غزال محمدي
کله چې سمیه د لومړي ځل لپاره د طالبانو امربالمعروف ادارې ته وغوښتل شوه، لا هم یې هم تمه وه، چې د یو څو جملو بیان او یوه ژمنه به کیسه تمامه کړي. هغه وايي، چمتو وه دا ژمنه ورکړي، چې نور به خپل انځورونه په ټولنیزو شبکو نه خپروي. خو د کور پر ځای یې سر له زندان نه راووت.
۲۶ کلنه سمیه د هرات ولایت اوسېدونکې ده. له نیول کېدو مخکې یې د خپل ورځني ژوند ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو خپرولې. دا زیاتوي، تل یې پام وو، د پاڼې منځپانګه یې له هغو محدودیتونو سره، چې طالبانو پر ښځو لګولي دي، په ټکر کې نه وي. له همدې امله انلاین فعالیت ورته له وېرې سره مل وو.
د روان کال د چنګاښ میاشتې په اتلسمه، د طالبانو د امربالمعروف یو نارینه غړی د سمیې د کور دروازې ته ورغی او له هغې یې وغوښتل، چې د خپلو انځورونو او ویډیوګانو د توضیح لپاره دې ادارې ته مراجعه وکړي: «ما ته یې و ویل، ۱۰ بجې باید په امربالمعروف کې حاضره وې.»
سمیه وايي، د امربالمعروف ادارې ته د ورتګ سره یې دا وېره درلوده، چې نه ویل کېږي څېړنې ترې وشي، خو په څو دقیقو کې یې وېره په واقعیت بدله شوه.
کله چې هغه ادارې ته ورسېده، نو په ټولنیزو شبکو د خپل فعالیت په اړه ترې څېړنه وشوه. هغې د امربالمعروف مامورینو ته و ویل، ژمنه کوي، چې نور به په ټولنیزو شبکو فعالیت نه کوي: «هر څومره مې چې ورته و ویل، خط لاسلیکوم، نور به زه خپل انځور نه پورته کوم او ډېرې زارۍ او عذر مې ورته وکړ، خو زه یې زندان ته یوړم او راته ویې ویل ۷۲ ساعته باید بندي شې.»
سمیه زیاتوي، نوم یې له دې وړاندې د امربالمعروف له خوا د نیول کېدونکو کسانو په نوملړ کې وو.
د سمیې په وینا، مامورینو دا په تولنیزو شبکو د ویډیوګانو خپرولو او د خپلوانو د نارضایتۍ له امله، د هرات محبس جاده کې د ښځو زندان ته ولېږدوله.
نوموړې وايي، د ۷۲ ساعته وخت تېرېدو وروسته کیسه تمامه نه شوه. هغه بیا د امربالمعروف ریاست ته یووړل شوه او اړ شوه ژمنه ورکړي، چې نور به په ټولنیزو شبکو خپل فعالیت دروي او انځورونه به نه خپروي: «امربالمعروف پرېکړه وکړه، چې زه باید ۷۲ ساعته په زندان کې وم او له هغې وروسته یې خپله له زندان څخه ادارې ته ولېږدولم او له ما یې ژمنه واخیسته، چې په ژمن لیک کې مې و ویل، زه نور فعالیت نه لرم، کوته مې ورته کېښوده او د باندې راووتم.»
د سمیې د کورنۍ یوه نېږدې سرچینه چې د هغې له نیول کېدو او زنداني کېدو یې خبر درلود، له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې تاییدوي، چې دا ځوانه نجلۍ د چنګاښ په ۱۸ مه نېټه د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوه، زندان ته ولېږدول شوه او له درې ورځو وروسته خوشې شوه.
سمیې له وړاندې په انسټاګرام پاڼه فعالیت درلود او د خپل فعالیت ورځنۍ ویډیوګانې او تبلیغاتي پروژې یې مخ ته وړلې. هغه وايي، د ژمن لیک پر بنسټ به نور په خواله رسنیو کې فعالیت ونه لري او له همغې ورځې یې ټول انځورونه له ټولنیزو پاڼو پاکې کړې دي.
سمیه وايي، له نیول کېدو وړاندې هم پوهېده، چې فعالیت یې تر څار لاندې دی. په ویډیوګانو کې یې حجاب رعایت کولو او د داسې مطالبو له ویلو، چې ښايي د طالبانو د پالیسیو خلاف وي او سرخوږۍ ورته جوړ شي ډډه کوله. خو دې احتیاط یې هم وېره له منځه نه وړه: «ما په ډار سره کار کولو، سره له دې چې زما پاڼه منظمه وه، په حجاب کې وم او هېڅ وخت مې کومه خبره نه وه کړې، خو بیا هم له نیول کېدو وېرېدم، ځکه پوهېدم چې نوم مې له امربالمعروف سره دی.»
