سرچینو او عیني شاهدانو رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو نظامي کسان د ښځو د نیولو او پر هغوی د حجاب د پلي کولو لپاره له برېښنايي شاټونو کار اخلي. په دې راپور کې د دریو قرباني او عیني شاهدانو کیسې راغلې، چې وايي، طالبان د ښځو د نیولو پر مهال چې کله هم له لږ مقاومت سره مخ شي د تاوتریخوالي سره جوخت له برېښنايي شاټونو کار اخلي.
پخوا، ښځینه معتریضینو او پخوانیو طالب بندیانو رسنیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو افسران برېښنايي شاکونه کاروي.
د بشري حقونو په نړیوالو اسنادو کې د سزا، اعتراف، غیرقانوني توقیف، یا د بې وسلې اعتراض، ښځو او ماشومانو په وړاندې د برېښنايي شاکونو کارول د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي.
د نړیوالو پولیسو د چلند د قوانینو له مخې، د پولیسو لخوا د برېښنايي شاکونو کارول ځانګړي شرایط لري. د مثال په توګه، پولیس کولی شي دا هغه وخت ترسره کړي کله چې بریدګر یا شکمن کس د وسله وال برید په حال کې وي.
په هرصورت، سرچینې وايي، د طالبانو غړي د شکنجې او برېښنايي شاکونه کارونې په واسطه ښځې نیسي په داسې حال کې، چې نه پر هغوی کوم تور شته او نه هم طالبانو ته کوم ګواښ.
د ۱۴۰۳ کال د مني په یوه سړه ورځ نفیسه او د هغې خور د کابل په لوېدیځ کې یوې نږدې هټۍ ته د ژمي د سالو اخیستلو لپاره لاړې، چې د څلورو سپینو جامو اغوستونکو کسانو سره چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو پورې اړوند وو مخې شوې.
د نفیسې او د هغې د خور په غوښتنه د پیښې دقیق ځای پدې راپور کې نه دي راغلي.
هغه وايي، د تېښتې لپاره فرصت نه و په کوم تور؟ د طالبانو د خوښې وړ حجاب چې طالبان یې «شرعي» بولي نه پوښلو له امله څو لحظې وروسته نفیسه په برېښنايي شاکونو بې سده شوه، کله یې چې سترګې خلاصې کړې ځان په یوه تیاره او سړه کوټه کې ګوري، چې اته نورې مېرمنې او درې نجونې هم هلته بندیانې دي.
نفیسه چې دا نوم یې د خپل هویت د پټ ساتلو په موخه غوره کړی رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه پېښه د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۴ مه نېټه رامنځ ته شوه. هغې بیان کړه«د چادري پلورنکي غرفې څنګ ته ولاړې و، چې ناڅاپه هغوی راپیدا شول، یو له هغو په تنده لحجه و ویل، دا څه دې پوښلي دي، ولې دې لکه دا بله «خور دې» تا هم تور کالي او ماسک نه دی اچولی، وروسته یې په غوسه رانه وغوښتل، چې رنجرې ته پورته شم، د خور لاس مې کلک ونیوه، خو د یوې تور پوښلې مېرمنې پر مټ یې زه په زور کش کړم، کله مې چې مقاومت وکړ، برېښنايي شاک یې راکړ او نور په څه پوه نه شوم.»
طالبانو په خپله دویمه دوره کې هغه څه پلي کړل چې دوی په لومړۍ دوره د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې پلي کړي وو، په شمول د ښځو د خپلې خوښې حجاب اغوستلو ته اړ ایستل. د ډلې د واکمنۍ د دویم کال په لومړیو میاشتو کې، د طالبانو مشر د اجباري حجاب په اړه یو فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې، ښځې اړې وې چې تور برقع یا حجاب او د مخ ماسک واغوندي، او که سرغړونه ترې وکړي نو له سزا سره به مخ شي.
طالبانو د دې پلان د پلي کولو لپاره سخت اقدامات پلي کړل. پدې کې د ښځو ډله ایزې نیونې شاملې وې، په ځانګړې توګه د کابل په یو شمېر مشخصو سیمو او د افغانستان په نورو ولایتونو کې.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې راپور ورکړ چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو ډله ییزې نیونې چې دوی یې «نامناسب حجاب» بولي، لومړی د کابل په لوېدیځ کې پیل شوې، چې ډېری یې هزاره ګان دي، خو په چټکۍ سره د ښار نورو برخو، په ځانګړي ډول تاجیک مېشتو سیمو او بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي، کندوز او نورو ولایتونو ته خورې شوې.
