زحل آزاد
«پلار مې چیغې وهلې او په کنځاو یې زما له مور نه پيسې غوښتې. مور مې ویل پیسې نه لري. پلار مې د ګاز ډبه را واخیسته او مور مې یې په دا سر و وهله. مور مې په ځمکه ولوېده او شاوخوا یې وینې ډنډ شوې. دا دې صابرې* خبرې دي، چې د مور سره یې د ټکان ورکوونکي تاوتریخوالي شاهده ده.»
۴۰ کلنه بنفشه د یوه کورني تاوتریخوالي قرباني ده، چې د هغه په پایله کې یې رواني روغتیا له لاسه ورکړې ده او سخت بدني زیان یې لیدلی دی. دا پېښه د ۱۴۰۳ کال په پسرلي کې رامنځ ته شوې ده.
بنفشه د هرات په یوه څنډه کې اوسېږي، چې د امنیتي ننګونو له امله یې د اوسېدو کره ځای په دې راپور کې نه دی راغلی.
په دې راپور کې د بنفشې د ۱۵ کلنې لور په ګډون چې خپله د دې شخړې شاهده وه، له دریو سرچینو سره مستقمې خبرې شوې دي. خپله قرباني د خبرو کولو جوګه نه ده.
صابره وايي، هغه په چیغو او ژړا له کوره و وته تر څو له ګاونډیانو مرسته وغواړي، خو تر څو چې مرسته رسېده، ناوخته شوی وو. د صابرې په وینا، دا چې مور یې په سر ضربه خوړلې، هغه په عصبي اختلال اخته شوې او نور ځان ته د پاملرنې توان نه لري.
بنفشه د تګ پر مهال تعادل نه لري، په سختۍ خبرې کوي، هېرېدل ورته پیدا شوي او کله کله هم بې واکه ادارار ترې ځي.
صابره وايي، مور یې یوه صبر لرونکې او توانمنده ښځه وه. له دې پېښې وروسته، صابره د خپلې مور لاس او مخ ورمنیځي. جامې یې ور بدلوي او پاکوالي ته یې رسیدګي کوي.
صابره لا هم هغه شېبه په یاد لري، چې د کوټې په یوه کونج کې یې له خپلو وروڼو سره یو ځای د خپلې مور وهل ټکول لیدلي دي. ګاونډیانو بنفشه روغتون ته ورسوله او یوه اوونۍ د هرات په مرکزي روغتون کې بستر وه.
د بنفشې مېړه بندي نه شو او لا هم آزاد ګرځي. که څه هم د سرچینو په وینا، هغه په نشه يي توکو روږدی دی او ډېر کم کور ته راځي.
د بنفشې له خپلوانو یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل: «د صابرې مور مو څو ډاکترانو ته وروسته… وايي، په افغانستان کې یې درملنه امکان نه لري او باید هند یا پاکستان ته یوړول شي.»
هغه ډاکتر چې بنفشه یې کتلې وايي، په سر د ضربې خوړلو یوازې د هغې رواني روغتیا نه ده اغېزمنه کړې، بلکې عصبي سیستم او او حرکتي توانیۍ یې هم سخت زیان لیدلی دی. «ناروغ د تګ پر مهال توازن نه لري او ځینې وخت ادارار هم نه شي کابو کولی. له عقلي پلوه هم د ستونزې سره مخ شوې ده. کله چې له هغې پوښتم وضعیت دې څنګه دی، وايي ښه یم او اصلآ ځان ناروغ نه احساسوي. یوازې اولادونه پېژني او کله کله خپل مېړه لا نه پېژني.»
د هغه په وینا، د کتنو او معایناتو پایلې ښيي، چې دا وضعیت همغه په سر د وار خوړلو له امله رامنځ ته شوی دی. «په شته امکاناتو، په افغانستان کې ورته ګټوره درملنه امکان نه لري. موږ یوازې دومره وکولی شوای، چې د ټپ د مخنیوي لپاره یې یوه طبي توشکه په واک کې ورکړو.»
دا ډاکتر د خپل هویت پټ ساتلو سره وايي، یوازې بنفشه د دې ډول تاوتریخوالي قرباني نه ده، دوی لږ تر لږه هره ورځ د کورني تاوتریخوالي له امله، دغه ډول یو ناروغ لري. د بېلګې په توګه د یوې ښځې یادونه کوي، چې د سختو وهلو ډبولو له امله، یې د ملا تیر زیان لیدلی او په لاره د تګ توان یې له لاسه ورکړی وو.
