خبردارۍ! دغه راپور کې د تاوتریخوالي او جنسي تېري کیسې دي ښايي ځینې لوستوونکو ته ځوروونکې وي
د ښږ کال د غوايي میاشتې په اوومه ماښام مهال د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په «…» کلي کې دوه وسله وال کسان یوه کور ته ننوځي، د مال له لوټلو وروسته د دغه کورنۍ په دوه نجونو جنسي تېري کوي.
سیمه ییزه سرچینې وايي د دغه پېښې یو تورن کس د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان دی، خو له دې سره سره رخشانه رسنۍ په خپلواکه توګه نشي کولی له طالبانو سره د تورنو کسانو د اړیکو لرلو ادعا وکړي، تر اوسه د دغه پېښې یو عامل هم نه دی نیول شوی.
د امنیتي ننګوونو له امله په دې راپور کې ټول راغلي نومونه په مستعار ډول دي او د پېښې د دقیق ځای په ګډون ځینې جزیات له دې راپوره لرې کړای شوي او د امنیتي دلایلو له امله د قربانیانو هویت او سرچینې له رخشانې رسنۍ سره پټې دي.
په افغانستان کې د «بې سرپرسته کورنۍ» اصطلاح هغه وضعیت ته ویل کېږي چې هېڅ ګټه راوړونکی او مرستندویه نارینه په هغې کې شتون ونه لري او په داسې حالاتو کې د کورنۍ سرپرستي معمولآ د مېرمنو په غاړه وي.
«د غوايي میاشتې اوومه وه، دوه کلن زوی مې په هغه شپه سخت ناروغ وو، زه او مېړه مې کریم، دواړه ویښ پاتې و، هڅه مو کوله چې کرار یې کړو، نیمه شپه مو وېروونکی آواز واورېده، د ګاونډي د لور چیغې وې.» دا دې ۳۰ کلنې تابان خبرې دي، یو له عیني شاهدانو څخه چې له پېښې وروسته هغه ځای ته رسېدلې وه.
تابان وايي، مېړه یې لومړنۍ کس و، چې له کور څخه د غلا او جنسي تېري له چیغو اورېدولو وروسته د پېښې ځای ته ورسېده.
تابان ویلي:«د شپې کابو دوه بجې وې، کله چې کریم بېرته راغلی ویې ویل ښځې چادري دې په سر کړه، پورته شه هغو نجونو ته ورشه، غله د …. کور ته ورغلي، ۲۹ زره افغانۍ یې ترې وړې او لوڼو ته یې لاس وراچلی دی، وايي، نه پوهېږي چې څوک وو، یوازې دا یې وویل چې پدرلعنتي له الله ج نه نه وېرېدونکي وو.
تابان زیاته کړه«هغه شپه رښتیا توره شپه وه… د شپې کابو یوه نیمه بجه وه، چې د ګاوندي د لورانو ژړا او چیغې وې چې زموږ خوب یې یووړ او ډېر په وېره کې وو.»
د تابان له قوله، د غلا او جنسي تېري قرباني یوه پخه عمر لرونکې ښځه ده، چې له دې ځوانو لوڼو، ۲۵ کلنې، ۲۴ کلنې او ۱۶ کلنې سره د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په «…» کلي کې ژوند کوي، کابو لس کاله وړاندې یې مېړه مړ شوی دی او یوازینی زوی یې هم درې کاله وړاندې د بهارک- فیض آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی وو.
تابان رخشانې رسنۍ ته ویلي دي:«برنا مې خپلې مشرې لور ته وسپاره، څراغ مې واخیست او له کریم سره مې یو ځای د ګاونډي د کور په لور منډه کړې، اصلي دروازې ورغلو، په کوڅه کې نور ګاونډیان هم لږ لږ راټول شوي وو، کله چې ورورسېدو و مو لیدل چې د لرګي دروازه ماته شوې او له د ننه څخه یې کولپ خلاص شوی دی، کور ته د ننه شو… غټې لورانې یې تر بړستن لاندې پټې شوې وې او ژړا یې نه درېده… د «نجونو مور» عایشې چیغې وهلې، خدایه جانه تباه شوم، کوچینۍ لور یې راغله او زما په بغل کې راپرېوته، ژړل یې او ویل یې هغوی زما له خویندو سره څه کړي دي، مه تاب رانه وړ ما هم ورسره وژل.»
د قرباني شویو نجونو د مور عایشې چې تابان ته یې کیسه کړې ده په وینا، د پېښې په شپه دوه تنه وسله وال کسان زموږ کور ته د ننه شول. عایشې د یوه شي د ماتېدو غږ اورېدلی خو وروسته غږ نه دی وتلی. هغې و ویل:«نیم ساعت مې ورته انتظار وایست کوم غږ مې تر غوږ نه شو، د شپې یوه بجه وه، چې یو دم د کوټې دروازه راخلاصه او دوه تنه را د ننه شول، تر څو مې غوښتل چیغې کړم، یوه مې پر سر سخت ګزار وکړ فکر مې وکړ چې مغزی مې مات شو. کشرۍ لور مې یې و وهله، ولی یې ټوکل شوی دی، خدای ناترسو مې د دوه لورانو په حق کې سخته نامردي وکړه. دعا کوم چې الله ج یې تر اوو پشتو پورې پرېنږدي.»
