دغه راپور په مزار شریف کې له ۱۲ کورنیو، تر ۱۵ کلونو کم عمره ۶ ماشومانو او ۳ روان پوهانو سره د خبرو اترو ټولګه ده. موندنې ښيي، چې د کورنیو ناامنه چاپېریال، بېوزلۍ، بېکارۍ، له زده کړو او کار څخه د ښځو مخنیوي د ماشومانو روغتیا او رواني حالت هم اغېزمن کړی دی.
د دغه ۱۲ کورنیو څخه چې په دې راپور کې یې ګډون کړی ۹ هغو یې ویلي، چې د سیاسي نظام له بدلون وروسته یې اولادونه د رواني لحاظ له ستونزو سره مخ شوي دي. ۷ نورو کورنیو بیا تایید کړې، چې د طالبانو د حکومت په راتګ، د بېوزلۍ او بېکارۍ په زیاتوالي، د میندو او پلرونو پر وړاندې محدویتونو او روحي ستونزو، کورني تاوتریخوالي او همدې ناسم وضعیت د دوی د ماشومانو روغتیا او روان هم اغېزمن کړی دی.
د هغه کورنیو سره په خبرو کې، چې اولادونو یې په تېرو دوه کلونو کې له رواني لحاظ د پام وړ بدلون کړی جوته شوې، چې دغه ماشومانو، بې خوبي، غیر عادي چوپتیا، له حده زیات خوب، تاوتریخوالی، وېره او دایمي ډار، ماشومانه لوبو ته نه لېوالتیا او څنډې ته کېدل له ځانه ښودلي دي.
د دغه کورنیو له ډلې یوازې دوه کورنۍ توانېدلې، چې خپل ماشومان د روانې درملنې لپاره روان پوهانو ته بوزي، نور ټول ماشومان، د اقتصادي ستونزو او نه خبرتیا له امله د درملنې له مرکزونو څخه پاتې دي.
په بلخ ولایت کې د ماشومانو د رواني ستونزو د کره او رسمي معلوماتو د نه شتون له امله دلته روان پوهان وايي، په ماشومانو کې رواني ستونزې په یوه پټ ناورین اوښتی دی.
په مزار شریف کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون د عقلي او عصبي څانګې یوه ډاکتر د هویت پټ ساتلو په شرط رخشانې رسنۍ ته وايي: په تېر یوه کال کې د هغه ماشومانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې له رواني ستونزو سره مخ دي. د دغه ډاکتر په وینا له هرو لسو مراجعه کوونکو څخه کم تر کمه یو یې ماشوم دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرکز ته هره ورځ له ۳۰۰ زیات ناروغان راځي، چې ماشومان یې، د وېرې، تاوتریخوالي، بې خوبۍ، له حده زیات خوب، سر درد، ډېفرېشن، عصبي حملو او د تمرکز کمزورتیا نښې لري.:«ډېرۍ کورنۍ د نه خبرتیا له امله خپل ماشومان په دغه وضعیت کې ډاکتر ته نه وړي، هغوی فکر کوي چې ماشوم به یې د وخت په تېرېدو ښه ښي او درملنې ته اړتیا نه لري، ډېرۍ کورنۍ د ټولنې له قضاوتونو وېره لري او نه خوښي، چې څوک یې دې د ماشومانو له رواني ستونزو خبر شي، پر دې سربېره ډېرۍ کورنۍ بد اقتصادي وضعیت لري او د ډاکتر د درملنې بیه نه شي پرې کولۍ، په همدې دلیل ویلای شم، په رواني ستونزو د اخته ماشومانو شمېر له هغه څه چې زموږ سره ثبت دي زیات دی.»