په (مستعار نوم) ۲۴ کلنه زحل د نفیسې مشره خور ده، هغه ترخې شېبې ښې په یاد لري، هغه چې په هغې ورځ له خپلې خور سره وه وايي، دومره وېرېدلې او ترهېدلې وه، چې کور ته پر لار یې څو ځلې لار ورکه کړه.
زحل ان د هغه څه له امله چې خور یې ورسره مخ شوې وه د ژبې له بندښت سره مخ ده وايي«نفیسه مې تر مخ په ځمکه راولوېده او طالبانو د یوه مړي په څېر رنجرې ته وغورځوله، په ژوند کې مې تر ټولو بده لمحه همدا وه، هغه ثانیې چې د یوه ساعت په طول تېرې شوې، له هر چا مې چې مرسته غوښته، لرې به تلل، هېچا دا جرآت نه شوای کولی چې طالبانو ته یوه کلیمه هم و وايي او یا یې هم نه غوښتل، چې کوم کار وکړي.
نفیسه او زحل هم د دې پیښې له امله جدي رواني صدمه ګاللې، دواړو وویل چې دوی شاوخوا څلور میاشتې د ژورخفګان ضد درمل وخوړل: «حتی د طالبانو نوم هم کافي دی چې یوه نجلۍ رواني درملنې ته واستوي.»
دوامداره رواني ضربې د تاوتریخوالي توقیف یوه پایله ده، په شمول د بریښنایی شاکونو کارول. مګر په افغانستان کې د طالبانو د زندانونو د ښځینه قربانیانو په وینا، دا ډله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مختلفو میتودونو کارولو څخه ډډه نه کوي.
نفیسه، چې د برېښنا د شاک له امله بې هوښه شوه، د بې هوښۍ په حالت کې د طالبانو د پولیسو د اتلسمې امنیتي حوزې توقیف خونې ته ولېږدول شوه. نفیسه له هغو ښځو سره مخ شوه چې هر یو یې د مختلف دلیل لپاره نیول شوې وې. یوه یې د «حجاب نه اغوستلو»، بله یې د «غیر محرم سره د اړیکو درلودو» او ځینې یې د سوال کولو په تور تورنه وئ. هغه وايي، «دوی یوه نجلۍ دومره سخته وهلې وه چې هغه یې د ژړا مخه نه شوه نیولی. یوازې د دې لپاره چې هغې د ملا خبرې ونه اورېدې. هغې اوږده جامې اغوستې وې، خو د طالبانو په نظر، دا کافي نه وه.»
یو عیني شاهد د هغه برېښنايي شاکونو چې طالبانو د ښځو د نیولو لپاره کارول د خپلو سترګو لیدلی حال رخشانې رسنۍ ته وايي، د «دهن باغ» څلور لاري، چېرته چې «باغ زنانه» او د «شهرارا» کوڅه هم شتون لري د طالبانو یوه چک پانټ چې هلته خلک راټول شوي و ورغی.
نوموړی وايي، هغه چیغې او زوږ چې خلک یې پر ځان ورټول کړي وو، د هغې ښځې چیغې وې، چې د طالبانو د امربالمعروف د مامورینو پر وړاندې یې مقاومت کاوه او د طالبانو اړوند بس موټر ته یې له ختلو انکار کاوه، دوه ښځې چې د طالبانو د امربالمعروف مامورانې او تورې جامې یې پر تن وې هڅه یې کوله دغه مېرمن موټر ته پورته کړي، خو دا چې دغه مېرمن تر دوی پیاوړې او ځواکمنه وه او مقاومت یې کاوه نه یې شوای کولی موټر ته یې پورته کړي.
دغه عیني شاهد چې د سروش په مستعار نوم یې یاد معلومات د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړي دي وايي، څو تنه نارینه چې د طالبانو د دغه چلند لیدونکي وو، غوښتل یې د دغه ښځې د خلاصون لپاره منځګړیتوب وکړي، خو د طالبانو د امربالمعروف کسانو د هغوی خبرې نه اورېدې او ټینګار یې وکړ، چې د دوی په کار کې مداخله مه کوی ځکه دا د وزارت امر دی او نه باید څوک ترې سرغړونه وکړي.
