رها آزاد
ننوتلو سترګو او ډنګر بدن یې په ښه توګه د امیدوارۍ د ۹ میاشتو حال بیاناوه، ۳۸ کلنې سید بېګم* د خپل اووم اولاد زېږولو لپاره د واخان ولسوالۍ له «خندود» کلي د بدخشان مرکز ته راغلې وه. دوه ورځې یې وهلې وې، تر ځو فیض آباد ښار کې ولایتي روغتون ته ځان ورسوي.
سیدبېګم د بدني کمزورتیا له امله ونه توانېده، چې په عادي ډول زېږون وکړي. «د هندو په کلېنیک کې دومره امکانات نشته، چې زه یې عملیات کړې وای. هغه قابلې چې هلته یې کار کاوه، و یل، باید فیض آباد ته لاړه شم. په همدې خاطر راغلې یم تر څو عملیات شم او ماشوم مې نړۍ ته راشي.»
هغه وايي، د امیدوارۍ پر مهال یې ان کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود، څه دا چې مغذي خواړه او وړ تغذیه، چې د امیدوارۍ پر مهال د میندو د او ماشوم د روغتیا لپاره اړین دي. «د امیدوارۍ په نهو میاشتو کې مې ډېری ورځې یوازې خوږ چای خوړلو او کله کله هم تروې یا مستې. ان په یاد مې دي، په وروستي ورځ مې چې ښه خواړه وخوړل، یوه میاشت وړاندې د کلي په یوه واده کې وو، چې غوښه مې وخوړله. د امیدوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې مې هم حال خراب وو.»
د دې راپور ډګري کیسې ښيي، چې بېوزلۍ. بدخشان کې مناسبو خوړو ته د ډېری ښځو لاسرسی له منځه وړی او هغوی یې ناچاره کړې، چې د امیدوارۍ دوران په تر تر ټولو کمو غذايي امکاناتو تېر کړي.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ لمن په سختېدو او پراخېدو ده.
دې بحران تر ډېره ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي.
سیدبېګم وايي، درې ماشوم یې چې په خوارځواکۍ اخته وو په روغتون کې بستر شوي دي، هغوی ۷، ۵ او ۳ کلن دي. «داسې ورځې هم راځي، چې په کور کې د خوړو له پاره له وچې دوډۍ پرته نور څه نه موندل کېږي. کله چې له وچې ډوډۍ پرته بل څه نه لرو، څه ډول قوي خواړه پیدا کړو.»
د سیدبېګم د کورنۍ لږ عاید هم په کرنه او مالدارۍ پورې تړلی دی.
دغه راز سیدبېګم د خپل کلي خندود په کلېنیک کې د زېږون پر مهال د خپلې ورېندارې کسیه کوي. «د ورور ښځې مې د سږ کال په غبرګولي میاشت کې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړ او ماشوم یې هم د زېږېدو پر مهال یوازې یوه نیم کیلوګرام وزن درلود او په خوارځواکۍ اخته شوی وو. هغه هم له زېږون یوه اوونۍ وروسته ژوند له لاسه ورکړ.»
سیدبېګم یوازینۍ ښځه نه ده، چې داسې شرایط تجربه کوي او بسندویه خوړو ته یې لاسرسی محدود دی. د بدخشان په لرې پرتو سیمو، په ځانګړې توګه په ولسوالیو کې، د دې تجربو لرونکو امیدواره مېرمنو موندل آسانه کار دی.
۳۰ کلنه ماه ګل* چې یوه اوونۍ وړاندې یې څلورم اولاد، د زېباک ولسوالۍ په کلېنیک کې نړۍ ته راوړ، خپله او ماشوم یې په سخته خوارځواکۍ اخته شوي دي.
ژورې سترګې او ډنګر بدن یې د خوارځواکۍ او بدني ستړیا ښکارندويي کوي.