تابان د عایشې د خبرو د توضح په اړه وايي، پر دوه مشرو لورانو یې جنسي تېری کړی دی.
د عایشې او تابان له خبرو څرګندېږي، چې غلو وسله درلوده او کابو نیم ساعت یې په کور کې تېر کړي دي. هغوی د دغه کورنۍ ټولې نغدې پیسې، چې د ګلدوزی او نورو لاسي کارونو څخه یې سپمولې وې او غوښتل یې چې د کور د بامونو په بیارغولو یې ولګوي له ځانه سره وړې دي.
د دغه کورنۍ یو له خپلوانو د هویت پټ ساتلو او دغه پېښې په پخلي سره د تلېفوني اړیکې له لارې و ویل:«ټول کش کوي، چې دا کار د طالبانو د یوه قوماندان کار دی، همغه کس چې څو میاشتې وړاندې یو له دغه نجونو څخه د ځان لپاره غوښتې وه، خو مور یې ورسره نه وه منلې، نجلۍ هم نه غوښتل، اوس خلک وايي، چې دا د یاې پېښې یو ډول غچ اخیستل وو.»
د دغه سرچینې په وینا، د جنسي تېري یوه قرباني د عایشې مشره لور ده چې مخکې یې واده کړی و او مېړه یې دوه کاله وړاندې هغه مهال چې دا دې دریو میاشتو امیندواره وه مړ شوی وو، دغه قرباني د مېړه له مرګ وروسته د روحي فشارونو او سختو شرایطو له امله خپل ماشوم هم له لاسه ورکړی وو.
دغه سرچینه د یوه ۴۰ کلن سړي نوم اخلي، چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان دی، د هغه په وینا، دغه قوماندان سره له دې چې ښځه او اولادونه لري غوښتل یې د عایشې له مشرې لور سره واده وکړي.
د دغه پېښې زیات جزیات په لاس کې نشته او د طالبانو امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی. دغه پېښې له دې وړاندې په رسنیو کې نه ده وړاندې شوې او د پېښې ځای هم د بدخشان د جرم ولسوالۍ یوه لرې پرته سیمه ده، چې د سیمه ییزه سرچینو په وینا هلته مخابراتي خدماتو ته لاس رسی ډېر محدود دی.
سرچینې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، چې نه هم عایشې او نه هم د هغې لور دغه وړاندیز یا خواستګاري منلې، اوس د سیمې د خلکو تر منځ دا ډمامې دي، چې دا پېښې د همدې نه ورکولو غچ دی، هغه وايي«خوارانو کوم ښه ژوند نه درلود، له چا سره یې کار نه درلود، بې آزاره خلک وو، ټول وايي، چې دا د همغه سړي کار دی، خو څوک زموږ غږ اوري؟ څوک به زموږ خواخوږۍ ته راورسېږي، هېڅوک.»
تابان هم وايي:«موږ هم په همغه قوماندان شک لرو، خو څه وکړو، څوک زموږ خبره اوري، په همغه شپه څو تنه له قوماندانۍ راغلل او ویل یې چې موږ به غله ونیسو او خپله سزا به وویني، خو چېرې دي؟ دا دی دوه میاشتې تېرې شوې، خو هېڅ ونه شول.»
د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، خو د کورنیو د سرپرستو مېرمنو ستونزې لا ډېرې دي، طالبان بې سرپرسته مېرمنو ته له نارینه پرته د سفر او دولتي ادارو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د طالبانو په واکمنۍ کې عدالت ته د ښځو د لاس رسي راپورونه اندېښمنوونکي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو هغه کانالونه چې له ښځو د ناوړه ګټې اخیستې، له هغوی سره د تاوتریخوالي او یا د هغوی د قانوني حقونو راپورونه ورکوي، خورا محدود کړي او عدالت ته یې د هغوی لاس رسی په عملي توګه ناممکن کړی دی.
د عایشې او د هغې د لور په څېر قربانیانو لپاره د دغه ډول پېښو یو مهم راتلونکی په ټولنه کې د هغوی په اړوند منفي فکر او انګېزه ورکول دي، چې کولی شي هغوی اوږدې انزوا، د ژوند له فرصتونو بې برخوالي او جدي رواني فشارونو سره مخ کړي.
تابان هم ویلي«د هغوی پر وړاندې د خلکو لید کې هم بدلون راغلی دی[عایشه] د خپلو لوڼو په اړه زیاته اندېښنه کوي ډېره زیاته. په هغه شپه یې هم وضعیت خورا خراب وو او د خبرو کولو توان یې نه درلود، سبا یې چې بیا لیدو ته ورغلم له ډېره درده یې سر نه شوای پورته کولی.»
د تابان په وینا، عایشه او لوڼې یې تر دې وړاندې د یوې کوښښ کوونکې کورنۍ په نوم په کلي کې په خوله وې، هغه لوڼې چې په ګلدوزۍ او درزيتوب یې ورځنۍ ژوند مخ ته وړلو، یوې هم دا فرصت نه درلود، چې ښوونځي ته لاړې شي.
د تابان په خبره د عایشې په کور کې اوس څه نه دي پاتې، یوازې څو مړاوې څېرې دي، له پخوا څخه زیاتې بې پناه، چې د چوپتیا او بې عدالتۍ په سیوري کې ژوند تېروي«د لوڼو راتلونکې یې تیاره شوه.»







