بهار ابراهیمي
داسې پېښې دي، چې هر څو سړي وغواړي نه شي کولی هېرې یې کړي. د آګست ۱۵ مه زما لپاره یو له همغو پېښو ده. ښايي د ډېرو لپاره یوازې یوه ورځ وي، خو زما لپاره هغه ورځ ده، چې له هغې وروسته مې ژوند د پخوا په څېر نه شو.
هغه ورځ، سهار لکه د نورو ورځو په شان له خوبه راپاځېدم. د عادي ورځې په څېر مې فکر نه کاوه، ټاکل شوې وه داسې یوه پېښه رامنځ ته شي، چې کلونه وروسته یې په اړه ولیکم. کتابونه مې د تختې تر څنګ وو او د تل په څېر د ښوونځي په فکر کې وم. درسو ته، ازموینو ته، ملګرو ته او هغه ساده شیانو ته، چې هغه وخت عادي تر سترګو کېدل.
کله چې د هغې ورځې په اړه فکر کوم، حس کوم چې انسان څومره له راتلونکې بې خبره دی. موږ د سبا لپاره خپل پروګرام جوړو، خو ژوند زموږ لپاره بل پروګرام لري. هغه ورځ هم زه یوازې یوه نجلۍ وم، چې غوښتل يې درس ولولي، راتلونکې یې جوړه کړي، هېڅ تصور مې نه درلود، چې څو ساعته وروسته به هر څه ښايي تغیر وکړي.
خبرونه لږ لږ زیات شول، ټولو د کابل په اړه خبرې کولې. ځینې اندېښمن وو، ځینو یوازې هڅه کوله، پوه شي چې څه پېښه د رامنځ ته کېدو په حال کې ده. ما هم د نورو ډېرو په شان یوازې ننداره کوله او غوږ مې نیوه. اندېښنو هېڅ ځای ونه نیوه او پېښه رامنځ ته شوه، چې تر نن پورې یې د میلیونونو انسانانو ژوند تیارو ته ټېل وهلی دی.
د پنځو کلونو په تېرېدو، ډېرې دروازې وتړلې شوې. په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره. خو خپله لا هم په دې باور لرم، چې هېڅوک نه شي کولی د یوې نجلۍ هیلې بشپړې له منځه یوسي. ښايي لار ستونزمنه شي، ښايي هدف ته رسېدل زیات وخت ونیسي، خو تر کومه چې هیله شتون ولري اوس هم کېدای شي دوام ورکړو.
نن چې کله د اګست ۱۵ مې ته فکر کوم یوازې د یوې ورځې په اړه فکر نه کوم، د ټولو هغو ورځو په اړه فکر کوم، چې له هغې وروسته راغلې. ټولو نجونو ته فکر کوم، چې لویې لویې هیلې یې درلودې او اوس یې هم لري، د ټولو کتابونو په اړه چې تړلي پاتې شول او د ټولو پاڼو په اړه، چې تر اوسه لا نه دي لیکل شوې.
کله له ځان سره فکر کوم که کېدای شوای یوازې د یو څو دقیقو لپاره تېر ته ورګرځم، ښايي همغه د اګست د ۱۵ مې سهار مې ټاکه. هغه سهار چې لا هر څه په خپل ځای وو، سهار چې لا نه پوهېدم چې څه پېښه به رامنځ ته شي.
له هغې ورځې مخکې ښوونځی را ته د ژوند یوه عادي برخه وه، هغه څه چې هر سهار مې تر سره کول. پرته له دې چې ارزښت ته یې زیات فکر وکړم، خو وروسته پوه شوم ځینې شیان تر څو چې وي عادي تر سترګو کېږي او کله چې له لاسه وځي، تازه پوهېږو چې څومره مهم وو. زما زړه یوازې درسونو ته نه دی تنګ شوی، زړه مې ټولو هغو کوچینو شیانو ته تنګ شوی وو، چې د ښوونځي د ورځو یوه برخه وه. په ټولګي کې د نجونو د خندا لپاره، له ملګرو سره لنډو خبرو ته، د هغو شېبو لپاره چې ټول به سره یو ځای د ښوونکي راتلو ته انتظا کېناستو.
په لومړیو ورځو کې لا هم امیدواره وم، له ځان سره مې ویل ښايي راتلونکې څو اوونۍ هر څه سم شي، ښايي دا وضعیت لنډمهاله وي، خو اوونۍ تېرې شوې وروسته میاشتې راغلې او لاړې، پوهم شوم چې ټاکل شوې نه ده اوضاع د ژر عادي شي.