د روان پوهنې له نظره د ماشومانو رواني روغتیا هغه احساسي، رواني او د چلند وضعیت ته وايي، چې په کې ماشوم د امنیت، خوشحالۍ او آرامتیا احساس لري او کولی شي له نورو سره روغه اړیکه ونیسي. دا روغتیا د خپل حساس عمر او په چاپیریال باندې د قوي انحصار له امله ډیره زیانمنونکې ده. فقر، کورنۍ تاوتریخوالی، د زده کړې او لوبو منع کول، د رواني روغتیا پاملرنې نشتوالی، او ټولنیز تبعیض د هغو مهمو عواملو څخه دي چې د ماشومانو رواني روغتیا ګواښوي، چې پایلې یې خپګان، اضطراب، تیري، جلاوالی، او حتی په لاس د ځان خلاصولو فکرونه دي.
د دغو خبرو اترو یو شمېر جزئیات په دې راپور کې ورکړل شوي دي.
نجیبه (مستعار نوم) ۳۵ کلنه او د دوو ماشومانو ۸ او ۴ کلن مور ده. مخکې له دې چې طالبان ښځې له کار کولو منع کړي، هغې د مزار شریف په یوه ثانوي دولتي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار کاوه. د هغې مېړه د ښار په یوه دولتي اداره کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دواړو خپلې دندې له لاسه ورکړې.
نجیبه وايي، په تېرو دوو کلونو کې، د سخت اقتصادي وضعیت او خپګان له امله چې دوی دواړه یې نیولي دي، د دوی ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي. هغه ټینګار کوي چې د دوی ماشومان دا شخړې ګوري او ځینې وختونه د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره په هغوی کې پناه وروړي.
«کله چې زه بې روزګاره او په کور کې کېناستم، مېړه مې هم همداسې شو، دواړه بې صبره، تېری کوونکي او سست شو. د کوچنۍ مسلې په اړه بحث او جګړه کوو او غږ مو سره پورته شي.»
د نجیبې مېړه، چې اوس مهال ورځنۍ مزدوري کوي، په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ برابروي، او نجیبه پخپله هېڅ عاید نه لري.
په لومړي ګام کې، طالبانو په افغان دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو راوګرځولې. د ښځو بې کاري د ښځو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې، چې یوازې یوه یې د ښځو لپاره د خپګان او رواني روغتیا ستونزو زیاتوالی دی.
نجیبه وايي، دا خپله هم په خفګان اخته ده. هغه ستونزه چې په وینا یې، اوس یې دوه ماشومان هم پرې اخته دي: «دواړه ډېر خاموش او بې صبره شوي دي. دوی پخوا خوشحاله او لوبېدونکي وو، مګر اوس دوی ډېری وخت جلا کېږي او نه غواړي چې په یوه ټولګه کې وي. دوی په اسانۍ سره غوسه کېږي، په لږ څه بحث او ژړا پیلوي. کله چې دوی خپل د لوبو توکوي لوبو کولو ته وړي، که دوی پوه شي چې دوی نه شي کولی، دوی خپه کېږي او لوبې کول پریږدي.»
۴۱ کلنه نازیلا هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې، خراب اقتصادي وضعیت، بې کاري او په کور کې پاتې کېدو د دوی له کور څخه سوله او ارامي لرې کړې ده، او دې وضعیت د هغې د ماشومانو په روحیه هم منفي اغېزه کړې ده.
هغه پخوا د مزار شریف په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه، خو د ښځو د کار کولو د بندیز له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه: «زما مېړه یو عصبي سړی دی او هغه هم یو ستونزه جوړونکی دی. کله یې چې کار و بار ښه نه وي او عاید تر لاسه نه کړي، هسې پلمې جوړوي، جګړه او بحث کوو، ځینې وختونه کله چې ماشومان شور کوي یا هغه د یو څه په اړه خپه وي، هغه ماشومان ډیر سخت وهي. ما پخپله هم په تېرو څو کلونو کې ډېر اعصاب له لاسه ورکړي دي؛ کله چې زما مېړه له ما سره په یو شي جګړه وکړي، زه هم خپله غوسه په ماشومانو سړوم.»
