تمنا تابان
زحل ارشاد* ۳۲ کلنه او د دوو ماشومانو مور ده، واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې یوه داسې ښځه وه، چې ژوند یې یوه بېله لار درلوده. هغه د یوې مهمې دولتي ادارې مشره وه، یوه خپلواکه انسان، چې د ځان او کورنۍ د راتلونکې لپاره یې هڅه کوله. خو د طالبانو په واکمنېدو سره، همغه بدلون چې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند ته یې تغیر ورکړ، د زحل لپاره د یوي تور څپرکي پیل شو.
کابو پنځه کاله کېږي، چې زحل په خپل ژوند کې سخت تاوتریخوالی زغمي. په هغه انځورونو کې چې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوي، پر بدن یې د تاوتریخوالي نښې ښکاري. هغه وايي: «له ۲۰۲۱ وروسته چې کله طالبان راغلل، تر نن پورې له رواني، فزیکي تاوتریخوالي او زرګونه نورو بدبختیو سره لاس او ګرېوان یم. په ډېره سختۍ تر اوسه یوازې ژوندۍ پاتې یم.»
د طالبانو واکمني د پنځم کال په درشل کې ده. د دې ډلې په واکمنېدو سره، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ملګرو ملتونو د تېر کال په نوامبر کې راپور ورکړی، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
پر ښځو د طالبانو محدودیتونه او د طالبانو د ښځو ضد قوانین، د تاوتریخوالي د زیاتېدو اصلي لامل دی.
د طالبانو مشر تېر کال د دې ډلې د جزايي محکومو اصولنامه توشېح کړه، چې له مخې یې په هغه صورت کې، چې نارینه د ښځې د بدن کوم ځای مات نه کړي، د ښځو وهل ټکول د سزا وړ نه ګڼل کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی وو، چې د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي لا بنسټیز کوي.
زحل و ویل: «که بازار ته ولاړه شم او بېرته کور ته راشم او هغه پوه شي چې بازار ته تللې یم، وهي ټکوي مې.»
تر اوسه د زحل مېړه یو ځل د هغې پوزه ماته کړې ده. خو هغه هېڅ کله نه ده توانېدلې، چې چېرته شکایت وکړي. زحل چې په مخکني حکومت کې یې د یوې کلیدي ادارې مسوولیت درلود، تر تعقیب لاندې ده.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، زحل د خپل اوسېدو ځای بدل کړ، خو په هغه سند کې، چې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوی، د هغې د جلب حکم هم صادر شوی دی. دا سند ښيي، چې د هغې د جلب حکم د طالبانو د واکمنۍ په دویم کال صادر شوی دی.
د زحل د اندېښنې په دلیل، د هغې د اوسېدو کره ځای، هغه اداره چې دا پخوا په کې رییسه وه او ځینې نور جزیات په دې راپور کې نه راځي. «مېړه مې په لغته په پوزه و وهلم، چې تر پوزه مې وینې لکه نل دارې وهلې، روغتون ته… لاړم او عکس مې واخیست، د پوزې بند مې مات شوی وو.»
زحل وايي، د ځان په وړاندې د تاوتریخوالي مستند یې، په افغانستان کې یوناما ته ولېږه، خو هېڅ ځواب یې تر لاسه نه کړ.
زحل په ۲۰۱۹ کال کې واده کړی دی. هغه وايي، تر طالبانو مخکې یې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه وو تجربه کړی. «شاوخوا ۳ اوونۍ وړاندې یې خپل ساعت ورکړی وو، ما ته یې و ویل، ساعت مې را پیدا کړه، ما چې هر څومره وپلاټه پیدا مې نه کړ، کله چې بېرته کوټې ته راغلم او پوه شو، چې ساعت یې نه دی پیدا شوی، تر یوه بریده یې و ډبولم.»