ماه ګل و ویل: «د امیدوارۍ په نهه میاشتو کې سره له دې، چې ښکته او پورته کېدو درندوالی وي، باید له سهاره تر شپې پورې په کلي کې کارونه تر سره کړو. په اخر کې یوازې شی چې خورو یې، خوږ چای او کله کله هم تروې او مستې وي. په یوه شپه ورځ کې یوازې یو څاښت غوړه ډوډۍ خورو، هغه هم د شپې. همدا سبب شو، چې زوی مې په دې حال پرېوت او په روغتون کې بستر شو. خپله هم چې کله سر راپورته کړم، سترګې مې تورېږي.»
د امیدوارۍ پر مهال د مور او ماشوم د تغذیې روغتیا ته پر پاملرنې ډېر ټینګار شوی دی. امیدواره ښځې باید د ورځې په اوږدو کې درې وخته اصلي خواړه او دوه تر درې روغتیايي ناشته وکړي، تر څو د مور بدن او د جنین د ودې لپاره اړینه انرژي او مغذي مواد چمتو کړي. په غذايي رژیم کې باید غلې دانې، غوښه، کب، هکۍ یا حبوبات، شیدې، لبنیات، تازه مېوې، سبزیجات او په کافي کچه مغذي لرونکي مواد شامل وي.
همدارنګه د کافي اوبو مصرف او د فولیک اسید او اۍبنې سپلېمنټونو کارول، که د روغتیايي کارکوونکو له خوا وړاندیز شوې وي، د مور او جنین د روغتیا ساتلو لپاره مهم دي.
ماه ګل نه یوازې دې ډول ستندر خوړو ته لاسرسی نه درلود، بلکې په خوارځواکۍ هم اخته شوه. «د ولسوالۍ په کلېنیک کې قابلې راته و ویل، چې خواړه مې منظم کړم، خو نه پوهېدم چې څه وکړم. ځکه د پېر او هغه خوړو او مېوو چې ډاکترانو یې سپارښتنه کوله د چمتو کولو توان مې نه درلود. په میاشتو میاشتو مې د مېوې مخ نه دی لیدلی، پرته له دې چې د فصل مېوې، هغه هم ګاونډیان له خپلو باغونو رالېږله. چرګانې لرو، خو هګۍ یې د مېلمنو لپاره دي او ان خپله یې هم غوښه نه کارو، چې د مېلمونو لپاره دي.»
ماه ګل وايي، کله چې په خوارځواکۍ اخته شوه، یو ځل د زېباک ولسوالۍ کلېنیک کې ورته مقوي خواړه ورکړل شوي دي. خو اړ شوه، د دې پر ځای چې خپله ترې ګټه واخلي، خپلو ماشومانو ته یې ورکړل.
ماه ګل د زېباک ولسوالۍ د نوآباد د کلي اوسېدونکې ده او د خپل تازه زېږېدلي ماشوم د درملنې لپاره، چې په خوارځواکۍ اخته دی، فیض آباد ته راغلې وه.
خوړو ته نه لاسرسی له یوې خوا او ورځني کارونه چې په کلیو کې تر ډېره د مېرمنو په غاړه دي، له بلې خوا د امیدوارۍ شرایط سختوي.
ماه ګل د څلورو اولادونو مور ده او وايي، سهار چې راپاڅي، که د امیدوارۍ پر مهال وي او که په عادي شرایطو کې، د کور ټول کارونه د دې پر غاړه دي، له پاک کارۍ نیولې، تر پخلي، کروندې، مالدارۍ او ان درانده کارونه لکه د ځمکې خوی او له چینې د اوبو راوړل.
د اشکاشم ولسوالۍ د زیج کلي اوسېدونکې ۲۳ کلنه زرمینه هم وايي، له دې امله چې د امیدوارۍ پر مهال یې کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود او ډېر وخت به یې د ځمکې په کرونده کې کار کاوه، خپله په خوارځواکۍ اخته وه او ماشوم یې هم د زېږېدو پر مهال په خوارځواکۍ اخته نړۍ ته راغی.
هغه وايي، ماشوم یې دوه میاشتې وړاندې ژوند له لاسه ورکړ. «څلور کلن وو، خو تر اوسه په لار نه شوای تلای او لکه د نورو ماشومانو په څېر نه وو، د شپې یوازې ژاړي، که څه هم هغه مې فیض آباد ته بوتلو او درې میاشتې تر درملنې لاندې وو، خو ښه نه شو.»
