وچې او چاودنې شونډې یې د ژوند د کړاونو او ټپونو ګوا دي، وینې یې د وچ پوست له چولو غوټۍ غوټۍ راوتلې او سترګې یې د دوه ګډیالونو په څېر په ډنګر ځان کې ننوتې دي.
په (مستعار نوم) ۲۵ کلنې عایشې په لړزېدلې غږ و ویل«که مې اولادونه نه وای، لا وختي به مې ځان د ژوند له دې شر نه خلاص کړی وو.
هغه د کابل ښار په اتفاق ښارګوټي کې ژوند کوي، هغه ځای چې دېری خلک یې له سختې بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او ژوند ورته د پاتې کېدو لپاره یوه جګړه شوې ده.
عایشه په کوچینوالي کې پلورل شوې، په ۱۲ کلنې کې یوه په نشه روږدي کس ته واده شوې او دا مهال د داسې پرېکړې په درشل کې دهو چې زړه یې لړزېږي: د لوږې څخه د تېښتې لپاره د ماشوم پلورل.
د عایشې برخلیک یوه ترخه کیسه ده. هغه وايي، په کال ۱۳۸۰ کې کله چې یو کلنه وه مور یې د ناروغۍ له امله مړه او له لاسه یې ورکړه. پلار یې چې د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې د کروندې کار کولو د هغې او د هغې د مشر ورور د ساتلو توان نه درلود.
د عایشې یو نېږدې خپل چې د هویت پټ ساتلو په شرط یې له رخشانې رسنۍ سره خبرې کولې و ویل، پلار یې هغه د څو منه غنمو په بدل کې د ځمکې په څېښتن وپلورله.
د هغې په وینا، د عایشې پلار دا دلیل کاوه چې «هغه مور نه لري، نه شم کولی د دوه ماشومانو تر اوده ووځم.» زوی له ځان سره واخیست او عایشه یې د ۷- ۶ منو غنمو په بدل کې د کار څښتن ته ورکړه، پلار یې وروسته کابل ته راغی بل واده یې وکړ او له هغه وخته تر اوسه پورې یې هېڅ وخت د عایشې پوښتنه نه ده کړې.
د عایشې لپاره په نوي کور کې ژوند هم له رنځ پرته بل څه نه وو، هغه په ډک او غرېو نیولي ستوني یاد ته راوړي:«تر ټولو ښې جامې مې د ناسکه خویندو وې، هغوی ښوونځي ته تللې، خو زه یوازې د کور خدمت کوونکې وم، که به مې خراب کار وکړ، ناسکه مور به مې وهلم او راته ویل به یې چې ته مو د کار لپاره اخیستې یې باید کار وکړې.
اجباري واده او د تاوتریخوالي ارټ
د ۱۳۹۱ کال په مني میاشت کې عایشه یوازې ۱۲ کلنه وه، ناسکه پلار یې د دې په اړه پرېکړه وکړه او دا یې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې یوه ۲۸ کلن په نشه روږدي کس باندې وپلورله.
عایشه وايي«وړه وم، د ژوند په شیانو نه پوهېدم، نه پوهېدم چې روږدیتوب یعنې څه، ګاونډیانو به ویل چې د یوه روږدي کس مېرمن شوې، خو زه نه پوهېدم.»
د مېړه کورنۍ یې په دې پوهې سره چې هغه به د واده په کولو سره تداوي شي خو دا هیله یې هېڅ وخت پوره نه شوه.
د عایشې مېړه نه یوازې دا چې نشه یې پرېنښوده، بلکې ورځ تر بلې یې چلند هم له تاوتریخوالي ډکېده، هغه د واده له درېیم کال وروسته د شپې له خوا کور ته نه راتله او عایشه به یې د نشه يي توکو د پېر بیې لپاره تر فشار لاندې راوسته.
عایشه له اوښکو په ډکو سترګو توضیح ورکوي«کار یې نه کاوه، اړ وم چې د خپلې ګډې او خپلې یو کلنې لور د مړېدو لپاره ګوله ډوډۍ پیدا کړم، په یوه هوټل کې مې کار کاوه، کالي مې منځل، د خلکو اولادونه مې ساتل، ولې خاوند به مې شکنجه کولم، سور کړی سیخ به یې زما پر پښو اېښوده، د ګوتو منځ کې به یې لرګي راکول او زور به یې ورکاوه او راته ویل به یې و وایه له کوم بل سړي سره اړیکه لرې.»