سروش وویل: «د طالبانو د دوو نارینه استازو څخه یو چې د دوی سره وو، ناڅاپه، په ډېر غوسه او تاوتریخوالي سره، له خپل جیب څخه د بریښنا شاک وسیله راوویستله او د تڼۍ په کاږلو سره یې څو ځله د ښځې په اوږه او غاړه کې کېښوده. د وسیلې څخه بڅرکي ویرونکی غږ په هوا شو. د دې تاوتریخوالي عمل سره، ښځه په لوړ چیغې سره بې هوښه شوه او په ځمکه ولویده.»
سروش ویلي، د لیده چې د طالبانو د امربالمعروف اړوند دوه ښځینه مامورینو هڅه کوله دغه بې هوښه مېرمن موتر ته پورته کړي، خو بیا یې هم زور ونه رسېده«بل نارینه مامور چې دغه ښځې ته یې برېښنايي شوک هم ورکړی و په موټر کې ناست کس باندې غږ وکړ او دواړو په ډېره بې رحمۍ سره یوه یې پښې او بل یې لاسونه ونیول، له ځمکې یې پورته کړه او دوه ښځینه مامورینو یې هم ملا ونیوله او د وښو د بوجۍ په شان یې موتر ته پورته کړه او د موټر په تل یې اوږه پرې باسله.
په «مستعار نوم» مرضیه یوه بله ۲۰ کلنه نجلۍ ده، چې د کابل په لوېدیځ کې یې د رخشانۍ رسنۍ له خبریال سره په حضوري ډول مرکه کړې او خپل د سترګو لیدل حال یې ورته تشرېح کړی دی. هغه و ویل، کابو کال وړاندې هغه مهال چې د کابل په لوېدیځ کې د پوښښ له امله د ښځو نیولو پېښې زیاتې وې هغه ولیده، چې د طالبانو د امربالمعروف کسانو د بهار سراب پلورنځي سره یوې نجلۍ ته برېښنايي شاکونه ورکړل او هغه یې ونیوله.
مرضیه چې په هغې ورځ یې تور کالي اغوستي او له خپلې مور سره بازار ته تللې وه و ویل«ومې لیدل چې یوې نجلۍ سخت مقاومت کاوه چې نه ځم، خو د طالبانو دوه ښځینه کارکوونکو هغه کلکه نیولې وه او غوښتل یې په زور یې موټر ته د ننه کړي، نجلۍ ډېر مقاومت وکړ، خو اخر یې برېښنايي شاکونه ورکړل، خورا په ځمکه ولوېده او په زور زور یې موټر ته واچوله، د امربالمعروف کسان ډېر وحشت کوونکي کسان دي.»
د طالبانو لخوا د ښځو د نیولو پر مهال د تاوتریخوالي کارول د ټولو هغو ښځو او نجونو لپاره یوه عامه تجربه ده چې د نظامي افسرانو یا طالبانو پر نېکۍ د امر او له بدو د مخنیوي مامورینو سره په تماس کې راغلې دي.
د طالبانو د امربالمعروف قانون، چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د ډلې د مشر لخوا لاسلیک شو، طالب چارواکو ته د ښځو سره د هغوی د جامو له امله د چلند کولو لپاره آزاد واک ورکوي.
د طالبانو د دې جنجالي قانون د ۱۳ مادې ۸ مه فقره وايي: «کله چې یوه بالغه ښځه د اړین اړتیا لپاره له کوره وځي، هغه مکلفه ده چې خپل غږ، مخ او بدن پټ کړي.»
د دې قانون له مخې، هر محتسب کولی شي هره هغه ښځه یا نجلۍ ودروي چې خپل مخ نه پټوي او تعزیر یې کړي.
د دهخدا ژبې په فرهنګ کې، تعزیرات د غندلو او ملامتولو مانا لري. په هرصورت، په فقه کې، دا کلمه فزیکي، مالي، یا وقار پورې اړوند سزا ته اشاره کوي.
د اجباري حجاب پلي کولو او د ښځو د نیولو په برخه کې د طالبانو ریکارډ ډېر خراب دی. د طالبانو لخوا د توقیف په جریان کې، د پولیسو په توقیف ځایونو او د ډلې په زندانونو کې د ښځو سره د غیر انساني چلند ډېری راپورونه شتون لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، په خپل راپور کې، چې د ۲۰۲۴ د اکېست په ۳۰ مه خپور شو، حتی د هغو ښځو په وړاندې جنسي تاوتریخوالی مستند کړی چې د ۲۰۲۴ جنوري کې د دوی د جامو له امله توقیف شوې وې.
د ریچارډ بینټ راپور وايي«د نورو باوري سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات ښیي چې ښځې د سخت دریځۍ په جریان کې جنسي ځورول شوې یا جنسي تېری پرې شوی دی.»
