زیبا بلخي
کله چې له خپلو لوڼو خبرې کوي غږ یې لړزېږي، وايي، هر ځل یې چې ۱۵ کلنه او ۱۳ کلنه لور ژاړي، خپل ځان په ۲۷ کاله وړاندې کې ویني، هغه وخت چې په ۱۶ کلنۍ کې له خپلې خوښې پرته یوه داسې سړي ته واده شوه، چې تر دې ۱۵ کاله لوی وو.
دا وايي، هغه واده یې د ماشومتوب د خوبونو پای او داسې کلونو پیل وو، چې په تاوتریخوالي، سپکاوي او کړاو سره یې تېراوه. اوس، له درې لسیزو وروسته، ټاکل شوې همغه برخلیک یې د دوو لوڼو لپاره تکرار شي.
۴۳ کلنه پروانه* د سمنګان ولایت اوسېدونکې ده. هغه په کال ۱۳۷۸ او د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې اجباري واده ته اړ شوه.
د هغې په وینا، پلار یې د دې لپاره، چې د ده په باور ځان د خپلې کورنۍ له «بې عزتۍ» وساتي، پرېکړه یې وکړه، چې څومره ژر کېدای شي لور یې په مېړه شي. «د طالبانو په لومړۍ دوره کې طالبانو له اوس څخه زیات نجونې تښتولې او ورسره به یې واده کاوه. اجباري ودونه زیات وو، پلار مې هم د هغه وخت له شرایطو وېرېده، چې نه ویل کېږي ما به هم چې ځوانه نجلۍ وم طالبان وتښتوي او د خپلې کورنۍ د بې عزتۍ او بې ابرویۍ سبب به شم. په همدې خاطر مې په کم عمر کې په زور واده وکړ.»
پروانه وايي، په همغه وخت کې د طالبانو اړوند یوه قوماندان د دې د تره لور، چې همځولې یې وه، په زور په خپله نکاح کې راوسته. «زه یې د خپلو ملګرو یوه هلک ته ور وبښلم. زه او مور مې هېڅ خبرې نه وو. پلار مې په همغه شپه کور ته راغی او ویې ویل، شریني مې دې ورکړه او له خیره په همدې څو ورځو کې د واده دی.»
په ۹۰ مه لسیزه کې د طالبانو واکمني د دې دورې په څېر د ښځو لپاره له مصبتونو ډک وه، د کار، زده کړې او ټولنیزو آزادیو ممنوعیت د نن په څېر پر ځای وو.
که څه هم کومه خپلواکه پلټنه نه ده شوې، خو د دې ډلې په لومړۍ دوره کې د طالبانو د غړو له خوا د زور ودونو پېښې مستندې شوې دي. هغه وضعیت چې په دغه دوره کې هم دوام لري. تر اوسه پورې د طالبانو د کسانو او قوماندانو له خوا د ښځو او نجونو سره د اجباري ودونو یو شمېر پېښې رسنیزې شوې دي.
پروانه د هغې وخت ګڼې ترخې خاطرې له ځان سره لري. «یوه شپه مې ډېر وژړل او عذر زارۍ مې وکړې، پلار مې په غوسه شو او په سوټي یې سخته وډبولم او راته ویل یې، ستا خوښه مهمه نه ده، د کورنۍ عزت او ابرو مهم دي.»
پروانه له واده وروسته له خپل مېړه سره له بلخ څخه سمنګان ته ولاړه. پروانه وايي، د کم عمر له امله، د کور په ډېری کارونو نه پوهېده او همدا د دې لامل شو، چې زیات تاوتریخوالی ورسره وشي. «غوا لوشل مې نه وو زده، په تناره مې ډودۍ نه شوای پخولی.»
هغه وايي، یو ځل یې لاس په سره سیخ وروسوځل شو، په وار وا وهل شوې ټکول شوې او لږ تر لږه درې ځلې یې د تاوتریخوالي، کم عمر او بدني کمزورتیا له امله جنین هم سقط کړی دی.
بالاخره له واده شپږ کاله وروسته یې لومړی اولاد نړۍ ته راغی. هغه اوس د پنځو اولادونو مور ده، درې زامن او دوه لوڼې.
د پروانې دواړو لوڼو تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړې دي.
مشره لور یې دوه کاله وړاندې او وړه لور یې تېر کال، د شپږم ټولګي له پای ته رسېدو وروسته، له زده کړو پاتې شوې دي.