زرمینه زیاتوي: «د امیدوارۍ پر مهال مې دېری وخت خوږ چای او کله کله هم هګۍ خوړلې، خو زموږ کار خورا زیات دی، ځینې شپې همغه خواړه چې د کورنۍ نور غړي خوري، لکه لوبیا او ورجې، هغه مې خوړل.»
زرمینه وايي، د دې ستونزو سره سره، یې د ژوند وضعیت او د کورنۍ خواړه د کلي د نورو کورونیو په پرتله ښه دی. خو دا چې ټوله ورځ د کلي په درندو کارونو کې تېروي، ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.
هغه وايي، داسې ښځې هم پېژني، چې په درې څاښته خوړو کې، له خواږه چای پرته د خوړو لپاره بل څه نه لري.
تروي چای د بدخشان د خلکو یو دودیز څښاک دی، چې له چای او مالګې او کله هم لږ شیدې یا زېړ غوړیو څخه چمتو کېږي. د ډېری بېوزله کورنیو لپاره چای د هغوی یو وخت خواړه جوړوي.
د دې راپور د چمتو کولو پر مهال، په یفتل، بهارک، شهربزرګ، اشکاشم، شغنان او زېباک ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۲۱ ښځو سره خبرې اترې شوې دي.
دا ښځې وايي، د ورځې په اوږدو کې یوازې یو څاښت غوړه ډوډۍ وخوړي او په ډېری مواردو کې یوازې د یو وار لپاره د متنوع او قوي خوړو د چمتو کولو توان لري.
فیض آباد ښار کې نسايي ولادي متخصصه، ۴۵ کلنه میریم احمدي* له اتو کلونو راهیسې د ښځو درملنه کوي. هغه وايي، د امیدواره میدونو تغذیې ته پاملرنه اصلآ شتون نه لري. «ځینې میندې چې موږ ته مراجعه کوي له سختې خوارځواکۍ او کم خونۍ سره مخ دي. ځکه د امیدوارۍ په اوږدو کې کافي او سالمو خوړو ته لاسرسی نه لري، په همدې دلیل جنین سمه وده نه کوي او مور یې هم په خوارځواکۍ اخته کېږي. میندې خپله وايي، چې ډېری یې تریو چای خوري او کافي او قوي خوړو ته لاسرسی نه لري.»
هغه وايي، امیدواره ښځې باید د خپل ځان د ساتنې او د جنین د طبیعي ودې لپاره، د ورخې په اوږدو کې کافي او ډول ډول خواړه وخوري. د مغذي خوړو لکه، پروتین، وسپنه، فولیک اسید، کلسیم او ویټامینونو کمښت کولی شي، د کم خونۍ، خوارځواکۍ، له وخت مخکې زېږون او د ماشوم د کم وزنه پیدا کېدو سبب شي.
دغه ښځینه متخصصه وايي، له کلیو داسې میندو هم ورته مراجعه کړې، چې د امیدوارۍ په اوومه او اتمه یا هم ۹ میاشت کې یې ۴۷ کلیوګرامه وزن درلود. چې د کلیو د درندو کارونو او د ناکافي خوړو ښکارندويي کوي. د میندو تر منځ سخته خوارځواکي کولی شي، د زېږېدو پر مهال د ماشوم د کم وزن، له وخت مخکې زېږون او د مور او جنین لپاره د جدي خطر سبب شي.
۲۹ کلنه ثنا کریمي* چې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د روغتیايي مرکز قابله ده او هلته کار کوي وايي «ډېری امیدواره مېرمنې له کم خونۍ، بدني کمزورتیا او خوارځواکۍ سره مراجعه کوي. «داسې میندو لرو چې کله راځي، ډېرې کم وزنه وي، په خوارځواکۍ اخته وي او کله چې هم ورته وایو، چې کافي او بشپړ خواړه وخوري، شکایت کوي، چې نه یې لري.»
یادونه په راپور کې نومونه مستعار راوړل شوي.