هغه څه چې نازیلا یې د خپل ۱۰ کلن ماشوم د چلند په اړه وايي، د دې ښوودنه کوي، چې هغه د رواني روغتیا له نظره د ستونزو سره مخ دی«له سهاره تر ماښامه ویده وي، یوازې د ډوډۍ په وخت کې راپورته شي، هغه هم که یوه ګوله ډوډۍ وخوري، ښوونځي ته هم په سخته ځي، کورنۍ دندې نه تر سره کوي، درس نه وايي، که نه پخوا ډېر پوه وو، هېڅ اشتها نه لري، دېری وخت سر درد وي، له هر څه او لوړ غږ څخه وېرېږي، د بېلګې په توګه که یو نالبکی په ځمکه ولوېږي او یا د کوتۍ دړه په زوره بنده کړو، له غږ څخه یې وېرېږي، ژر چیغې کړي او ژړا پیل کړي.»
هغه چې د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه نه ده توانېدلې خپل زوی د درملنې لپاره ډاکتر ته یوسي ویلي، ماشوم یې په مېلمستیاوو کې هم څنډې ته ناست وي.
یوازې کورنی تاوتریخوالي، بېوزلي بې کاري او خفګان نه دي، چې په افغانستان کې یې د میندو، پلرونو او ماشومانو رواني روغتیا اغېزمنه کړې.
یو بل مهم دلیل یې هم له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته د نجونو نه پرېښودل دي، دغه وضعیت د هغه نجونو چې له تازه له ښوونځي څخه محرومې کړای شوې دي، په رواني حالت خورا بد وضعیت راوستی دي.
لکه ۱۲ کلنه مروه چې تېر کال یې شپږم ټولګي پای ته ورساوه او اوس لکه د نورو نجونو په شان له ښوونځي محرومه ده.
د مروې خور فاطمه د خپلې خور د رواني حالت په اړه څه داسې وايي:«د ښوونځي له تړل کېدو وروسته مې د خپلې خور چلند کې بدلون ته پام شو او دا هم په دې دلیل وو چې نور نه شي کولی ښوونځي ته ولاړه شي، پارکونه او خلاص عمومي ځایونه نشته او نه شو کولای خپل ماشومان هلته یوسو، ډېر بد چلنده شوي، بې حوصلې شوې، یو څه چې ورته وایې ژر په ژړا شي او جنجال کوي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم وايي، په افغانستان کې پر نجونو د ښوونځیو تړل کېدو رواني فشار له زغم وتلی دی.
۱۲ کلنه مروه یوه بله هغه نجلۍ ده، چې تېر کال یې شپږم ټولګی پای ته رسولی او اوس د زده کړو له دوام څخه بې برخې ده.
هغه له ژور خفګان سره مخ ده، د خپل کور په یوه کوټه کې یوازې کونج ته ناسته ده، پښې یې په خپل بغل کې نیولې او زنه یې په خپلو زنګونونو اېښې ده، په هر سوال سره یې سترګې ځمکې ته ښکته شي او څه لنډ فکر کوي او وروسته ځواب ورکوي، خپلې شونډې خوري، غږ یې دومره ورو دی چې اړ کېږو سر ورنېږدې کړم او غږ یې واورم.
هغه وايي، له کله چې ښوونځي ته نه شي تلای نور هېڅ شی هم ورته خوښ نه دي«ښوونځی مې خوښېده خو اوس مې هېڅ هم نه خوښېږي،. خوښوم چې په یوه کوټه کې چې شور ماشور په کې نه وي ځان ته کېنم. زیاته ګڼه ګوڼه او شور ماشور مې نه خوېښږي، زړه مې غواړي تل په لوړ غږ وژاړم، ډوډۍ خوړل مې هم نه خوښېږي، کیسې کول نه خوښوم، زړه مې غواړي یوازې ولولم، زړه مې غواړي ویده شم، کله مې ساه لنډۍ راته پيدا کېږي، غواړم ځان بوخت کړم او انځورګري وکړم، د څه انځورونو تر ایستلو وروسته مې زړه غواړي پرېږدم، کله چې ښوونځی نه وي زیار ایستل هېڅ په درد نه خوري.»