ښاغلي بینټ د یو بندی له قوله وايي: «کله چې دوی له ما څخه پوښتنې کولې زه یې ووهلم او زما سر یې په دیوال وواهه. یو له دوی څخه زما جامې وشلولې او بیا یې زما شخصي برخې لمس کړې.»
رخشانې رسنۍ د طالبانو د تاوتریخوالي له قربانیانو څخه د څو ښځو سره په مرکو کې ورته قضیې ثبت کړې دي. دوی ویل چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د غیر انساني کولو، جنسي ، قومي او مذهبي ځورونې سره مخ شوي دي.
د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د بریښنا شاک او اوښکې بهونکي ګاز کارول مخکې هم لیدل شوي دي. د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په ۲۶مه، دې ډلې په سړکونو د ښځو لاریونونه د اوښکو ګاز او بریښنا شاک په کارولو سره وځپل. په دې نیټه، چې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو میاشتو سره سمون خوري، یو شمېر مېرمنې چې په کابل کې یې د زینب عبداللهي د وژل کېدو او د جمهوري حکومت په چوکاټ کې د هرات د ښځو د زندان د مشرې عالیه عزیزي د نامعلوم برخلیک په اړه په کابل کې لاریون کړی و، د طالبانو لخوا بندې شوې.
۳۳ کلنه وحیده امیري، یوه ښځینه لاریون کوونکې او د طالبانو پخوانۍ بندي، مخکې له دې رخشانه ته د خپلې تجربې په اړه وویل: «تر خولې وسله والو ځواکونو موږ په یوه انګړ کې سره راټولې او کلابندې کړو، په سړک د ښځینه لاریون کوونکو سره د طالبانو چلند وحشتناک او وېرونکی و. دوی [طالبانو] د ښځو د برید لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، هوایي ډزو او بریښنا شاکونو څخه کار واخیست.»
په داسې حال کې، چې د بې وسلې لاریون کوونکو پر وړاندې د برېښنايي شاکونو کارول د بشري حقونو د جدي سرغړونې یوه څرګنده بیلګه ده، خو د طالبانو د استازو لپاره د برقي شاکونو کارول ډېر عام دي او دوی د دې د سم کارولو میکانیزم هم نه لري.
۳۲ کلنه صبر ګل، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د دایکندي ولایت څخه کابل ته راغلې وه، د طالبانو د پاسپورټ دفتر مخې ته کتار په اړه وايي: « دې خلکو ته مهمه نه ده چې تاسو زاړه یاست، ځوان یاست یا حتی ماشوم. خو په کمچینو مو وهي. یا مو په برېښنايي ماشینونو او د بې عزتۍ په زرګونو ډولونو وهي.»
ظریفه یعقوبي، د طالبانو پخوانۍ زندانۍ چې ۴۱ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې، مخکې له دې د رخشانې سره په یوه مرکه کې ویلي وو: «په زندان کې دوی ماته برېښنايي شاکونه راکول او زما د بدن ځینې برخې یې په کیبلونو وهلې ترڅو زه سبا د کیمرې مخې ته ونه ښودل شم.»
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۱۲مه په کابل کې د افغان ښځو د غورځنګ له یوې غونډې څخه ظریفه یعقوبي ونیوله. هغې وویل چې طالبانو د شکنجې له مختلفو بڼو څخه کار اخیست، په شمول د بربېښناي شاکونو، ترڅو له هغې څخه اعتراف واخلي.
د طالبانو یوې بلې پخوانۍ بندي، پروانه ابراهیم خیل نجرابي، چې لږ تر لږه یوه میاشت یې د طالبانو په زندان کې په یوازیتوب بند کې تېره کړې، وویل چې ډلې د هغې د نیولو پرمهال برېښنايي شاکونه کارولي دي.
د برېښنايي شاکونو کارول کولی شي د سوځېدنې، زړه درېدو، اعصابو زیان، او دوامداره رواني اختلالاتو په ګډون جدي پایلې له ځان سره ولري. نفیسه په لړزېدلو لاسونو او هغو درملو سره چې د هغې نازک ژوند یې د خوب او بیدارۍ په څنډه کې اچولی دی وايي:«نه پوهېږم څنګه دوام ورکړم، فکر کوم د طالبانو زندان هر ځای له ځانه سره وړم، برېښنايي شاټونه، تیاره او سړه کوټه، څومره تورونه او هغه ښځې چې معلومې نه دي څه شوې.»







