زهرا جویا
نرګس حسین زاده هم د نورو زدکړیالانو په څېر، چې د فارغېدو په درشل کې دي، د سږ کال اوړی په وېره او بیړه د خپل راتلونکي فرصت موندلو لپاره د غوښتنلیک فورمو په ډکولو تېروي. هغه په خپلو تېرو څلور کلنو لاس ته راوڼو ویاړي او لېواله ده، چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
خو د نړۍ په پوهنتونو کې د لوړې کچې زده کړې لپاره غوښتنه کول یوازې د همدې دلیل لپاره نه دي. دا د هغې له خپل ټاټوبي افغانستان څخه د لرې پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده، چېرې چې د یوې ښځې په توګه، هغه سند چې هغې یې د تر لاسه کولو لپاره دومره هڅې کړې، ښايي عملآ بې ارزښته وي. که هېواد ته ستنه شي، ښايي له ډېرو ښونیزو او کاري فرصتونو محرومه او ناچاره شي، چې په کور زنداني پاتې شي.
په همغه وخت کې، کله چې د نرګس په څېر ښځې تر بل هر وخت فرصتونو ته اړتیا لري، همدا فرصتونه هم ترې اخیستل کېږي، ډېری لوېدیځ هېوادونه د کډوالۍ د کمولو لپاره تر سیاسي فشارونو لاندې، د افغانانو پر مخ خپلې دروازې بندوي او د هغه کسانو لپاره د وېزې له ورکړې، چې ښايي د محصلۍ د وېزې تر پای ته رسېدو وروسته په هغه هېواد کې پاتې شي، ډډه کوي. ځینې کسان چې په تېرو پنځو کلونو کې په دې توانېدلي، چې د طالبانو له بې رحمه منګولو تېښته وکړي، اوس یې موندلې، چې په بهر کې پاتې کېدل همدومره ورته ستونزمن شوي، لکه له افغانستان نه چې تېښته ورته ستونزمنه وه.
نرګس چې راتلونکې میاشت فارغېږي و ویل: «فکر کوم د یوه پله په منځ ولاړه یم، شا ته مې داسې هېواد دی، چې په هغې کې نه شم کولی د ځان لپاره راتلونکې جوړه کړم او مخامخ مې داسې فرصتونه شتون لري، چې هره ورځ زما تر لاس رسي لرې کېږي.»
نرګس کټ په همغه وخت چې طالبان پنځه کاله وړاندې بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له ښوونځي فارغه شوې وه. تقریبآ په یوه شپه هر څه بدل شول. هغه پوه شوه، چې د کابل پوهنتون په ژورنالېزم څانګه کې، چې د هغې د خوښې له انتخابونو هم یو و، منل شوې ده، خو پوهېدلو هېڅ کله به ونه توانېږي، چې هلته زده کړې وکړي.
هغه په آرامه غږ و ویل: «هغوی [طالبان] زما د بریالي کېدو خوند له ما غلا کړ.»
خو د «ښځو آسیايي پوهنتون» یوه فسبوکي پوسټ، چې د افغان ښځو لپاره سکالرشېپونه وړاندې کوي، هر څه بدل کړل. نرګس له ځنډ پرته غوښتنلیک ورکړ، د داخلېدو ازموینه یې په خپل کور کې د انټرنېټ د کمزورتیا له امله، د کابل په یوه کافه کې تر سره کړه او وروسته یې د دې پوهنتون له کارکوونکو سره په آنلاین ډول مرکه تر سره کړه.
د ښځو آسیايي پوهنتون، په بنګله دېش کې دی او د آسیايي ښځو لپاره د لوړو زده کړې زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
افغان زده کړیالان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي، خو په تېرو څو کلونو کې دغه پوهنتون په ریښتینې مانا، د ژغورنې په یوه لار بدل شوی دی. د طالبانو له واک تر لاسه کولو یوازې څو ورځې مخکې، دې پوهنتون ۱۴۸ افغان زدکړیالان له کابل څخه امریکا ته و ایستل، هغه ځای چېرته چې دوی بورسیې تر لاسه کړې.
دې پوهنتون تر اوسه پورې د ۳۵ زره څخه زیات افغان زده کړیالانو غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي او د ۲۰۲۲ د فبرورۍ راهیسې کابو ۹۰۰ افغان زده کړیالانو په کې نوم لیکنه کړې ده.
نرګس، د سیاست، فلسفې او اقتصاد په څانګه کې زده کړې، کړې دي.
کله یې چې مور او پلار ته و ویل، په دې پوهنتون کې منل شوې، مور یې اندېښمنه شوه، خو پلار یې وهڅوله او دواړه باوري وو، چې د لور لوړې زده کړې یې د خلکو تر خبرو او کیسو مهمې دي.