سره له دې، چې طالبان ادعا کوي د زرګونه جبري ودونو مخنیوی یې کړی دی، خو په عمل کې داسې نه ده.
څو اوونۍ وړاندې بادغیس کې باوري سرچینو ویلي وو، طالبانو د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې یوه کم عمره ۱۷ کلنه نجلۍ له دې امله، چې دې ډلې ته نېږدې یوه قومي مخور سره یې له واده انکار کړی، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر هم د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې ویلي وو، طالبانو یوه تر ۱۸ کلنۍ د ټیټ عمر نجلۍ جبري واده ته د تن نه ورکولو له امله، په زور نیولې او زنداني کړې ده.
دا اندېښنې د طالبانو له قوانینو سره تړاو لري، چې د ماشومتوب ودونه زیاتوي، د بېلګې په توګه د زوجینو د جلاوالي اصولنامه یا د مېړنو جلاوالی، چې د سږ کال د غوايي په ۲۴ مه، د طالبانو د مشر له خوا توشېح شو.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۱۴۰۵ کال په غبرګولي میاشت کې اعلان وکړ، چې د «طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامه» د واده له پاره د لږ تر لږه قانوني عمر د نه ټاکلو له امله، د ماشومتوب ودونو د عادلي کېدو لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېتې هم د دې سند د توشېح په غبرګون کې ویلي دي، دې سند «د ماشومتوب ودونو ته مشروعیت ورکړی او د نجونو چوپتیا یې واده ته د خوښې په توګه ګڼي.»
د پروانې په وینا، دوه میاشتې وړاندې یې خاوند تصمیم ونیو، چې دواړه لوڼې یې په مېړه کړي. د دې او لور مخالفت یې کوم ځای ونه نیوه. «نه غواړم هغه سختی چې ما کاللې لوڼې مې یې هم تېرې کړي. زه اصلا د خپلې تنکۍ او نوې ځوانۍ په خوند هېڅ پوه نه شوم. په ریښتینې توګه هېڅ واقعي ژوند مې ونه کړ. له کله مې چې ځان پېژندلی د مېړه تر ظلم او زور زیاتي لاندې وم.»
د پروانې ۱۵ کلنې لور له یوه ۳۸ کلن سړي او ۱۳ کلنې لور یې له یوه ۳۵ کلن سړي سره په جبري توګه کوژدن شوې او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې یې د ودونو مراسم تر سره شي.
«موږ درې واړه یې د کور تکاوی ته ښکته کړو، تر څو مو ګاونډیان غږ وانوري او په لغتو او سوکانو یې و وهلو… راته یې و ویل، دا به درته ښه وي، چې له دې واده سره مخالفت ونه کړی. که نه هم تا ته طلاق درکوم او هم اولادونه در نه اخلم، نور اجازه نه درکوم، چې تر مرګ پورې اولادونه و وینې. لوڼو ته مې یې هم و ویل، نور مخالفت ونه کړۍ. د مبارزې توان مو نه درلود، ځکه په یوه داسې هېواد کې یو، چې په رښتیا هم ښځه هېڅ کار نه شي کولی.»
پروانې وېره درلوده، چې دا کیسه بیان کړي خو ویې ویل، له هرې لارې هڅه کوي، چې د لوڼو ودونه یې لږ تر لږه ژر تر سره نه شي.
هغه وضعیت چې د پروانې په لوڼو راغلی، دقیقآ همغه برخلیک دی، چې خپله یې قرباني شوې ده.
پروانه په غمجنه توګه وايي، مشرې لور یې غوښتل ډاکتره شي او کشرې هغې یې هیله درلوده، چې په پوهنتون کې اقتصاد ولولي. «نور به د زده کړو او تحصیل فرصت ښايي ونه لري.»
په واده کې خوښه یا رضایت یو بشري حق دی. د نړیوالو بشري حقونو اعلامیې په ۱۶ ماده کې راغلي: «واده باید د ښځې او سړي په بشپړه خوښه او آزاده توګه رامنځ ته شي.»
خو د طالبانو په واکمنېدو سره د اجباري واده پدیدې زیاتوالی موندلی دی. دا پدیده د زده کړو د مخنیوي سره، چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر سر راوستی، اړیکه لري. اټکل کېږي، تر اوسه پورې افغانستان کې لږ تر لږه ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوې دي.
د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۹ مه یوه راپور کې ویلي، له زده کړو بې برخې کړای شویو نجونو، کابو ۷۰ سلنه یې اجباري یا کم عمره واده ته اړ شوې دي.