د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی مخکې په یوه راپور کې ویلي دي، افغان مېرمنې د تاوتریخوالي له بې مخینې پېښو سره مخ دي. تېر کال دې بنسټ راپور ورکړی وو، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
بنفشې ته نېږدې سرچینه وايي، قرباني د لومړۍ لور تر زېږون پورې خبره نه وه، چې خاوند یې نشه يي دی او هغه لږ تر لږه ۱۴ کاله کېږي، چې تاوتریخوالی زغمي. «د صابرې مور تر هغه وخته چې وضعیت یې ښه وو، یو ځل یې هم شکایت نه دی کړی. یوازې څلور کاله وړاندې یې یو ځل، کله چې د صابرې پلار یو شمېر نشیان کور ته راوستل، د صابرې مور د طلاق لپاره اقدام وکړ، خو بریالۍ نه شوه. د صابرې پلار هغه په وژلو وګواښله او طلاق ته چمتو نه وو. اوس هم څوک نه لري، چې شکایت ورته وکړي. که شکایت هم وکړي څه ګټه لري؟ که دولت د بېوزله غږ اورېدلی، خلک به دې حال ته نه وای رسېدلي.»
د روان میلادي کال د جنوري په پنځمه، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه، په غیر رسمي توګه توشېح او خپره شوه. د دې سند د منځپانګې توشېح د بشري حقونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ پراخې اندېښنې راپاولې دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی تر پخوا ډېر بنسټیز کوي.
بنفشه د څلورو اولادونو مور ده. تر ټولو کشر یې درې کلن دی، چې مور یې د هغه د پاملرنې توان نه لري، دوه اوه او ۹ کلنو زامنو یې هم ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکړی دی.
د صابرې په وینا، دوی لا هم کله کله د پلار له خوا د تاوتریخوالي سره مخ دي، خو کوم کار یې له لاسه نه کېږي.
د دوی ژوند په بېوزلۍ او تاوتریخوالي کې ډوب دی. «یوه ورځ یو ګاونډی موږ ته ډوډي راوړي او یوه ورځ بل. که د خلکو مرسته نه وي، موږ ټول وږي پاتې کېږو. داسې شپې هم راغلې، چې هېچا موږ ته ډوډۍ نه ده راوړې او وږي ویده شوي یو. وروڼه مې غټ شوي دي او تر یوه بریده یې زغملی شي، خو وړه خور مې چې درې کلنه ده، کله چې خواړه نه وي، ډېره بې تابي کوي.»
صابره وايي، کله کله یې چې پلار کور ته راځي، ناامني هم له ځان سره راوړي. هغه ادعا کوي، چې په وار وار یې د پلار د ملګرو له خوا د جنسي ځورونې ښکار هم شوې ده. «یو ځل یې د شپې خپل ملګري کور ته راوستلي وو. له یوې خوا یې د نشه يي توکو دود بوی زموږ سرونه په درد کړل او له بل لوري هغوی په خپل منځ کې سره خبرې کولې او زما او زما مور ته یې کتل او خندل یې. پلار مې اصلآ په هوښ کې نه وو. له سړیانو یوه تن زما لاس ورکش کړ او ویې ویل. راځه نېږدې راکېنه. ډېره وېرېدلې وم. مور مې په همغه شپه ۱۰ بجې د انا کور ته ورسولم. هغه وخت مې مور روغه وه.»
هغه وايي، په رښتیا اندېښنمنه ده، چې پلار به یې «خرڅه» کړي.
بنفشې له لوېدو مخکې د زعفرانو پاکولو په یوه شرکت کې کار کولو. هغې کولی شوای له دې لارې خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډودۍ پیدا کړي. لور یې هم ښوونځي ته تله او په شپږم ټولګي کې وه.
خو اوس د صابرې ورځ نه د ښوونځي په زنګ او د پنځلس کلنې نجلۍ په خیالونو نه، بلکې د لویو مسوولیتونو سره پیلېږي. «د سهار له لمانځه وروسته خوب نه کوم. لومړی کال چې تر سره کوم یې، مور ته مې رسیدګي ده. ډېری وخت خپل ادارا نه شي کابو کولی. اول ګورم چې جامې یې لندې دي که وچې. که ککړې شوې وي ځان یې مینځم او جامې یې وربدلوم، تر څو په ورځ کې هوسا وي او لږ اذیت شي.»
د صابرې په وینا، په وروستي ځل یې چې پلار کور ته راغلی وو اته میاشتې کېږي او کورنۍ یې د هغه له برخلیکه معلومات نه لري. هغه وايي، وروستي ځل لیدلو کې یې پلار دا او وروڼه سخت و وهل او له دوی یې د نشه يي توکو د پېرلو لپاره پیسې غوښتې وې: «نېږدې غرمه وه او ټول د مور تر څنګ ویده وو، چې پلار مو کور ته راغی. اول مو له مور سره ونښت او له هغې یې پیسې وغوښتې، خو مور مې ان د خبرو کولو توان نه درلود او یوازې ورته کتل یې. وروسته یې له وېښتانو ونیولم او ویې ویل، زر دې د مور د پیسو ځای راوښیه. مشر ورور مې یې په لغتو و واهه او له هغه یې وغوښتل، چې پیسې چېرته دي. هر څو مو چې ورته ویل پیسې نشته او خبر نه لرو، نه یې منله.»
یادونه: په دې راپور کې نومونه مستعار راوړل شوي دي.