۱۱ کلنه مهرماه یوه بله نجلۍ ده، چې د رواني اختلال بېلګې په بڼه ښکاري، غرمه مهال ۱۱ بجې دي خو هغه په یوه کوټه کې چوپه او ارامه پرته ده او په غولي د خپلو ګوتو په واسطه نامفهومه کرښې کاږي.
کله یې چې تر څنګ کېښناستم، په معصومانه ډول یې و ویل«نه غواړم له چا سره خبرې وکړم، غواړم ویده شم.»
خو کله یې چې شونډې په خبرو راغلې خبرې یې تر عمر درندې وې، ناڅاپه یې ستونی را ډک شو او ژړا یې پیل کړه:«ستاسو په کور کې هم شخړې زیاتې دي؟ ستاسو مور او پلار هم چې کله غوسه شي له تاسو سره شخړه کوي او وهي مو. زیاته ستومانه یم، په هر کار مې زر په غوسه کېږي.»
مهرماه له دې زیاتې خبرې کول نه غواړي، خور یې چې لږ ترې لرې ناسته ده وايي:«څه موده کېږي جګړه ماره شوې ده، ښوونځي ته هم سمه نه ځي، یوه ورځ ځي او درې ورځې نه ځي، وایی سر مې درد کوي، نه مې خوښېږي.»
په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د مور او پلار تاوتریخوالی نه یوازې او تریخ حقیقت بلکې د کورنیو له خوا یو پېژندل شوی جوړښت دی. په هغه هېواد کې چې جګړې، بېوزلۍ، ناامنۍ او ټولینزو ناورینونو ریښې غځولې وي د ماشومانو ځورونه په ځانګړې توګه د مور او پلار له خوا په یوه عادي عادت بدل شوی دی، په افغانستان کې هېڅ داسې قانون شتون نه لري، چې په جدي ډول دغه چلند جرم وګڼي او پلټنه یې وشي. پر عکس په ډېرو کورنیو کې دغه ډول چلند په مکمل ډول د ماشومانو د تربیې کولو چلند منل شوی دی.
په داسې حال کې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ماشومانو پر وړاندې د مور او پلار تاوتریخوالی جرم ګڼل کېږي، دا کولی شي د توقیف او قانوني سزا ورکولو لامل شي. په افغانستان کې، هغه ماشومان چې په کور کې د تاوتریخوالي قرباني کېږي، نه قانوني خوندیتوب لري او نه هم د شکایت کولو او مرستې غوښتو خوندي ځای. دا وضعیت د دې لامل شوی چې زرګونه ماشومان د چوپتیا او وېرې تر سیوري لاندې د کورني تاوتریخوالي په یوه ناوړه دوره کې بند پاتې شي.
د یوه لس کلن ماشوم د خبرو اورېدو لپاره هغه ته کېناستم، چې د چوپتیا او ویرې په سیوري کې ساه اخلي. هغه د خبرو کولو پر مهال ځمکې ته کتل، لاسونه یې په زنګونونو وو، دومره سخت فشار یې ورکړی چې د ګوتو بندونه یې سپین شوي دي.
نوم یې فرهاد دي، خبرې کول نه غواړي او هره جمله لنډه، سخته او تنګه وايي. له هغه مې وپوښتل کومې لوبې خوښوي، پرته له دې چې سر پورته کړي ځواب یې راکړ: «هېڅ شی … زه هېڅ شی نه خوښوم. زه لوبې کول نه خوښوم. زما مور او پلار له ما سره جګړه کوي.»