د سمیې په وینا، د دې فشار یوه برخه له بل ځایه راتله، د کور د ننه.
نوموړې وايي، ځینې خپلوان یې په ټولنیزو شبکو کې له فعالیته ناخوښه وو او د دې په اړه یې امربالمعروف ته راپور ورکړی دی. سمیه د هغوی نوم او کورنۍ تړاو نه فاشوي، خو وايي مامورینو د څېړنو پر مهال د دې د خپلوانو په خبرو استناد کاوه. «امربالمعروف ویل څه چې ستا خپلوان وايي سم دي.»
د دې په وینا، ځینې خپلوان یې د نیولو د دوام غوښتونکي وو او ان ویلي یې وو، چې باید کلونه په زندان کې پاتې شي.
سمیه دا فشار له هغو کلماتو سره په تړاو کې بولي، چې په وار وار یې په کور کې د ښځو د کنټرول په اړه اورېدلي دي: «غیرت»، «هغوی د غیرت په پلمه زما انځورونو ته غوټه ورکړه، غیرت دا دی، چې له ښځې ساتنه وکړې، خبر ترې واخلې، پیسې ورکړې او د هغې اړتیاوې ورپوره کړې.»
د یوې بلې ۴۰ کلنې هراتي ښځې شقایق کیسه له هغه ځایه پېلېږي، چې سمیې هڅه کړې وه، لرې ترې پاتې شي: واټ.
شقایق مستعار نوم، شاوخوا دوه کاله وړاندې د سورلۍ یو موټر په ۱۸۰ زره افغانۍ واخیست. هغه یې په ښار کې چلولو او له موټر څخه یې هم د تګ راتګ او هم د کار لپاره ګټه اخیسته.
خو وايي، وروسته له هغې، چې مېړه یې د موټر چلولو سره مخالفت وکړ، دا خپلواکي له منځه ولاړه.
د شقایق په وینا، مېړه یې د دې د اړیکې شمېره د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو ته ورکړه. د هغوی له اړیکې وروسته، له شقایق وغوښتل شول، چې په هرات ښار کې موټر ونه چلوي.
وروسته یې خاوند د دې له اجازې پرته موټر له کوره و ایست او ویې پلوره: «زه یې له موټر چلولو منع کړم. ان موټر یې زما له اجازې پرته د کور له منځه یووړ او ویې پلوره. مېړه مې و ویل، نور اجازه نه لرې چې موټر وچلوې.»
شقایق وايي، د موټر د خرڅلاو له پیسو ۷۵ زره افغانۍ دې ته ورکړل شوې، خو د هغې له نظره څه یې چې له لاسه ورکړل یوازې موټر نه وو. دا وايي، په کور کې محدودیتونه زیات شوي دي، اجازه نه لري نوکان سره کړي او له کوره د باندې وتلو لپاره باید یا له مېړه سره ولاړه شې یا له هغه اجازه واخلې: «اوس له بدو هم بدتره شوه.»
د شقایق مېړه دا محدودیتونه له اسلام څخه د خپل برداشت پر بنسټ توجیه کوي.
همدارنګه شقایق ادعا کوي، مېړه یې چې د هرات د تبلیغي ټولنې غړی دی، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، د دې ټولنې له لږ تر لږه ۲۰ نورو غړو سره یو ځای، د هېواد پلازمېنې ته تللی دی. د دې په وینا، خاوند یې له راتګ وروسته ویلي وو، له دوی غوښتل شوي، هغه ښځې چې د طالبانو له نظره «بې حجابه» بلل کېږي، امربالمعروف ځواکونو ته ورپه ګوته او راپور یې ورکړي.
نوموړې وايي، خاوند یې له هغه سفر مخکې له دا ډول همکارۍ کولو ډډه کوله، خو له بېرته راتګ وروسته یې د هغو په اړه خبرې کولې او له ځان سره یې تسبېح، لونګۍ، سنتي عطر او یو پټو راوړی وو.
له کوره د باندې هم هراتي مېرمنې وايي، د ښار فضا د دوی لپاره له پخوا څخه ډېره له وېرې ډکه شوې ده.
ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د وږي په ۲ مه نېته لږ تر لږه اوه ښخې د فرقې د سړک شاوخوا او یوه نجلۍ په ۶۴ متره سړک کې نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.
یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې وايي، د دې پېښو شاهده وه، ټولګي ته د تګ په لاره یې د هغو ښځو چیغې اورېدلې، چې له یوه محفل څخه راوتلې وې.