د زحل درېیم اولاد په نس دی. هغه وايي، له هېڅ پلمې پرته کابو هر څو ورځې کې تاوتریخوالی تجربه کوي. هغې ویلي، کله چې د خاوند تر وهلو ټکولو لاندې وي، هڅه کوي یوازې له خپل جنین څخه ساتنه وکړي. «د ماشومانو په وړاندې مې وهي. هغوی یوازې راته ګوري او ژاړي. ما یوې خوا او بلې خوا ته کشوي او وهي ټکوي مې. زه هېڅ نه شم کولی. هغه (خاوند) مې لګه د لېونیانو په څېر شي… په لغتو، سوکانو او څاپېړو مې په سر او مخ وهي، په لاس او پښو مې هر څه چې په مخه ورشي وهي مې.»
زحل له یوه کال وروسته له هغه ځای څخه چې د طالبانو له وېرې هلته تښتېدلې وه، بېرته د اوسېدو اصلي ځای ته راغله. ان په یوه غیر دولتي بنسټ کې یې د ځان لپاره کار هم پیدا کړ. هغه ۱۰ میاشتې په ډېره سختۍ وتوانېده، چې کار ته دوام ورکړي. خو د خاوند پلمو لټولو او تاوتریخوالي اړ کړه، چې خپل کار پرېږدي.
هغه دې پېښې ته نغوته کوي: «غوښتل مې دفتر ته لاړه شم، له تلو مخکې مېړه د یوه کار غوښتنه را نه وکړه، ورته و مې ویل ناوخته کېږي، چې راغلم بیا به یې وکړم. هغه له کوم ځنډ پرته لومړی په جارو و وهلم، کله چې جارو ټوټه ټوټه او ماته شوه، د برېښنا کېبل یې لنډ کړ او په دومره کچه یې و وهلم، چې چیغو او ژړا مې نور ګاونډیان را خبر کړل.»
هغه ویډیو چې دې له دغه صحنې رالېږلې، د دې جزیاتو پخلی کوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې ښځې عدالت ته له لاسرسي محرومې دي.
زحل د خپل تېر کار څخه د وېرې په دلیل له یوې خوا او له بل لوري له دې اندېښنې، چې که طلاق واخلي، خپل ماشومان ښايي له لاسه ورکړي، نه ده توانېدلې، چې د دې تاوتریخوالي په وړاندې کوم اقدام وکړي. «د ژوند په لومړیو کې ډېر راسره ښه وو، فکر کوم د څوکۍ به خاطر مې وو. اوس چې د طالب حکومت دی، زه د ورځې او شپې ډوډۍ ته اړتیا لرم او حیرانه پاتې یم، پوهېږي چې هېڅ کار نه شم پیدا کولی. له بل لوري پوهېږي، چې اولادونه راته ګران دي او دا زما د کمزوری ټکی دی، او خپل کار د مخینې له امله د طالبانو حکومت ته مراجعه نه شم کولی، نور لکه غلام داسې یم.»
ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې ډېری ښځې د غچ اخیستنې، په عدلي بنسټونو د بې باورۍ او ټولنیزو فشارونو له وېرې، هېڅ کله د هغه تاوتریخوالي په اړه چې دوی ورسره مخ دي، خبرې نه کوي.
تحمیل شوې چوپتیا او د تاوتریخوالي د زغم بنسټیز شوی کلتور د دې لامل شوی، چې د تاوتریخوالي ډېری، ان د هغو تر ټولو سختې پېښې هېڅ کله راپور ورنه کړل شي.
زحل هم پوهېده، چې د دې کیسې بیانول ښايي وروسته یو څه پایلې ولري، خو د غچ اخیستنې له وېرې سره سره یې، پرېکړه وکړه چې خپله چوپتیا ماته کړي. ځکه فکر یې کاوه، چې بله لار نه ده ورپاتې. نه د تاوتریخوالي د بندیتوب زغم لري او نه هم د عدالت غوښتلو لپاره کومه لار.
*یادښت: زحل ارشاد مستعار نوم دی.