پلار یې هغې ته و ویل: «دا داسې نه دي، چې ما یې تصور کاوه، چې ته به پوهنتون ته ولاړه شې، خو په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو غوره انتخاب دی، باید لاړه شې.
د نرګس تجربه د هغې د کوچینۍ خور له برخلیک سره ښکاره توپیر لري، هغه نجلۍ چې ته واک د طالبانو د بیا راتګ پر مهال په نهم ټولګي کې وه.
هغه باید سږ کال له ښوونځي فارغه شوې وای، خو په بدل کې یې په کور پاتې شوه.
نرګس و ویل: «هر څومره چې په خپلو لاس ته راوړنو ویاړم، هغې ته فکر کول مې زړه ماتوي.»
یو خوندي ځای
تېر کال افغان زده کړیالان د بنګله دېشي زده کړیالانو وروسته د ښځو آسیايي پوهنتون کې دویمه لویه ډله زدکړیالان وو او د پوهنتون مسوولین وايي، له ننګونو سره سره غواړي، چې ځوانو افغان ښځو ته، چې غواړي لوړې زده کړې وکړي، د زده کړې زمینه برابره کړي. هغه ننګونه چې تر یوه برید د دې حقیقت له امله سخته شوې ده، چې افغان نجونې نور د شپږم ټولګي څخه بره ښوونخي ته د تګ اجازه نه لري.

ایران کې جګړو او د افغانستان او خپل ګاونډي پاکستان تر منځ شخړو هم د افغان زده کړیالانو سفر له ګدوډۍ سره مخ کړی دی.
د بنګله دېش ساحلي ښار چټاکانګ ته، چېرې چې پوهنتون په هغه کې شتون لري، د نرګس سفر هم یوه ستونزمنه تجربه وه. خو د نرګس په وینا، طالبانو د دوی له هویت څخه خبر وو.
هغې و ویل: «له هر څه مو انکار وکړ، ورته و مو ویل موږ یو ځای نه یو. ورته و مو ویل د زده کړې لپاره سفر نه کوو. خو هغوی تل ویل: «موږ پوهېږو.»
دا زده کړیالانې ساعتونه ساعتونه د طالبانو د وسله والو سرتېرو تر نظر لاندې کېناستې، پرته له دې چې پوه شي، چې الوتکې ته د پورته کېدو اجازه به ولري که نه. مامورینو هڅه وکړه، چې د دوی پاسپورټونه ضبط کړي. ان یو وخت یې دوی ته و ویل، چې مقاومت کول ګټه نه لري، ځکه چې دوی به په هر صورت کې خپل پرواز له لاسه ورکړي.
نرګس و ویل: «په رښتیا فکر مې وکړ، هر څای پای ته ورسېدل. فکر مې کاو، ښايي له هېواده زموږ د وتلو مخنیوی وکړي.»
په پای کې، وروسته له هغې چې دوی ګمان کاوه، د پوهنتون مداخله وه، دوی ته اجازه ورکړل شوه، چې الوتکه کې کېني.
کله چې بالاخره دوی بنګله دېش ته ورسېدې، نرګس وايي داسې یو احساس یې تجربه کړ، چې په میاشتو میاشتو ترې محرومه وه: آرامتیا.
له میاشتو میاشتو وېرې وروسته، په پای کې وتوانېده، چې د ارامتیا احساس وکړي، ټوله لار، له هوايي ډګره د پوهنتون تر انګړ پورې په لار ویده وه.
اوس، څلورنیم کاله وروسته، هغه د خوښۍ او اندېښنې له ترکیبه، په پوهنتون کې د خپل شتون یادونه کوي. د ښځو آسیايي پوهنتون د هغې لپاره یو خوندي ځای دی، خو راتلونکې یې لا هم نامعلومه تر سترګو کېږي. که څه هم زړه یې غواړي بېرته کور ته لاړه شي، خو پوهېږي، چې هلته یې کوم څه په انتظار نه دي.
هغه په برېتانوي پوهنتونو کې د داخلېدو لپاره د خپلو غوښتنلیکونو په برابرولو بوخته وه، چې متوجه شوه، چې افغان غوښتونکو ته د محصلۍ وېزې په ورکړه نوي محدودیتونه لګول شوي دي. هغه خبرو چې دا یې «ویجاړونکی» بیانوي.
دې و ویل: «همدا اوس هم زموږ لپاره ډېر کم فرصتوتونه شتون لري. کله چې یوه دروازه پر موږ تړل کېږي، هر څه تر اغېز لاندې راولي.»