یوازیتوب، غوسه او چوپتیا د فرهاد په څېره کې لیدل کېږي. کله چې زه له هغه څخه د هغه د انزوا او یوازیتوب دلیل وپوښتم، هغه وايي: «زما مور او پلار ډېر جنګیږي، زه هغوی ته وایم تاسې داسې ځای ته ولاړ شی او جګړه وکړۍ، چې زه مو نه وینم. دوی تل پر ډوډۍ او پیسو جګړه کوي، ډوډۍ او پیسې هېڅ مانا نه لري، دوی باید جګړه ونه کړي او ارام و اوسي.»
پټ ناورین چې څوک یې نه ویني
په ورته وخت بلخ ولایت کې یو شمېر روان پوهان وايي، د طالبانو له راتګ وروسته د کورنیو تر منځ تاوتریخوالی او رواني ستونزې خورا ډېرې شوې، چې دغه وضعیت د ماشومانو په روان هم اغېز کړی او هغوی یې زیانمن کړي دي.
درې تنو روان پوهانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ماشومانو خراب رواني وضعیت او د کورنیو نه پوهاوي دغه مسله په یوه پټ ناورین بدله کړې ده.
د بلخ ولایت یوه ارواپوهه محبوبه احمدي وايي، له هغو اوو ناروغانو چې هره ورځ دې ته ورځي، دوه یې د ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. هغې رخشانې ته وویل: «د هغو ناروغانو او د هغوی د کیسو پر بنسټ چې موږ ته راځي، زه ویلای شم چې رواني روغتیا ستونزې او کورني تاوتریخوالی په کورنیو کې زیات شوی دی. فشار، اضطراب، تېری، وهل ټکول او د غوسې نه کابو کول په کورنیو کې عام دي. په داسې حالت کې، په افغانستان کې په ډېری کورنیو کې ماشومان د ډېری والدینو لپاره د تېښتې ترټولو لنډه او نږدې لاره ده.»
نادیه محمدي (مستعار نوم)، د بلخ ولایت یوه مشهوره څېره ده، په دې اړه وايي، ډئری کورنۍ د خپلو ماشومانو په منځ کې د خپګان له شتون څخه نا خبره دي او دا ناپوهي د دې لامل کېږي، چې هغوی یې د درملنې لپاره په وخت ګام پورته نه کړي.
د دې ارواپوه له نظره، بې خوبي، ډېر خوب، چوپتیا، انزوا، اوږده ژړا، جنجال، د اشتها له لاسه ورکول، د ماشومانو سره د لوبې کولو لپاره زړه نازړه کېدل، سر درد، او پرله پسې بهانې په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو ځینې نښې دي: «نښې نښانې دوه ډوله کېدی شي، یو دا چې ماشوم خپله رواني بې ثباتي او خپګان په ظاهري ډول څرګندوي؛ لکه ژړل، ډیر بد مزاج غوره کول، او بې خوبي ځینې نښې دي چې ماشوم رواني بې ثباته دی، مګر ځینې وختونه دا نښې پټې وي او والدین ممکن دا ونه ګوري.»
دا ارواپوه خبرداری ورکوي چې په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو درملنې کې پاتې راتلل کولی شي په نوې ځوانۍ او ځوانۍ کې ویجاړونکي پایلې رامنځته کړي، چې په ټولنه کې په خاموش مګر ژور بحران بدل شي. محمد احمدي، چې یو ارواپوه او ټولنیز څېړونکی دی، د ماشومانو د رواني اختلالاتو د پایلو په اړه وايي:«په نوې ځوانۍ او ځوانۍ کې، دا ماشومان کولی شي پر جنجالي، یوازې، ډیر اطاعت کوونکی، په فکر کې مغشوش، کمزوری حافظه، روږدتیا او د زړورتیا نشتوالی شي باندې بدل شي. په نویو ځوانانو یا ځوانانو کې کم حوصله توب او جنجالي کېدل یو له هغو لویو مسلو څخه دی چې ما د خپلو کلونو کار په جریان کې لیدلي دي چې د ماشومتوب په نه درملنې کې ریښې لري.»