دا وايي، ښځو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د موټر په لیدو سره هڅه کوله تېښته وکړي. «چیغې او نارې یې وهلې چې کاسټر موټر ته ګورۍ او په تېښته یې لاس پورې کړ. امربالمعروف ۷ ښځې موټر ته پورته کړې او نورې ترې وتښتېدې او د ګاونډیانو کره پتې شوې.»
رخشانه نه شي کولی د ټولو نیول شویو کسانو هویت یا د هغوی د لېږد ځای په خپلواکه توګه تایید کړي.
په همغه ورځ، هرات کې د یوې مېرمنې په وینا، چې د جامو ګنډلو په یوه کارخونه کې مسووله ده، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو هڅه وکړه، د دې یوه زده کوونکې، چې پیردونکي ته یې خپل وړاندیز سپارلو له ځان سره یوسي.
د دې ښځې په وینا، ځوانې نجلۍ له وېرې ژړل: «استاد جانې راشه، که ما امربالمعروف ته بوزي، وروڼه مې وژني.»
هټۍ والو منځګړیتوب وکړ او مامورین د نجلۍ له وړلو منصرف شول. خو د کارخانې د مسوولې په وینا، له هغې وروسته یو دوکاندار ۲۰ زره افغانۍ جریمه شو. دې ښخې و ویل: «پلورونکی زموږ همېشنی پېرودونکی دی، چې د جامو له بشپړېدو وروسته، هغه د خرڅلاو لپاره د ده په دوکان کې اېږدو. په هغه ورځ امربالمعروف له دوکانداره غوښتي وو، چې د امربالمعروف ریاست ته ولاړ شي او هملته یې د امربالمعروف ریاست د ننه یوه برخه کې نغده جریمه ترې واخیسته.»
دا ښځه وايي، د ښار په واټونو او کوڅو کې د طالبانو ګزمې هم ویني او موټر سایکل سپاره هم، چې د دې په وینا هغوی ښځې څاري او که ولیدل شي، چې جامې یې د مامورینو د نظر سره سمې نه وي، د موضوع راپور ورکوي.
نوموړې زیاتوي، خپله یې هم هرات کې له یوه بانک نه تر وتو وروسته داسې احساس کړه، چې طالب ځواکونه یې څاري: «له بانک نه چې را ووتم د موټر سایکل سپرو ګزمه راغله او زه یې وڅارلم.»
دا وايي، مامورین لږ مخکې لاړل او په همدې مهال یې د دې لور ته اشاره کوله. ښځه چې وېرېدلې وه، په ریکشا کې سپره شوه او له چلوونکي یې وغوښتل، چې دا سیمه پرېږدي: «ډېره وېرېدلې وم.»
د دې په وینا، د وینې بانک له واټ سره نېږدې د امربالمعروف ځواکونو څلور ښځینه او دوه نارینه غړو حضور درلود او د ښځو په اړه د راپور اخیستو وروسته، یې هغوی ونیوې او نامعلوم ځای ته یې ولېږدولې.
سمیې د بیا نیول کېدو د مخنوي لپاره، هغه پاڼه چې د ورځني ژوند یوه برخه یې وه پرېښودې ده. شقایق خپل موټر له لاسه ورکړ او وايي، ان له کوره د وتلو لپاره هم باید اجازه واخلي. هغه بله ښځه چې د نیول کېدو له وېرې یې تېښته کړې وه، له بېرته راتګ وروسته، د کورنۍ له احتمالي تاوتریخوالي وېرېږي.
دا ښځې ټینګار لري، چې د طالبانو د سزا د وېرې په دلیل، اوس فشار له دوه اړخونو راځي، له واټونو او له کوره.
او د هغو ښځو لپاره چې په هرات کې ژوند کوي، د دې دواړو تر منځ واټن ورځ تر بلې لنډېږي.
اروا پوه او د پوهنتون پخوانی استاد بتول حیدري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، د کورنۍ د کنټرول تر څنګ د طالبانو فشار او محدودیتونو، له نجونو هغه خوندي او خپلواکه فضا اخیستې ده، چې هغوی یې له جدي رواني زیانونو سره مخ کړې دي.
د و ویل: «کله چې یوه نجلۍ تل د نیول کېدو وېره لري او اصلآ نه پوهېږي، چې څه برخلیک به یې په برخه شي، کم کم هغه نجلۍ د وېروونکو فشارونو سره مخ کېږي او کله د شپې ډاروونکي خوبونه ګوري، چې په خفګان اخته او له انزاوه سره مخ کېږي او ځینې یې داسې فکر کوي، چې ناروغه ده او کله هم فکر کوي، چې د سر درد پیدا کوي، خو ضمیمه یې وېره ده.»







