکز وتړي. فروهر وايي:«یوګا پخپله زموږ په ټولنه کې ممنوع وه، څه رسي دې ته، چې د ښځو یوه ډله دا تمرین تر سره کړي.»
فروهر د کلونو مبارزې او ظلم څخه راوتلې ساه سره وايي. « موږ ان دومره زده کونکې هم نه شوای جذبولی څومره چې موږ غوښتل، دا نه چې لېوالتیا ورته نه وه، بلکې موږ د تبلیغ جرئت نه درلود. زموږ د کار معرفي کولو لپاره هر ګام زموږ او زموږ زده کونکو لپاره خطرناک کېدای شوای.»
خو هغې هېڅکله د یوګا پرېښودو فکر نه کاوه. د فروهار لپاره یوګا یوازې د غځولو او فزیکي تمرین ورهاخوا د ژوند یوه لاره ده، چې نه یوازې د هغې بدن، بلکې د هغې روح او د ژوند، تغذیې او آرامۍ په اړه یې د هغې چلند هم بدل کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، یوګا یو پخوانی فزیکي، ذهني او معنوي تمرین دی، چې له هنده یې سرچینه اخیستې. یوګا په سانسکریتي ژبه کې د پیوستون او یووالي په مانا ده، چې د بدن او پوهاوي د یوځای کېدو سمبول دی.
د همدې لپاره ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې د جون ۲۱ مه د یوګا نړیواله ورځ اعلان کړه.
د فروهر او فرنګیس مور فخریه ممتاز، د یوګا ورزش لومړنۍ روزونکې وه، چې په کال ۲۰۱۶ کې یې په کابل کې د ښځو لپاره یو ورزشي مرکز جوړ کړ، هغې مخکې آزادۍ رادیو ته ویلي و، په څلورو کلونو کې وتوانېده، چې ۶۰۰ غړي ولري، هغه مرکز چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره وتړل شو.
فروهر د یوې نجلۍ په اړه وايي، چې د ګونډو له سختو دردونو سره د یوګا مرکز ته راغلې وه، خو په څو غوندو کې له ګډون وروسته نه یوازې چې د ګونډو دردونه یې کم شول، بلکې روحي حالت یې هم بدلون وموند او پر څېره یې موسکا بېرته راوګرځېده«هغه نجلۍ چې زموږ له ټولګیو سره تر یو ځای کېدو وړاندې یې د ځان وژنې فکر کاوه، د یوګا پر مټ یې بیا ژوند وموند، یوګا د هغې لپاره په تیاره کې روښنايي وه، چې ژوند یې ور وژغوره.»
دغه بدلون د فروهر لپاره یوه انګېزه شوه تر څو په مینه او لا ژمنې سره خپلې لارې ته دوام ورکړي، فروهر او فرنګیس اوس په کاناډا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
هغوی نه یوازې د افغانستان د ښخو، بلکې د ټولو هغو ښځو لپاره چې د ځپنې او تبعیض په سیوري کې ژوند کوي ناڅي، یوګا اوس د هغوی د تېرو محدویتونو او راتلونکې خپلواکۍ تر منځ یو پل دی.
فروهر وايي، هغه کار چې دا او خور یې کوي، د ځپلو او هېرېدو پر وړاندې درېدنه ده:«زمو هر حرکت، هره ساه د هغه ښځو لپاره ده، چې په چوپتیا کې چیغې وهي، موږ په یوګا نه یوازې خپل بدن آزادو، بلکې خپل روح او اروا هم پرې په پرواز راولو.»