لا هم ځان د ښوونځي په خاطرو بوختوم، کله کله له دلیل پرته بستۍ خلاصه کړم او د ښوونځي کتابونه راواړوم. یادېږي مې، یوه ورځ مې یوه له کتابچو پرانسته، وروستۍ لیکنه مې ولوسته. د څو دقیقو لپاره مې یوازې پاڼې ته کتل. هغه لیکنې د هغه وخت لپاره وې، چې ما د زده کړې د دوام په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه درلوده. د هغه وخت لپاره وو ، چې فکر مې کاوه راتلونکی کال به لوړ ټولګي ته ځم او له هغې وروسته به پوهنتون ته، خو زموږ هیلو څومره توپیر کړی دی.
زه ډېری داسې نجونې پېژنم چې ما ته ورته شرایط یې درلودل، هغه نجونې چې لویې لویې هیلې یې په سر کې ګرځېدې. غوښتل یې ډاکتره، ښوونکې، لیکواله او انجینره شې. له موږ هر یوې خپله یوه کیسه درلوده.
ځینې شپې له ویده کېدو وړاندې د راتلونکې په اړه فکر کوم. هغه ورځو ته چې تر اوسه نه دي راغلې او د هغه شیانو په اړه، چې تر اوسه نه دي رامنځ ته شوي. خو په رښتیا د هغې ورځې په لټه یم، چې د دغه وضعیت پای شي. په دې ټوله موده کې مې په وار وار له ځانه پوښتلي، که هغه ورځ هېڅ وخت رامنځ ته نه شي نو څه؟
خو له دې ټولو اندېښنو سره سره په رښتیا نه غواړم خپل امید له لاسه ورکړم. کله کله یو کتاب ښه وو، کله د یوه ملګري یوه ساده جمله او کله هم یوازې په دې فکر چې لا هم فرصت لرم، تر څو دراتلونکې لپاره هڅه وکړم. په دې کلونو کې فکر کوم انسان له هغه څه چې فکر یې کوي، ډېر ځواکمن دی. موږ چې کله یوې سختې ورځې ته د ننه کېږو، تصور کوو چې دوام نه شي کولی، خو لږ لږ یې زده کوو چې څه ډول دوام ورکړو. زده کوو چې څه ډول له وړو امیدونو سره ژوند وکړو او د لویو لویو هیلو لپاره څه ډول صبر ولرو.
کله چې کوم ماشوم وینم چې په څومره خوښۍ ښوونځي ته ځي، مسکا کوم او په همغه شېبه کې مې زړه را تنګ شي، نه په دې خاطر چې د نورو بریا مو نا آرامه کوي، بلکې د هغه ورځو د یاد په خاطر چې ما هم همدا احساس درلود. هغه ورځې چې لویه اندېښنه مې دا وه، چې د ښوونځي مسوولیت مې تر سره کړی که نه.
ځینې خاطرې هېڅ وخت د انسان له ذهن څخه نه ځي. د ښوونځي زنګ یو له همغو خاطرو دی. د نویو کتابونو بوی یو بل له هغو دی، ځینې ورځې لا هم کولی شم ښوونځي ته په لاره ځان تصور کړم، هغه مهال مې د بدن یوه برخه لا هم په هغه ورځو کې پاتې شي.
زه لا هم خپل خوبونه لرم، لا مې خوښېږي چې درس ولولم، لا مې خوښه ده، چې زیات څه زده کړم او لا هم باور لرم، چې زده کړه د هرې نجلۍ حق دی. هغه حق چې نه باید په یوه هیله بدل شي. زه نه پوهېږم چې هغې ورځې ته رسېدل به څومره وخت ونیسي، خو پوهېږم چې تمه لرل یې ارزښت لري.
ښايي کلونه وروسته تېر ته وګورم، د اګست ۱۵ مه یوازې د هغې ورځې په توګه په یاد نه لرم، چې هر څه بدل شول، ښايي زه به دا د هغې ورځې په توګه په یاد راوړم، چې ما ته یې دا را زده کړل، چې په آسانۍ سره باید تسلیم نه شم. هغه ورځ چې ما ته یې دا درک راکړ، چې په تر ټولو سختو شرایطو کې هم کولی شم خپل خوبونه وساتم.
تر اوسه مې د آګست ۱۵ مه نه ده هېره کړې او فکر نه کوم هېڅ وخت یې هېره کړم، خو نه غواړم یوازې د غم په توګه ورته وګورم. غواړم هغه په یاد ولرم، ځکه زما د ژوند د کیسې یوه برخه ده. تر ټولو مهمه دا چې، نه غواړم دا ورځې هېره کړم، د دې لپاره چې د طالبانو توره څېره او ناوړه فکر دا ځل په ډېر دقیق ډول یاد ته وسپارم.