عایشې په وار وار د تېښتې فکر کړی خو د کوچیني ماشوم سره یې پناه نه درلوده«چېرته به تللې وای، چا ما ته ځای راکاوه، له زغم پرته مې بله لار نه درلوده.»
د روږدي مېړه سیوری او کابل ته تېښته
د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د افغانستان د مخکني نظام په پاشل کېدو سره عایشې د بامیانو په یوه هوټل کې خپله دنده له لاسه ورکړه، هغه له خپلو دوه کوچینو لوڼو سره کابل ته راغله، له روږدي مېړه څخه د تېښتې او نوي ژوند د پیدا کولو په هیله.
د ورځې به یې په کرونده کې کار کاوه او شپې به خوا به یې د مریو کنډلو، په لږ عاید سره یې یوه نسبتآ ارمه ژوند خپل ځان او خپلو ماشومانو ته جوړ کړی وو، خو دا ارامتیا یې اوږده نه وه، له هغې یو کال وروسته یې مړه هغوی پیدا کړل او د تاوتریخوالي ارټ بېرته په ګرځېدو شو.
«دومره یې و وهلم چې په ځان کې مې جوړ ځای نه وو پاتې، د نشه يي توکو پیسې یې نه درلودې، په ګواښ یې زما څخه واخیستې، او راته ویل یې که پیسې رانکړې، حوزې ته ځم او ورته وایم چې کوره راتښتېدلې ده.»
مېړه یې له کور څخه په غلا لاس پورې کړ، د عایشې وسایل چې له هغې دلې یو تلېفون او بل یې د ګنډولو ماشین و وپلورل، دوه میاشتې وړاندې هغه د وروستي ځل لپاره کور ته راغی، پاتې توکي یې له ځانه سره یووړل او ورک شو.
د یوې بوږنوونکې پرېکړې په درشل کې
عایشه اوس له خپلو څلورو ۹ کلن، ۶ کلن او دوه یو کلن غبرګونو اولادونو سره د کابل ښار د اتفاق ښارګوټي په یوه له نمه ډک او تیاره کور کې ژوند کوي، د کوټې چت یې د غڼو له تارونو ډک دی او د غولي فرش یې د زیات نم له امله بوی کوي.
هغې و ویل«په اوونۍ کې یو ځل فرش او د خوب بسترې د باندې وباسم تر څو یې لمر وچې کړي.» د دغه کور د میاشتې زر افغانۍ کرایه د عایشې لپاره دروند پېټی دی.
د غبرګونو له پیدا کېدو وروسته عایشې ته په کرونده کې د کار کولو توان نه دی ورپاتې، د عاید یوازینۍ سرچینه یې د مریو ګنډل دي خو دا کار یې د ژوند لپاره بسنه نه کوي.
هغه په غمجنه څېره خپل ۱۶ میاشتني زوی ته ګوري او وايي«یو له پېژاندو کسانو چې اولاد یې نه کېږي ما ته د زوی په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی دی، هر ځل په دې موضوع فکر کوم، زړه مې رېږدي، خپله چې ماشومه وم وپلورل شوم، نه غواړم اولاد مې زما په شان برخلیک باندې اخته شي، ولې خو کله چې د خپلو ماشومانو لوږه وینم، بې توانه کېږم.»
عایشه په داسې حال کې له دغه بوږنوونکې پرېکړه سره لاس او ګرېوان ده، چې خپلې شیدې نه لري او ماشوم یې له لوږې ځورېږي. هغه وايي«د زوی پلورلو فکر مې له لوږې بد دی، خو بله چاره نه لرم، نه غواړم هغوی زما په شان زجر و ویني.»
د عایشه کیسه یوازې د یوې ښځې کیسه نه ده، دا په افغانستان کې د زرګونو ښځو د نن ورځې کیسه ده، چې د فقر، تاوتریخوالي او بې عدالتۍ له امله ځپل شوي دي. هغه نه یوازې د خپل تېر وخت له ټپونو سره مبارزه، بلکې هڅه کوي چې خپل ماشومان له ورته برخلیک څخه وژغوري. خو بېوزلي لکه لوړ دېوال د هغې په وړاندې لارې بنده کړې ده.







