زحل آزاد
ملکه* د دې خبرې په ژبه راوړلو لپاره زړه نا زړه وه. «لور مې په مېړه ورکړه، تر څو موږ ټول له لوږې مړه نه شو.» په دوه زړه توب یې پرېکړه وکړه، چې د خپلې بېوزلۍ کیسه بیان کړي.
۴۶ کلنه ملکه له خپل خاوند او څلورو اولادونو سره د کابل لوېدیځ ته د چهل دختران په سیمه کې اوسېږي. د ښار یوه تر ټولو بېوزله سیمه، چې کابو د ډېری اوسېدونکو لپاره یې د ورځنیو لګښتونو پوره کول، یوه دوامداره ننګونه ده.
ملکه او کورنۍ یې لکه د خپلو نورو ګاونډیانو په څېر، ژوند د لوږې او بېوزلۍ تر فشار لاندې تېروي.
د ۱۴۰۲ کال په پسرلي کې، کله چې د بېوزلۍ چاړه په هډ ولګېده، ملکې او مېړه یې پرېکړه وکړه، چې وايي د ژوند یوه تر ټولو سخته پرېکړه یې وه. دوی دواړو خپله ۱۸ کلنه لور د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې، د خپل خاوند له خپلوانو یوه هلک ته په نکاح ورکړه.
ملکه په ژاړ کیسه کوي: «لور خوارکۍ مې له ما او پلار په پټه ژړل، د موږ په وړاندې یې څه نه ویل، خو یوې خور ته یې ویلي وو، که دا واده قبول نه کړي، موږ ټول به له لوږې، یخنۍ او بدبختیو مړه شو.»
د ملکې ژوند د دې په خپله وینا، د کوچیانو د یرغل قرباني شوی، هغوی د کوچیانو د یرغل له امله، د غزني له ناهور ولسوالۍ کابل ته کډه وکړه.
ناهور ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې کلونه کېږي، د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ د شخړو په سیمه بدله شوې ده.
ملکه د خپل ژوند کیسه، د ۱۴۰۱ کال له اوړي څخه پیلوي. له هغې ورځې، چې کوچیانو د دوی په کلي یرغل وروړ. کروندې یې غوبل کړې او د کورنیو څاروي، چې د عوایدو تر ټولو مهمه سرچینه وه، له هغوی واخیستل.
ملکه یادوي: «له غرمې وروسته وو او هوا هم ګرمه وه. لور مې چې مالونه [څاروي] څرولو ته بېولي وو. په منډه او ژړا راغله ویل یې مورې کوچیان بیا راغلل. ډېره وېرېدلې وه او سمې خبرې یې نه شوای کولای. دومره پوهه شوم چې ویل یې، مېږې یې بوتلې.»
د ملکې په وینا، کوچیانو د وسلې په زور یوه د شیدو غوا او پنځه بوده مېږې ترې یوړل. د ملکې لپاره د غوا او مېږو له لاسه ورکول یوازې د څو سره څارویو له لاسه ورکړل نه و، همدغه شتمني یې د کورنۍ د ژوند اصلي ستنه وه.
هر کله چې د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ جګړه رامنځ ته کېږي، په ځینو مواردو کې ان خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، وهل شوي ډبول شوي او په زور کډه کړای شوي دي.
خو د افغانستان د مخکني حکومت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو، له هغې جملې په هزاره جات کې د کوچیانو یرغلونه زیات شوي دي. لږ تر لږه د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالبان په بشپړه توګه له کوچیانو ملاتړ کوي.
دا شاهدي د ملکې خپله تجربه ده: «کله چې دولت نسکور شو او طالبان راغلل، د کوچیانو زور او ظلم هم زیات شو. په رڼا ورځ به راغلل، غواې او مېږې به یې د خلکو په کروندو کې خوشې کړې. د شپې به یې د غنمو درمندونو ته اور اچوا، له خلکو به یې په زیاتو پلمونو پیسې اخیستې، یوه ورځ د خلکو د پلار او نیکه کورونه خپل بولي او یوه ورځ به یې هم د وینې د پور دعوا کوله، چې تاسو زموږ فلانی کس په فلاني کال کې وژلی او له لاسه یې بېخي تنګ شوي وو. اخر اړ شو چې کابل ته راشو.»
ملکه او کورنۍ یې د همغه کال په ژمي کې کابل ته په مخه شول. پلازمېنې ته راتګ هم د دوی لپاره د یوه ستونزمن ژوند پیل وو.
له کوچیانو تېښته او د بېوزلۍ په دام کې لوېدل
دا ملکه وايي: «خدای مې په سر شاهد دی، چې په همغه ژمي کې… زموږ خواړه کابو وچه ډوډۍ او چوش کړې اوبه وې، چې هغه هم ډېری شپې نه پيدا کېده او وږي ویده کېدو. ټول څه ناڅه مو چې له غزني راسره راوړي وو، دوه بوجۍ اوړه، پنځه یا شپږ دانې بړستنې او یو فرش وو.»
د ملکې په وینا، کله چې بله هېڅ لار ورپاتې نه شوه، د ژوند تر ټولو ترخې پرېکړې ته یې تن ورکړ. «پنځوس زره طویانه مو ځای پر ځای په پور کې ورکړه، هغه پور چې ناهور کې مو له یوه کس څخه اخیستی وو او کوچیانو ته مو ورکړی وو. پاتې یې د کور کرایه او تر نن پورې د ژوند نه مړه نه ژوندي لګښتونه شول، حیرانه یم چې د راتلونکي ژمي د سونګ توکي له کومه کړم.»
د ملکې له نظره لور یې یوازې د بېوزلۍ قرباني شوې نه ده. بلکې دا د کوچیانو د ښکاره «ظلم» پایله وه.
د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې، بېوزلي هم په افغانستان کې پراخه شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي، افغانستان کې میلیونونه کسان، د لوږې له پراخ بحران سره مخ دي او دا بحران تر ډېره ښځې او نجونې تر اغېز لاندې راولي.
ملکه د څلورو، ۲۰،۱۶،۱۲، او ۹ کلنو لوڼو او یوه پنځه کلن زوی مور ده.
ملکه وايي، ویې نه شوای کولی خپلې درې لوڼې ښوونځي ته ولېږي او هغوی اوس د جامو جوړولو په یوه کارخونه کې په کمه ګټه، د کورنۍ له لګښتونو سره مرسته کوي. مېړه یې لاسي کراچۍ لري او تر ډېره تش لاس کور ته راځي.
نن ورځ، د خپل کور پرېښودو او د خپل مال ملک له لاسه ورکولو څخه څلور کاله وروسته، د ملکې او کورنۍ ژوند یې لا هم په بېوزلۍ او بې ثباتۍ کې تېرېږي. «د میاشتې دوه زره د کور کرایه ده، د اوبو او برېښنا بېلونه هم کم نه راځي، یوازې د یوه هټۍ وال ۱۸ زره افغانۍ پوروړي یو. نه مو له دولته مرسته تر لاسه کړې او نه هم له کومې موسسې. بهرنۍ مرستې که وي هم، خپله وکیلانو، د هغوی د قومیانو او پېژندګویانو ته رسي، نه موږ بېوزله خلکو ته.»
ملکه دا نه پټوي، چې ښايي دویمه لور یې هم د بېوزلۍ قرباني شي. «که همدا اوس څوک زما د دویمې لور غوښتنې ته راشي، هم ورکوم یې. څه وکړو، خورجانې؟ بله چاره نه لرو.»
یادونه: ملکه یو مستعار نوم دی.







